د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۵

افغانستان

پر کوکنارو د طالبانو له بندیز وروسته، د تریاکو بیه لوړه شې ده

طالبانو پر افغانستان له واکمنیدو وروسته د کوکنارو پر کر بندیز لګولی دی
طالبانو پر افغانستان له واکمنیدو وروسته د کوکنارو پر کر بندیز لګولی دی

د کوکنارو پر کر د طالبانو د حکومت له بندیزونو وروسته په افغانستان کې د تریاکو بیه په ۲۰۲۴ کال کې تېرو دوو کلونو ته په کتو زیاته شوې ده.

د جرمني (ډي.پي.اې) اژانس د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو د دفتر د هغه راپور پر بنسټ دغه خبره کړې ده چې نن چهارشنبه ( د کب ۲۲مه) یې خپور کړی دی.

د دغه راپور له مخې دا مهال د یو کیلو تریاکو بیه ۷۵۰ ډالره ده، خو راپور کې یې پخوانۍ یا ټیټه بیه نه ده یاده شوې.

وړاندې راغلي، کله چې طالبانو ۲۰۲۲ کال کې د کوکنارو پر کښت بندیز ولګاوه، نو ورسره سم د تریاکو عرضه کمه او بیه یې لوړه شوه.

دغه راپور کې راغلي چې ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان د تریاکو زیرمه شاوخوا ۱۳ زره او ۲۰۰ ټنه وه چې په بالقوه ډول تر ۲۰۲۷ کال پورې د نړۍ د تریاکو اړتیا ته ځواب وایي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د ایران ولسکشر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روغې وړاندیز وکړ

د ایران ولسمشر د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د تاوتریخوالي د حل لپاره د مرستې وړاندیز وکړ.

مسعود پزشکيان د سې‌شنبې په ورځ د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) د سرمشریزې په څنډه کې د پاکستان له کورنیو چارو وزیر محسن نقوي سره وکتل او د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د ترینګلتیاوو له هواري یې یې مرستې ته چمتووالی څرګند کړ.

پزشکيان وویل، اسلامي هېوادونه باید د شخړو د کمولو لپاره یو موټی کار وکړي او د ګډو ګواښونو پر وړاندې “یووالی وساتي”، هغه ټینګار وکړ چې باید په سیمه کې د کړکېچونو د مخنیوي لپاره هڅې وشي.

پزشکیان دا وړاندیز په داسي حال کې وکړ چې په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د حکومتونو خبرې پرون په درېیمه ورځ له ولاړ حالت سره مخامخ شوې.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ایران له ولسمشر سره په خبرو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په استانبول کې وروستۍ خبرې “رغنده” وبللې، خو ټینګار یې وکړ چې اختلافات باید د سوله‌ ییزو خبرو له لارې حل شي.

نقوي ټینګار وکړ چې سیمه‌ییزې ترینګلتیاوې باید نورې زیاتې نه شي، ځکه دواړه هېوادونه لا هم د خبرو د ناکامۍ پر سر یو بل ملامتوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د ایران ولسمشر ته دا هم وویل چې «ترهګري» او «کډوالي» د ایران او پاکستان ګډې اندېښنې دي او زیاته یې کړه چې د دواړو ګاونډیو ترمنځ اوسنۍ همکاري به اغېزمنې پایلې ولري.

د پنجاب اعلي وزیرې د افغان کډولو خلاف د پرېکنده اقداماتو ام وکړ

مریم نواز
مریم نواز

د پاکستاني پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز په خپل ایالت کې د بې اسناده استوګنو بهرنیانو، په ځانګړي ډول د افغان اتباعو، پر ضد د پرېکنده اقداماتو پرېکړه وکړه.

مریم نواز چارواکو ته امر وکړ چې د هغو کسانو خلاف سمدستي دوسیې ثبت کړي چې خپل کورونه، دوکانونه، فابریکې، هوټلونه یا د تېلو پمپونه غیرقانوني بهرنیانو ته په کرایه ورکوي. هغې ټینګار وکړ چې دا ډول ټول فعالیتونه باید په جدي ډول وڅارل شي او راپور یې ورکړل شي.

د مریم نواز تر مشرۍ لاندې د پنجاب ایالتي کابینې همداراز امر وکړ چې د جوماتونو له لارې دې د بې اسناده افغانانو د موندلو لپاره اعلانونه وشي.

د ترکیې رسنۍ: د طالبانو او پاکستان خبرې له خنډ سره مخامخ شوي

ترکي رسنۍ وايي، په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د حکومتونو د استازو ترمنځ خبرې له خنډ سره مخامخ شوي دي.

د دغو رسنیو د راپورونو له مخې، دواړه خواوې یو بل په خبرو کې د خنډ له کبله ملامتوي.

خو د دواړو خواوو پلاوي لا هم په استانبول کې دي او لا هم تمه شته چې خبرو ته دوام ورکړي.

چارواکو مخکې ویلي و، چې دا خبرې درې ورځې دوام کوي.

طالبانو ویلي چې دوی تر وسې وسې هڅه وکړه چې اختلافونو ته حللاره ومومي خو د دوی په وینا پاکستاني لوري د دوی په څېر نیت نه درلود.

له بلې خوا د پاکستان امنیتي سرچینو د خپل هیواد رسنیو ته ویلي چې طالبانو د پاکستان اصلي غوښتنه، چې د افغانستان له خاورې دې د پاکستان پر ضد کار نه اخیستل کېږي، نه ده منلې.

یوناما په جولای میاشت کې د طالبانو لخوا د لسګونو ښځو او نجونو د "خپلسري" توقیف خبر ورکوي

ملګري ملتونه وایي، د روان کال په جولای میاشت کې یوازې په درې ورځو کې په کابل کې د طالبانو حکومت د حجاب نه مراعتولو په تور په لسګونو ښځې او نجونې " په خپل سر" نیولې دي. د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت، یوناما په یوه راپورکې چې نن سې شنبې یې خپورکړی، له جولای څخه ترسپټمبرمیاشتې پورې پکې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت څیړل شوی دی. په راپورکې ویل شوي چې په جولای میاشت کې د ۱۶ او ۱۹ کلونو ترمنځ له شپیتو زیاتې ښځې او نجونې نیول شوې وې چې په خبره یې له څوساعتونو نیولې تر یوې شپې پورې یې د طالبانو په بند کې تیرې کړي.

یوناما همدارنګه ویلي چې د توقیف شویو ښځو نارینه غړي اړشوي و چې د هغوی د خلاصون لپاره کتبي ضمانت ورکړي.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال پرافغانستان له بیا واکمنیدو وروسته سخت قوانین وضع کړي، چې د ښځو پر کار کولو او له شپږم ټولګي څخه وروسته د نجونو پر زده کړې بندیزونه هم پکې شامل دي.

که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې له ښځو سره د اسلامي شریعت سره سم چلند کوي، خو د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو د طالبانو د حکومت کړنې د ښځو پر وړاندې "سیستماتیک تبعیض" بللي دي.

نن هم په پکتیکا ولایت کې د پولیو ضد واکسین کمپاین روان دی

له پولیو د خلاص افغانستان بنسټ وایي، په پکتیکا ولایت کې به نن هم د پولیو پرضد د واکسین کمپیان دوام وکړي.

دې بنسټ نن سې شنبې پرخپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د پولیو دغه کمپاین به چې پرون دوشنبې پیل شوی، نن هم د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې دوام وکړي. له پولیو د خلاص افغانستان بنسټ له خلکو غوښتي چې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ د ختمولو لپاره خپل ټول له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي. تردې مخکې د اوکتوبر په اتلسمه د پولیو د واکسین کمپاین د افغانستان په دریو ختیځو ولایتونو، ننګرهار، کونړاو لغمان کې هم ترسره شوی و. افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دي چې تراوسه پکې د پولیو ناروغۍ شته.

مجاهد: په استانبول کې د پاکستان او د دوی د پلاوو ترمنځ نن دریمه ورځ هم خبرې روانې دي

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د ترکیې په استانبول کې نن هم د پاکستان او د دوی د پلاوو ترمنځ خبرې روانې دي اودوی یې د نتیجې وړاندوینه نه کوي ترڅو داغونډه پای ته ورسیږي. ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې له پاکستان سره د وروستي کړکیچ د حل یوازینی حل لاره ډیالوګ او متقابل درک دی. خو د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې پاکستاني امنیتي سرچینو ویلي چې په دې خبرو کې پرمختګ د افغان طالبانو په مثبت دریځ پورې تړلی دی. دغو سرچینو چې هویت یې ندی په ډاګه شوی، د طالبانو پلاوی په سروزری تورن کړی او ویلي یې دي چې هغه جدیت نه ښیي.

د راپورونو له مخې د طالبانو مذاکره کوونکو له پاکستان څخه غوښتي چې د افغانستان له هوايي حریم څخه سرغړونه ودروي او د مخالفو ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

خو پاکستان، د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر وړاندې چې وايي د افغانستان له خاورې څخه بریدونه ترسره کوي،

د " کره اقداماتو" غوښتنه کړې.

ایران د یزد زندان یو افغان بندي اعدام کړی دی

ارشیف
ارشیف

د ایران د بشري حقونو سازمان د ایران په یزد زندان کې د "مخدره موادو اړوند جرمونو" په تور د یو افغان وګړي د اعدام اعلان کړی دی.

سازمان په خپله ویب پاڼه کې لیکلي چې د اسلام میر سید په نوم یو افغان وګړی د تلې په ۲۹مه د یزد مرکزي زندان کې اعدام شو.

د سازمان په وینا اعدام شوی کس ۵۹ کاله عمر درلود، د لوګر د پل علم اوسیدونکی و او دوه کاله او اووه میاشتې وړاندې د خپل زوی سره د "مخدره توکو د قاچاق" په تور نیول شوی و.

ویل کیږي چې د اسلام میر سید ۲۱ کلن زوی احمد په ۹ کاله بند محکوم شوی دی.

د ناروې میشته د ایران د بشري حقونو سازمان مشر محمود امیري مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې د ایران حکومت د روان کال له پیل راهیسې لږ تر لږه ۴۰ افغان وګړي اعدام کړي دي.

کابل ته د ازبکستان پرې شوې وارداتي برښنا بیرته وصل شوه

ارشیف
ارشیف

د افغانستان برښنا شرکت اعلان کړی چې کابل ته د ازبکستان د وارداتي برښنا پرې شوي مزي له شاوخوا لس ورځو وروسته بیرته نښلول شوي دي.

د دغه شرکت اجرایوي مشر عبدالباري عمر تیره شپه ناوخته پر خپله ایکس پاڼه ولیکل، د برښنا دغه لین یې له یوه لرې هېواده چې نوم یې نه دی یاد شوی، پیرلی او وصل کړی یې دی.

برښنا شرکت د تلې په ۲۴مه اعلان وکړ چې د ازبکستان د۲۲۰ کیلو ولټه برښنا مزي د امو سیند پر سر سرحدي سیمه کې پرې شوي دي.

د دغه لین له پرې کېدو سره د پلازمېنې په ګډون ۱۱ ولایتونه د برښنا د شدیدې پرچاوۍ شاهدان وو.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ابراهیم صدر تهران ته تللی دی

د طالبانو د کورنیو چارو امنیتي مرستیال محمد ابراهیم صدر
د طالبانو د کورنیو چارو امنیتي مرستیال محمد ابراهیم صدر

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر کړی دی.

دغه وزارت پرون یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نوموړی د ایکو اقتصادي سازمان په څلورمه غونډه کې ګډون کوي.

وزارت ویلي چې د دغه سفر موخه د سیمه ییزې همکارۍ پراختیا او د ایکو سازمان له غړو هېوادونو سره د اړیکو پياوړي کول دي.

د ایران ایسنا خبري اژانس ویلي، تهران به نن او سبا د ایکو سازمان د غونډې کوربه وي چې پر اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي مسلو به خبرې په کې کیږي.

د پاکستان پوځ وایي، ۵ سرتیري یې له وسله والو سره نښتو کې وژل شوي

ارشیف
ارشیف

د پاکستان پوځ وایي، پنځه پوځیان یې له افغانستان سره پر پوله په کورمه اجنسۍ او شمالي وزیرستان کې له وسله والو مخالفانو سره په نښتو کې وژل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د یکشنبې په ماښام د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې پر اساس لیکلي چې دغو نښتو کې ۲۵ وسله وال مخالفان هم وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې اورپکي د افغانستان له خاورې ور اوښتي او د دوی په ټکو دغه کار د طالبانو د حکومت پر هغو ژمنو شکمن کړي چې ویلې یې دی، د افغانستان له خاورې هیچا ته خطر نه پیښېږي.

د طالبانو حکومت سملاسي په دې اړه تبصره نه ده کړې، خو مخکې یې دا ډول ادعاوې بې بنسټه بللې دي.

د تاوتریخوالي دغه پيښه داسې مهال شوې چې د دواړو لورو پلاوي په ترکیه کې سره جرګه شوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر اوربند او نورو اړوندو مسلو خبرې وکړي.
نن د ستانبول د غونډې دریمه ورځ ده او ویل کیږي چې دواړو لورو یو بل ته د خپلو غوښتنو طرحې وړاندې کړې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG