د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

خبرونه

پاکستان د تورخم دروازه بنده کړې ده

د راپورونو له مخې د تورخم دروازه له تیرې شپې راهیسې د ټولو موټرو پرمخ تړل شوې ده.

د ننګرهارچارواکو د دې دروازې د تړل کیدو پخلی کړی او ویلي یې دي چې پاکستان دغه اقدام په پوله کې د نویو پوستو او تاسیساتو د جوړولو په غبرګون کې بنده کړې ده.

د تورخم کمیسار ملا عبدالجبار حکمت باختر آژانس ته ویلي، چې تیره شپه له لسو بجو راهیسې دغه دراوزه بنده شوې او زیاته کړې یې ده هرکله چې افغان لوری د خپلې خاورې دننه د امنیتي پوستو پرجوړولو کارپیل کړي، پاکستاني لوری له خبرداري پرته لارتړي او خلک له ستونزو سره مخامخ کوي.

د راپورونو له مخې د تورخم دروازې دواړو غاړو ته په سلګونو مسافر او باروړونکي موټر بند پاتې دي. چارواکو ویلي چې هڅه کوي د خبرو له لارې دغه ستونزه حل کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د بېګم او ځوانانو راډیوګانو خپرونې بیا پیل شوې

د بېګم راډیو د خپرونو سټوډیو
د بېګم راډیو د خپرونو سټوډیو

د طالبانو حکومت وايي چې د بیګم او ځوانانو راډیو سټیشنونه، چې څه وخت مخکې له جوازونو د ناوړه ګټې اخیستنې او د طالبانو د حکومت له خوا له تحریم شویو بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ په تور تړل شوې وې، بیرته یې خپل فعالیت پیل کړی دی.

باختر اژانس چې د طالبان یې اداره کوي راپور ورکړی چې طالبان د سلواغې/دلوې په ۱۶مه په کابل کې د بیګم راډیو دفتر ته ننوتل، له کارکوونکو یې پوښتنې وکړې، د ښځینه خبریالانو کمپیوټرونه، هارډ ډیسکونه او ګرځنده ټلفونونه یې ضبط کړل او دوه نارینه کارکوونکي یې له ځانه سره بوتلل، چې احتمالا تراوسه د طالبانو په توقیف کې دي.

د باختر اژانس په خبر کې د بيګم راډيو د دوو کارکوونکو د خوشې کېدو په اړه څه نه دي ويل شوي.

د بېګم راډیو د تړلو په اړه بېلابیلو سازمانونو غبرګونونه وښودل. دې راډیو د افغان ښځو او نجونو لپاره تعلیمي پروګرامونه خپرول.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې، په افغانستان کې د رسنیو ازادي ډېره محدوده شوې څه باندې نیمايي چاپي او غږیزې رسنۍ تړل شوې دي.

په جرمني کې عمومي انتخابات کېږي

جرمني، د انتخاباتي پوسټرونه
جرمني، د انتخاباتي پوسټرونه

ټاکل شوې ده چې په جرمني کې د یکشنبې په ورځ پارلماني ټاکنې کېږي.

د اولاف شولڅ په مشرۍ د ایتلافي حکومت له ړنګېدو وروسته، د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاینمایر د ډسمبر په ۲۷مې د دغه هېواد پارلمان منحل کړ او د فبروري په میاشت کې یې له وخت مخکې ټاکنې تصویب کړې.

د جرمني کابینه د اروپا د تر ټولو لوی اقتصاد د بیا راژوندي کولو په اړه له داخلي اختلافاتو سره مخ ده، خو د کرسمس په بازار کې د برید راهیسې د امنیت او کډوالۍ په اړه اختلافات هم زیات شوي دي.

ټاکنې په داسې حال کې کیږي چې د کډوالۍ مسله د کاندیدانو لپاره له خورا مهمو مسلو څخه ده.

په جرمني کې وروستیو پیښو ته په کتو ښي اړخو کاندیدانو ویلي که چېرته دوی ټاکنې وګټي نو جرمني ته به د ناقانونه کډوالو مخه ونیسي.

په وروستیو میاشتو کې جرمني د ډېرو جنايي پېښو شاهد پاتې شوی.

اسټرالیا د اتلانو جام په سیالیو کې انګلستان ته ماتې ورکړه

د اسټرالیا او انګلستان د لوبې یوه څنډه
د اسټرالیا او انګلستان د لوبې یوه څنډه

اسټرالیا د اتلانو د جام یا چمپینز ټرافي د سیالیو په لړۍ کې انګلستان ته ماتې ورکړه.

د لاهور په کرکټ لوبغالي کې د پرونۍ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې، انګلستان اسټرالیا ته د ۳۵۲ منډو هدف وټاکه. اسټرالیا په ۴۸م اوور کې هدف بشپړ کړ او لوبه یې په پنځو ویکټو وګټله.

دا دواړه لوبډلې د افغانستان او جنوبي افریقا سره په B ګروپ کې دي.

د اتلانو جام په لړ کې به د یکشنبې په ورځ پاکستان او هند سره مخامخ شي. د دوی لوبه په دوبۍ کې ترسره کېږي.

د طالبانو حکومت د ازبکستان او افغانستان د اقتصادي اړیکو د پراختیا خبر ورکوي

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر (آرشیف)
د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر (آرشیف)

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا خبره کړې ده.

ښاغلي برادر نن (د کب ۴مه) ازبکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې له دې هېواد سره د سوداګرۍ، ټرانزیټ او بانکي همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.

د طالبانو د حکومت په اعلامیه کې د ازبکستان د صدراعظم د مرستیال جمشید خواجه ییف له قوله راغلي چې تاشکند به د کانونو د استخراج او په سمنګان ولایت کې د سمنټو د فابریکې د جوړولو په برخو کې له کابل سره همکاري وکړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي چارو د مرستیال دفتر دا هم یادونه کړې چې د دواړو خواوو تخنیکي کمیټې به د سوداګرۍ، ټرانزیټ، کانونو او صنعت، په افغانستان کې د اورګاډي د شبکو د جوړولو او پراختیا او بانکي همکاریو د پراخېدو په برخه کې ګډ کار ته دوام ورکړي.

که څه هم د طالبانو حکومت تر اوسه د کوم هیواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی، خو ازبکستان له هغو څو محدودو هېوادونو څخه دی چې له طالبانو سره یې اړیکې ټینګې کړي او د دې ډلې ډیپلوماتان یې منلي دي.

طالبانو په غزني دوه تنه په درو وهلي دي

افغانستان، غور ولایت (آرشیف)
افغانستان، غور ولایت (آرشیف)

د طالبانو د حکومت سترې محکمې خبر ورکړی چې په غزني ولایت کې یې دوه تنه په دُرو وهلي دي. دې محکمې په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې نن (د کب ۴مه) د اخلاقي فساد په تور یوې ښځې او یوه نارینه ته د دوو کلونو بند او په عام محضر کې د ۳۵ دورو سزا ورکړل شوه.

د طالبانو سترې محکمې په یوه بله اعلامیه کې خبر ورکړی چې په هرات ولایت کې یوه ښځه د نامشروع اړیکو لرلو په تور په درو وهل شوې ده؛ خو په اعلامیه کې د هغه سړي یادونه نه ده شوې چې طالبانو ویلي وو له دې ښځې سره یې نامشروع اړیکي لرل.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دې ښځې ته د ۱۵ درو پر وهلو سربیره د شپږ میاشتې بند سزا هم اورول شوې ده.

طالبانو په افغانستان کې د واک له ترلاسه کولو راهیسې په وار وار خلک په عام محضر کې په درو وهلي دي.

نړیوالو بشري سازمانونو، په ځانګړې توګه ملګرو ملتونو د دې ډول سزاګانو له کبله پر طالبانو سختې نیوکې کړې دي. د بشري حقونو ډلو په وار وار پر طالبانو غږ کړی چې سمدلاسه دا ډول سزاګانې ودروي او د بشري حقونو اصولو ته درناوی وکړي.

خو طالب چارواکو ویلي دي چې دا سزاګانې د شریعت په رڼا کې تطبیق شوي دي.

د چمپینز ټرافي په لوبلړۍ کې نن اسټرالیا او انګلستان سره مخامخ کېږي

د افغان لوبډلې آلرونډر عظمت الله عمرزی د جنوبي افریقا پر وړاندې د لوبې پرمهال
د افغان لوبډلې آلرونډر عظمت الله عمرزی د جنوبي افریقا پر وړاندې د لوبې پرمهال

د چمپینز ټرافي د سیالیو په ترڅ کې استرالیا او انګستان نن (د کب ۴مه) په خپلو کې لوبه کوي.

دواړه لوبډلې چې له افغانستان او جنوبي افریقا سره په B ګروپ کې یوځای دي، د پاکستان په لاهور ښار کې د سیالۍ ډګرته وځي. دا لوبه د افغانستان په وخت د ماسپښن په یوه نیمه بجه پیلیږي.

په دې لړۍ کې افغانستان خپله لومړنۍ لوبه پرون له جنوبي افریقا سره ترسره کړه چې د ۱۰۷ منډو په توپیر یې ورته وبایلله.

سبا یکشنبې د کوربه پاکستان لوبډله د هند له لوبډلې سره مخامخ کېږي خو د دوی لوبه به د مخکینۍ موافقې په اساس په پاکستان کې نه بلکې په متحده عربي اماراتو کې کېږي.

د افغانستان دوهمه لوبه د چهارشنبې په ورځ (د فبروري ۲۶مه) له انګلستان او دریمه لوبه یې د فبرورۍ په ۲۸ له اسټرالیا سره پلان شوې ده.

راروانه دوشنبې په افغانستان کې د پولیو پرضد د واکسین کمپاین پیلېږي

په افغانستان کې د پولیو پرضد د واکسین کمپاین (آرشیف)
په افغانستان کې د پولیو پرضد د واکسین کمپاین (آرشیف)

ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پرضد د واکسین کمپاین پیل شي.

پولیو فري افغانستان نن (د کب ۴مه) پر خپله ایکس پاڼه د دغه کمپاین د پیلیدو خبرورکړی او یوازې دومره یې ویلي چې دا کمپاین به په ځینو ولایتونو کې چې نومونه او شمیریې نه دي یاد کړي، پیل شي.

له دې مخکې د تیرې سلواغې میاشتې په لومړیو کې د پولیو د واکسین کمپاین د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې تطبیق شو چې د روغتیا وزارت په خبره په ترڅ کې یې له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا شپږ ملیونه ماشومان د واکسین لپاره په پام کې نیول شوي وو.

له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، د پولیو د واکسین کمپاینونه کور په کور نه تطبیق کیږي چې د روغتیا پالانو په وینا له دې کبله یوشمیر ماشومان له واکسین څخه بې برخې کیږي.

د پولیو پرضد د واکسین کمپاین داسې مهال پیلیږي چې په بادغیس کې د طالبانو سیمه ایزو چارواکو د دې ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د پولیو د یوې مثبتې پیښې خبر ورکړی. د طالبانو روغتیا وزارت تراوسه دا پیښه رسماً نه ده تایید کړې.

د روغتیا نړیوال سازمان WHO په تیر ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پولیو د ۲۵ مثبتو پیښو خبر ورکړی و.

په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو یوه نوې پېښه ثبت شوه

افغانستان، د پولیو د واکسین کمپاین (آرشیف)
افغانستان، د پولیو د واکسین کمپاین (آرشیف)

په بادغیس ولایت کې د پولیو یوه نوې مثبته پیښه ثبت شوې ده.

د رسنیو د راپورونو له مخې، په بادغیس کې د طالبانو د روغتیا ریاست د وقایوي چارو مسوول محمد یوسف نجمي پرون (د کب ۳مه) د پولیو دا مثبته پیښه تایید کړې اویلې یې دي چې د بالامرغاب ولسوالۍ په یوه کلي کې یوه پنځه کلنه نجلۍ په دې ناروغۍ اخته شوې ده.

دا په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د پولیو لومړۍ تایید شوې پیښه ده. همدارنګه دا لومړی ځل دی چې د طالبانو چارواکي سږمیلادي کال د پولیو یوه مثبته پیښه تاییدوي. تیر۲۰۲۴ کال د طالبانو چارواکو د پولیو د مثبتو پیښو هغه شمیرې چې د روغتیا نړیوال سازمان ۲۵ ښودلي، نه دي تایید کړي.

د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو یوه ساري او ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او یوازې د واکسین تطبیق کولای شي ماشومان له دې ناروغۍ وژغوري.

په غزه کې د اسراییلي یرغملو او فلسطیني بندیانو د خوشې کولو بل پړاو ترسره کېږي

غزه، خان یونس- سره صلیب ته د یرغملو سپارل (آرشیف)
غزه، خان یونس- سره صلیب ته د یرغملو سپارل (آرشیف)

د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ د یرغملو او بندیانو د تبادلې په ترڅ کې به حماس نن شپږ یرغمل خوشې کړي او اسراییل به یې په هم په بدل کې سلګونه فلسطیني بندیان آزاد کړي.

دا په غزه کې د کاواکه اوربند د موافقې د لومړي پړاو وروستۍ تبادله ده چې ترسره کیږي. د جنوري په نولسمه په غزه کې د اوربند له نافذیدو راهیسې په دې پړاو کې ټاکل شوې، حماس ۳۳ یرغمل خوشې کړي.

په نننیو شپږو یرغملو کې چې دا ډله یې آزادوي، څلور یې دې ډلې پر اسراییل د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پراومه د حملې پر مهال یرغمل کړي او دوه نور هغه اسراییلیان ښودل شوي چې شاوخوا یوه لسیزه مخکې د نامعلومو دلایلو له امله غزې ته ننوتي او یرغمل شوي وو.

اسراییل او حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي، دواړو ویلي چې غواړي د شوې موافقې د دوهم پړاو پرسر خبرې پیل کړي چې د منځګړیو په خبره په ترڅ کې به یې شاوخوا ۶۰ یرغمل خوشې کیږي او اسراییل به له غزې څخه خپل ځواکونه باسي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG