خبرونه
ټرمپ وايي، د اوکراین د جګړې په اړه له پوتین سره د ده د کتنې لپاره تیاري نیول کېږي
د امریکا منتخب ولسمشرډونالډ ټرمپ وایي، په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو په هدف د روسیې له ولسمشرولادمیرپوتین سره د ده د کتنې لپاره چمتوالی نیول کیږي.
ټرمپ پرون پنجشنبې په فلوریدا کې په خپل هستوګنځای کې له جمهوریپالو والیانو سره د کتنې په مهال د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل چې پوتین غواړي له ده سره وګوري او «موږد دې غونډې پرتنظیمولو کارکوو.»
ټرمپ وویل، جزییات یې تراوسه نه دي بشپړ شوي خو زیاته یې کړه چې پوتین غواړي ور سره وویني او دا خبره یې په عام محضرکې هم کړې او دوی باید دغه جګړه چې نده خونړۍ شخړه یاده کړه، پای ته ورسوي.
ټرمپ د ولسمشرۍ په انتخاباتي کمپاینونو کې ژمنه کړې چې د ولسمشرپه توګه د دندې له پلیدو وروسته په ۲۴ ساعتونو کې به په اوکراین کې جګړه پای ته ورسوي، خونوموړي په دې اړه نورجزیات ندي افشا کړي.
هغه له پوتین سره خپلې اړیکې ستایلي او ادعا کړې چې دغه جګړه درولی شي. ټاکل شوې چې ټرمپ د روانې جنوري میاشتې په شلمه د ولسمشر په توګه لوړه وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
له سوریې د اروپايي ټولنې د بندیزونو د لیرې کېدو غوښتنه وشوه
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني وايي، د شپږو میاشتو یا یوه کال لپاره یې پر سوریې د اروپايي ټولنې د بندیزونو د ځنډولو غوښتنه کړې ده.
تاجاني پرون جمعه په لبنان کې یوه کنفرانس ته ویلي، د بندیزونو لیرې کول د ایټالیا کومه ملي پرېکړه نه ده، دا د اروپايي ټولنې پرېکړه ده.
د سوریې اوسنیو واکمنو په وار- وار د هغو بندیزونو د لیرې کېدو غوښتنه کړې، چې پر سوریې لګېدلې دي.
د یوې افراطي ډلې هیئت تحریر الشام په مشرۍ د سوریې نویو واکمنو چې تېره میاشت پر قدرت ولکه ټینګه کړې، هڅه کوي چې د سوریې د بیارغونې لپاره نړیوالې مرستې جلب کړي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان تېره میاشت دمشق ته د سفر پر مهال له نړیوالو غوښتنه وکړه، چې پر سوریه لګول شوي بندیزونه لیرې کړي، چې دغه جګړه ځپلی هېواد وکړای شي د پرمختګ لار خپله کړي.
ګوتیریش: ونزویلا دې بندیان خوشې کړي
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش پرون د ونزویلا له چارواکو د ټولو هغو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه وشوه، چې په دغه هېواد کې په خپلسري ډول نیول شوي دي.
دغه کسان د تېرې جون میاشتې له ټاکنو وروسته د پیل شویو ناکراریو پر مهال نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې نیکولاس مادورو په نړیواله سطحه له انتقادونو سره- سره د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک پرون خبریالانو ته وویل، سرمنشي انتونیو ګوتیریش د جولای د ۲۸مې له ولسمشرۍ ټاکنو وروسته، د سیاسي مخالفانو، خبریالانو د بشري حقونو د مدافعانو په ګډون د خلکو د پراخې ډلې نیول غندي.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پرون مادورو ته د ولسمشر په توګه د لوړې مبارکي ویلې ده.
لبنان: د وژل شویو شمېر ۵ ته ورسېد
د لبنان په جنوب کې پر یوه موټر د اسرائیل د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې د وژل شویو شمېر ۵ ته ورسېد.
د لبنان روغتیا وزارت وايي، په دې حمله کې چې ساحلي ښار صُور ته نږدې په طير دبّا سیمه کې شوې، ۴ نور کسان ټپیان شوي دي.
د اسرائیل پوځ وايي د لبنان په جنوب کې یې د حزب اله ډلې د وسلو یوه لارۍ ویشتلې ده.
د اسرائیل او د لبنان د حزب اله ډلې ترمنځ روانه جګړه د اوربند د هغې موافقې له مخې ودرېده، چې د جنورۍ پر ۲۶مه یې مهلت ختمېږي.
پر دغه اوربند د نومبر میاشتې پر ۲۷مه د ۶۰ ورځو له پاره موافقه وشوه چې له مخې یې د لبنان پوځ او د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه د لبنان په جنوب کې ځای پر ځای شول او د اسرائیل پوځ له دغو ساحو ووت.
له کله چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې پر اوومه په غزه کې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ جګړه پیل شوې، اسرائیل او د لبنان حزب اله ډلې هم په خپلو کې ډزې تبادله کولې.
اسرائیل حزب اله او حزب اله ډلې اسرائیل، له دغه کاواکه اوربند څخه په سرغړونې تورن کړی دی.
د ایران د انرژۍ وزیر وايي له هلمند سینده خپل د اوبو حق اخلي
د ایران یوه لوړ رتبه چارواکي ویلي، هېواد یې د سیستان و بلوچستان ولایت د اوبو د حق د تامین لپاره له افغانستان سره په مذاکرو بوخت دی.
ایراني رسنیو پرون جمعه د ایران د انرژۍ د وزیر عباس عليآبادي څرګندونې رااخیستي چې په سیستان و بلوچستان کې یې د اوبو د یوې پروژې د کتنې پر مهال دا څرګندونې کړې دي.
هغه ویلي، بېلابېلې طرحې لرو، چې د دغه ولایت د اوسېدونکو د اوبو حق د دې سیمې او افغانستان د اوبو له سرچینو تامین شي او دا د ایران په لومړیتوب کې شامله موضوع ده.
ایران په وروستیو کې تور لګولی، چې افغانستان پر هغو سیندونو چې ایران ته ور روان دي د بندونو په جوړولو سره د ایران د اوبو له حق سرغړونه کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي په تلې/ میزان میاشت کې ویلي وو، د هلمند له سینده د دغه هېواد بشپړه د اوبو حق ابه له طالبانو اخلي.
د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي، د دواړو هېوادو ترمنځ د ۱۳۵۱کال معاهدې لهمخې د هلمند له سینده، د ایران د ایران د اوبو حق تامینوي.
پاکستان افغان محصلانو ته تازه بورسونه اعلان کړل
پاکستان پرون د راروانو درېیو کلونو لپاره افغان محصلانو ته د «علامه اقبال» په نوم د تحصیلي بورسونو د پروګرام درېیم پړاو اعلان کړ.
د دغه پروګرام له مخې ټاکل شوې افغان محصلانو ته په دغو درېیو کلونو کې ۴۵۰۰ تحصیلي بورسونه ورکړل شي.
که څه هم په افغانستان کې د پاکستان د تحصیلي بورسونو په اړه شکونه او بدبینۍ شته، خو پاکستان وايي یوازې به روانه میاشت څه باندې ۲۲زره محصلان په انلاین ډول په دغه تحصیلي پروګرم کې ګډون وکړي.
ویل شوي، دغه بورسونه د طب، انجنیرۍ، کرنې او نورو برخو کې دي او ۳۳ فیصده یې نجونو ته ځانګړي شوي دي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق دا افغان محصلانو ته تر ټولو محبوب بورسونه بللي دي.
طالبانو د نجونو پر منځنیو او لوړو زده کړو بندیز لګولی او په وروستي مورد کې یې په طبي انستیتیوتونو کې د نجونو او ښځو تعلیم هم منع کړ.
د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې د نجونو پر تعلیم خبرې کېږي
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر تعلیم او تحصیل د طالبانو محدودیتونه دوام لري نن په پاکستان کې په یوه دوه ورځنۍ غونډه کې پر دغه بندیز بحث کېږي.
ټاکل شوې د اسلامي همکاریو د سازمان (Organization of Islamic Cooperation (OIC) ) دغه غونډه چې د ۴۷ هېوادونو ۱۵۰ استازي په کې برخه لري، نن شنبه په اسلام اباد کې پیل شي.
د پاکستان د پوهنې وزارت پرون جمعه ویلي، په دې غونډه کې د طالبانو استازو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو معلومه نه ده چې طالبان په کې برخه اخلي که نه.
ویل شوي، د دې غونډې یو هدف، په اسلامي هېوادونو په ځانګړي ډول افغانستان کې د نجونو او ښځو د تعلیم په برخه کې پر پرتو ستونزو او محدودیتونو بحث دی.
د پاکستان د پوهنې وزیر خالد مقبول صدیقي ویلي، په دې غونډه کې د نوبل د سولې جایزې ګټونکې او د ماشومانو د تعلیم فعالې ملالې یوسفزۍ ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
ملالې پرون پر هغې د برید دوولسو کلونو پوره کېدو په مناسبت ویلي، په افغانستان کې نجونې تر همدردۍ زیات څه ته اړتیا لري.
د امریکا په لاس انجلس کې پراخ اور لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه کړي
د امریکا په لاس انجلس کې د هستوګنې په څوسیمو کې د تیرو څو ورځو د لګیدلو اورونو په نتیجه کې لږترلږه لس کسان مړه شوي او څه باندې لس زره کورونه او ودانۍ ویجاړې شوې دي. په ډیرو سیمو کې اورونه له کنټروله وتلي او اور وژونکي یې تراوسه د مړه کولو هڅې کوي.
د راپورونو له مخې په لاس انجلس کاونټي کې شاوخوا ۱۷۹ زره کسان له خپلو کورونو ایستل شوي او شاوخوا دوه لکه نورو ته له خپلو کورونو د وتلو خبرداری ورکړل شوی او هرکله چې ورته امروشي باید خپل کورونه پریږدي.
یل کیږي چې دغو اورونو تراوسه د څه باندې اته ملیارډ ډالرو زیان رسولی دی.
د لاس انجلس ډیرو هغو سیمو کې چې اورونو په کنډوالو بدل کړي، د خلکو د شتمنیو د لوټ او تالان د مخنیوي لپاره د شپې له خوا ګرزبندیز لګول شوی او په سړکونو او لارو کې د ایالتي ملي ګارډ پرسونل ګزمې کوي.
د کلیفورنیا ایالت د اور وژنې ادارې په وینا دغو اورونو تر اوسه پورې په لاس انجلس کې څه باندې اویا زره جریبه ځمکه سوځولې ده.
هاکان فیدان: ترکیه هر ډول ګواښ له منځه وړلی شي
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وایي، ترکیه دا وړتیا او پیاوړتیا لري چې د هیواد امنیت ته هرګواښ له مینځه یوسي.
ښاغلي فیدان دغه څرګندونې نن جمعه په استانبول کې په یوه خبري غونډه کې څو ورځې وروسته له هغې وکړې چې انقرې په سوریه کې د کرد ځواکونو په وړاندې د پوځي اقدام ګواښ وکړ.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، ترکیه پرځواک او وړتیا سربیره کلکه اراده لري چې د خپلې بقا لپاره ټول ګواښونه په نطفه کې شنډ کړي.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې د ښاغلي فیدان اشاره د سوریې په شمال کې هغو کرد وسله والو ته وه چې انقره یې د کردستان د کارګرانو له ګوند پي کې کې سره په تړاو تورنوي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه وویل چې ترکیه نیت نه لري چې په سوریه کې د بشار اسد د رژیم له ړنګیدو وروسته د دې هیواد د خاورې کومه برخه ونیسي.
د لکي مروت د تښتول شویو کان کیندونکو له ډلې ۸ تنه بېرته موندل شوي
د پاکستان امنیتي چارواکي وايي د یوه کان د هغو کارګرانو له ډلې چې افراطي وسلوالو د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې تښتولي وو، ۸ تنه یې موندل شوي دي.
د پولیسو یوه افسر محمد اعجاز ویلي، چې د دغو کارګرانو د ژغورنې عملیات د هغوی له تښتونې وروسته پیل شول.
افراطي وسلوالو پرون سهار د خیبرپښتونخوا په لکي مروت کې د کان د کارګرانو پر موتر په یوه کمین کې حمله وکړه او ۱۶ تنه یې له ځان سره بوتلل.
اعجاز ویلي، دا حمله هغه وخت وشوه، چې دغه کارګران لکي مروت سیمې ته نږدې د کانونو یوې پروژې ته پر لار وو. هغه نور جزئیات نه دي ورکړي.
اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د امنیتي چارواکو په وینا راپور ورکړی، هغه کان چې دغو کارګرانو په کې کار کاوه، د پاکستان د اټومي انرژۍ د کمیسیون و.
د سویس د بهرنیو چارو وزارت د ایران په یوه زندان کې د خپل یوه وګړي مړینه تایید کړه
دغه وزارت ویلي، چې په تهران کې د سویس سفارت د دې پېښې په اړه د ایران له چارواکو سره په تماس کې دی.
تر دې مخکې د ایران د قضائیه قوې خبري اژانس میزان پرون د سمنان ولایت د لوی څارنوال محمد صادق اکبري په وینا راپور ورکړی و، چې ویلي یې وو د سویس یوه وګړي د دغه ولایت په یوه زندان کې ځان وژلی دی.
د راپور له مخې د سویس دغه وګړی د «جاسوسۍ» په تور نیول شوی و.
د ایران سپاه پاسداران په وروستیو کلونو کې د ایران لسګونه دوه تابعیت لرونکي وګړي تر ډېره د جاسوسۍ په تور، له غربي دولتونو د امتیاز اخیستلو یا هم د خپلو بندیانو د تبادلې لپاره نیولي دي.