د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۶

افغانو ښځو په تبعید کې د "افغانو ښځو د نړیوالې شبکې " په نوم د یوې مدني ټولنې د فعالیتونو د بیا پیل اعلان وکړ


انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

د افغانو ښځو له حقونو څخه د دفاع او د ښځو د پیاوړتیا په موخه یو شمیر افغانې ښځو د متحده ایالاتو په نیویارک ښار کې د نړی له ګوټ ګوټ څخه راټول شوي وي څو د افغانو ښځو نړیوالي شبکه (AWNI) په نامه یوه نړیواله مدني ټولنه جوړه کړي.

د افغانو ښځو نړیوالي شبکه (AWNI) په افغانستان کې د ښځو د پیاوړتیا لپاره له لومړنيو مدنی بنسټونو څخه وو چې د افغانستان د نړیدلې جمهوریت پر مهال دننه په افغانستان رامنځ ته شول.

دې شبکې چې هغه مهال مرکز په کابل کې و، په افغان ټولنه کې د ښځو د حقونو لپاره په بېلابیلو برخو کې کار کوو.

خو په ۲۰۲۱ م کال کې پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ وروسته، دننه په افغانستان کې د افغان ښځو شبکې فعالیتونه هم وځنډیدل او ددې شبکې غړې او فعالانې یو شمېر یې له هېواد ووتلې او یو شمېر نورې دننه په افغانستان کې په کورونو کینول شوې.

د افغان ښځو د غږ پورته کولو او د دوی د حقونو د ترلاسه کولو لپاره د مبارزې په موخه اوس دوی غواړې په جلا وطنۍ کې دا بنسټ بیرته فعالیت پیل کړي
شینکۍ کړوخیل

د افغانو ښځو نړیوالې شبکې غړي شینکۍ کړو خیل ازادي راډیو ته وویل چې د افغان ښځو د غږ پورته کولو او د دوی د حقونو د ترلاسه کولو لپاره د مبارزې په موخه اوس دوی غواړې په جلا وطنۍ کې دا بنسټ بیرته فعالیت پیل کړي.

د نوموړې په وینا یاده شبکه به د افغانو میرمنو د حقونو لپاره د غږ پورته کولو تر څنګ په جلاوطنۍ کې د افغان میرمنو په مرسته د افغانستان د میرمنو د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې کار وکړي.

نوموړې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو په وړاندې زیاتیدونکې محدودیتونو ته په اشارې وویل چې په اوسنیو شرایطو کې د افغان ښځو د حقونو د فعالانو ترمنځ هماهنګي او هدفمند کار کول تر بل هر وخت اړین دی هغه چې په وینا یې ددې شبکې له مهمو هدفونو څخه دي.

له هغې راهېسې چې د ۲۰۲۱ م کال په اګست میاشت کې طالبان بیا ځلي پر افغانستان واکمن شوي، د لسګونو بیلابیلو فرمانونو له لارې یې پر ښځو پرلپسې محدودیتونه لګولي چې په کې تر شپږم ټولګې پورته د نجونو پر د زده کړو او په ګڼو دولتي او نادولتي ادارو کې د دوی پر کار کولو بندیزونه شال دي.

د دوشنبې په ورځ نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې یو ځل بیا دې سازمان او غړیو هېوادونو یې له طالبانو وغوښتل چې افغان ښځو ته د زده کړو او کار حق ورکړي او په دې برخه کې د افغانستان نړیوالې ژمنې پر ځای کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې، روزا اوتونبایوا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوشنبې د ورځې غونډې کې د افغانو ښځو پر وضیعت اندیښنه څرګنده کړه .

میرمن اوتونبایوا په افغانستان کې په طبي انسټیټیټونو کې د افغان میرمنو په تعلیم باندې بندیز په هکله وویل چې دا کار نه یوازې د میرمنو بلکې د ټول افغان ولس د روغتیایي خوندیتوب لپاره زیان لري او زیاته یې کړه چې پدې سره به په افغانستان کې د مور او ماشوم مړینه لا ډیره شي.

XS
SM
MD
LG