دې مېرمنو د کب په ۱۱مه له ازادۍ راډیو سره خبرو کې وویل چې ژوند یې د محرم د نه لرلو له امله د ناروغۍ پر مهال له ګواښ سره مخ کیږي او نه شي کولای په اسانه ځانونه تر روغتون او ډاکټر پورې ورسوي.
د کابل ښار د بګرامیو ولسوالۍ یوې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل په افغانستان کې ښځې د امر بالمعروف والاوو له لاسه نه ډاکتر ته یوازې تلی شي او نه له کوره وتلی شي.
د طالبانو له وېرې له محرم پرته یوازې تر ډاکتر او روغتون پورې نه شو تلای.
دا مېرمن زیاتوي چې “تېره ورځ زما امیندواره وریندار یو ناڅاپه ناروغه شوه، ورور مې نه و قره باغ ته تللی و، په دې وینه راماته شوه، ښځه په ډېر بد حالت کې وه، موږ مو ورور ته زنګونه وهل چې ژر ځان راورسوه، تر هغه چې هغه راته، ښځه مو کور کې ایساره کړې وه چې وضعیت یې ډېر خراب وو، طالبان له محرم پرته میرمنې له کوره بهر نه پرېږدي.“
د خوست ولایت یوې اوسېدونکې چې دا هم د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل “یو څو وخته مخکې مې مور ناروغه وه. نه مې پلار او نه ورور په کور کې وو، نو موږ له ډېرو ستونزو سره مخ شوو. د دې له ډاره چې ښایي طالبان موږ په لاره کې ودروي او د (محرم) ډېرې پوښتنې کوي نو دې ته مجبوره شوو او مور مې همداسې په کور پاتې شوه او مسله یې ډېره جدي وه خو مجبوره وه چې درد وزغمي، ځکه موږ له (محرم) پرته له کوره نه شو وتلی.“
دا په داسې حال کې ده چې د بریتانیې ټلیګراف ورځپاڼې تازه په یو څېړنیز راپور کې ویلي چې د طالبانو د حکومت د سختو قوانینو، بندیزونو او محدودیتونو له امله ښځې او نجونې له حیاتي روغتیايي خدمتونو، حتی د جراحي له عملیاتو محرومې شوې دي.
دې ورځپاڼې په خپل څېړنیز راپور کې چې پرون (د کب ۱۰مه) خپور شو ویلي په داسې حال کې چې په ټول افغانستان کې روغتونونه نارینه وو ته طبي خدمات وړاندې کوي، ښځې او نجونې د دې ورځپاڼې په ټکو د “ځپونکو“ قوانینو له امله له طبي امکاناتو څخه منع شوي او په دودیزو او غیر علمي درملنو تکیه کولو ته اړ ایستل شوي دي.
تېرکال د اتاترک روغتون ۸۰ سلنه جراحي عملیات یوازې پر هلکانو شوي دي.
په راپور کې د بېلګې په توګه ویل شوي چې د کابل په اتاترک روغتون کې تېر کال له زرو جراحۍ عملیانو ۸۰ سلنه یې یوازې پر هلکانو شوي.
خو د یاد روغتون مسوولینو ویلي چې د دې دلیل دا دی چې د نجونو پرتله هلکان له پېښو او ګواښونو سره زیات مواجه کېږي نو ځکه ډېری وخت دوی جراحي عملیاتو ته اړتیا لري.
طالبانو تازه په دې اړه څه نه دي ويلي خو له دې مخکې یې بېلابېلو چارواکو په ځانګړې توګه د عامې روغتیا وزارت ټینګار کړی چې ټولو افغانانو ته به په مساوي توګه روغتیایي خدمتونه رسوي.
خو د یادونې ده چې د طالبانو حکومت په طبي انسټیټونونو کې هم د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او د ډېریو ښځو په وینا د دې بندیز له کبله هم په کلیو او ولسوالیو کې د ښځینه ډاکترانو او قابله ګانو شمېر کم شوی چې روغتیایي خدماتو د ددوی لاسرسی یې محدود کړی دی.