د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

سوریه: په دوو ولسوالیو کې پوځي عملیات پیل شول


د سوریې یو جنګیالی
د سوریې یو جنګیالی

د سوریې یوه څارونکې ډله وايي، په حُمص ښار کې د سوریې امنیتي ځواکونو پوځي عملیات کړي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ وايي د سوریې د امنیتي ځواکونو تازه پوځي عملیات د حُمص ښار پر دوو ولسوالیو متمرکز وو.

دولتي خبري اژانس سانا د یوه امنیتي چارواکي په وینا راپور ورکړی، چې د کورنیو چارو وزارت، د پوځي عملیاتو ډیپارټمنټ په همغږۍ پراخ جنګي عملیات په حمص ښار کې پیل کړل.

د سانا د راپور له مخې په دغو عملیاتو کې جنایتکاران او هغه عناصر په نښه کیږي چې په جرمونو کې دخیل وو، یا یې هم تر اوسه وسله پر ځمکه نه ده ایښې او د پخلاینې مرکزونو ته نه دي ورغلي.

اژانس وروسته د یوه بل امنیتي چارواکي وینا هم رااخیستې چې ویلي یې دي، چارواکو څو اوونۍ مخکې خبرداری ورکړی و، چې د پخواني ولسمشر بشارالاسد د ملېشه وو پاتې کسان لا هم د حُمص ښار په مربوطاتو کې شته.

کله چې د ډسمبر پر اتمه د پخواني ولسمشر بشارالاسد رژیم نسکور شو، د یوې افراطي ډلې هیئت تحریر الشام په مشرۍ د لنډمهالې ادارې اوسنیو چارواکو د پخوانیو سرتېرو او پوځیانو د راجسټر کولو لړۍ پیل کړه او له هغوی یې غوښتنه کړې چې خپلې وسلې تسلیم کړي.

د سوریې د سانا اژانس د راپور له مخې چارواکو په حمص ښار کې، د هغو کسانو د پلټنې لپاره چې وسلې یې نه دي تسلیم کړي او له خپلو چارو یې لاس نه دی اخیستی، پوځيان او وسلوال ځواکونه ولېږل.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د سوریې اوسنیو چارواکو د حمص ښار په ځینو برخو کې پر ګرځېدو راګرځېدو هم بندیز لګولی دی.

ویل شوي د کورنیو چارو وزارت د وادي الذهب او اکرمه ولسوالیو له اوسېدونکو غوښتنه کړې چې لارو سړکونو ته دې نه راوځي، پر کورونو پاتې شي او له امنیتي ځواکونو سره بشپړه همکاري وکړي.

د اکرمه یوه اوسېدونکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې د ارتباطاتو شبکې له کاره لوېدلي، هلته یې د ډزو غږونه اورېدلي او ده سهار مهال ټانکونه لیدلي چې دغې ولسوالۍ ته داخل شول.

په بریتانیا کې دېره د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ مشر رامي عبدالرحمن د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې په دغو دوو ولسوالیو کې د علویانو اقلیت مېشت دی، چې پخوانی ولسمشر بشارالاسد هم د همدغه اقلیت غړی دی.

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي پرون پنج شنبه ویلي، چې اوکراین له سوریې سره د ډیپلوماتیکو اړیکو بیا پیل ته په چمتووالي بوخت دی.

زلینسکي سوریې ته د خپل بهرنیو چارو د وزیر اندري سېبیها د دوشنبې ورځې له سفر وروسته دا خبره وکړه. سېبیها د خپل سفر په اړه ولودمیر زلینسکي ته راپور وړاندې کړ.

د سوریې په اړه په بل تحول کې ویل شوي، چې د دغه هېواد د پوهنې وزیر پرون پنج شنبه هغه اصلاحات راکم کړل، چې د دغه هېواد په تعلیمي نصاب کې تېره اوونۍ پېشنهاد شوي وو.

د هیئت تحریر الشام ډلې په مشرۍ اوسني واکمنان په نصاب کې د اصلاحاتو له اعلان سره له انتقادونو سره مخامخ شول او فعالانو دغه اصلاحات «افراطي» وبلل او ویې ویل چې تر ډېره د مذهبي اقلیتونو په زیان دي.

XS
SM
MD
LG