د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

له عراق څخه ځینې تښتېدلې داعشیان؛ له خراسان څانګې سره یوځای شوي


طالبانو ننګرهار کې د داعش پر پټنځای عملیات کړي
طالبانو ننګرهار کې د داعش پر پټنځای عملیات کړي

روېټرز راپور ورکړی یو شمېر بهرني جنګیالي چې له عراق څخه تښتېدلي، په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې سره یوځای شوي دي.

په دغه راپور کې چې یکشنبه ناوخته خپور شوی، ویل شوي چې په افغانستان کې د داعش مشر ثناءالله غفاري، د دې ډلې خراسان څانګه د داعش په تر ټولو وېروونکو څانګو باندې بدله کړې چې د بهرنیو بریدونو د ترسره کولو وړتیا لري.

د رویټرز په راپور کې زیاته شوې چې د داعش یو شمېر غړي چې له عراق څخه تښتېدلي، همدارنګه په سوریه او پاکستان کې د داعش خراسان څانګې سره یوځای شوي دي.

روېټرز لیکي، که څه هم داعش د امریکا په مشرۍ د ائتلاف له خوا ماته خوړلې، خو دا ډله توانېدلې چې ځان بېرته په پښو ودروي او د خپلو پټو کسانو له لارې په منځني ختیځ کې چریکي او ناڅاپي بریدونه ترسره کړي.

څو نیول شوي داعشیان - انځور پخوانی دی
څو نیول شوي داعشیان - انځور پخوانی دی

په همدې حال کې، یو شمېر سیاسي او امنیتي کارپوهان وايي چې د تېرې یوې لسیزې پېښو ته په کتو، د داعش غړي له ځینو نورو هېوادونو لکه عراق او سوریې څخه افغانستان ته راغلي دي.

سیاسي کارپوه عبدالله هېواد له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل:

«که موږ د تېرې یوې لسیزې تاریخ ته وګورو، نو روښانه ده چې داعش د سوریې، عراق او ځینو نورو هېوادونو له لارې افغانستان ته نفوذ کړی. دوی ډېر منظم فعالیت کوي، پوځي روزنه یې د القاعدې او طالبانو په ګډون د یو شمېر نورو سخت دریځو ډلو سره شریکه ده. همداراز، داعش د ازبکستان او تاجکستان له سخت دریځو مذهبي ډلو سره هم اړیکې لري چې دا د لوېدیځو هېوادونو لپاره یوه جدي اندېښنه ده.»

سیاسي او امنیتي کارپوه اسحق اتمر هم په دې اړه وویل:

«داعش او نور سخت دریځې مذهبي ډلې د سیمې او نړیوالو استخباراتي کړیو نیابتي وسیلې دي. د دوی هدف د سیمې او نړۍ باثباته حکومتونه له منځه وړل دي. که د منځني ختیځ وروستیو پېښو ته وګورو، نو داعش او ورته نورې افراطي ډلې د پیاوړو حکومتونو د کمزوري کولو لپاره کارول شوي. همداسې د نیابتي جګړې له لارې، دا ډلې هڅه کوي چې د سیمې سیاسي ثبات ګډوډ کړي.»

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد نظر هم واخلو، هغه په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو تر دې وړاندې يې تل ادعا کړې چې داعش یې په افغانستان کې ځپلی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه اوونۍ مخکې یو ځل بیا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو لکه القاعده، اسلامي دولت (داعش) او انصارالله د حضور په اړه اندېښنه څرګنده کړې، هغه څه چې د طالبانو حکومت تل رد کړي دي.

خو په افغانستان کې وروستي بریدونه چې د داعش خراسان څانګې یې مسؤلیت منلی، د طالبانو هغه ادعا تر پوښتنې لاندې راوستې چې ګواکې دوی داعش له منځه وړی دی.

تېره پنجشنبه یو انتحاري حمله کوونکي د طالبانو حکومت د کور او ښار جوړونې وزارت هدف وګرځاوه چې یو کس یې وواژه او درې نور یې ټپیان کړل. بریدګر په خپله هم له منځه تللی.
د دې حملې مسؤلیت داعش ډلې منلی دی.

مخکې له دې د طالبانو د سيمه یيزو امنیتي چارواکو په وینا، د کندز ولایت د کابل بانک مخې ته په یوه چاودنه کې ۵ تنه ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول چې مسؤلیت یې داعش خراسان څانګې ومانه.

همداراز، د تېر کال د ډسمبر په ۲۰مه د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې یوه بله چاودنه وشوه چې مسؤلیت یې د داعش خراسان څانګې منلى و.

په هغه برید کې د یاد وزارت سرپرست، خلیل الرحمن حقاني هدف ګرځول شوى و او ووژل شو.

XS
SM
MD
LG