د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت پرون جمعه ویلي چې د مخکنیو ۲۴ ساعتونو پر مهال د فلسطینیانو په دغه قلمرو کې ۵۹ نور کسان وژل شوي دي.
له دې سره د دغه وزارت په وینا، په څه کم ۱۵ میاشتنۍ جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۵زره ۷۱۷ ته ورسېد.
د غزې روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې نن شنبه ویلي، چې په دې جګړه کې د ټپیانو شمېر ۱۰۸زره ۸۵۶ ته رسېدلی دی.
په غزه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه، چې لومړی حماس ډلې چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه یې تروریستي سازمان ګڼي، د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسرائیل ناببره حمله وکړه.
په هغه حمله کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او شا و خوا ۲۵۰ نور یرغمل شول، چې ویل کېږي شا و خوا ۱۰۰ کسان لا هم له حماس ډلې سره یرغمل دي.
په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت کانګرس ته د هغې موافقې په باب اطلاع ورکړې، چې له مخې یې پر اسرائیل د ۸ ملیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د پېرودلو پېشنهاد شوی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په دې اړه د امریکا د متحدو ایالتونو یوه چارواکي پرون جمعه خبرې کړي او واشنګټن د خپل متحد اسرائیل ملاتړ ته دوام ورکړی، چې په غزه کې یې روانه جګړه د لسګونو زره کسانو د وژل کېدو سبب شوې ده.
په دغه موافقه کې چې باید په کانګرس کې یې د استازو جرګه او مشرانو جرګه هم تصویب کړي، د جنګي جټ الوتکو د مهماتو، جنګي هلیکوپټرو او د توپونو د مرمیو پلور شامل دی.
د امریکا د خبري ویبپاڼې اکسیوس د راپور له مخې، په دغه موافقه کې کوچني بمونه او سرګلولې هم شاملې دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د دې موضوع په اړه د تبصرې غوښتنې نه دي ځواب کړي.
پرون جمعه د قطر په پلازمېنه دوحه کې په غزې تړانګه کې د اوربند د ټینګښت پر سر د غیرمستقیمو مذاکرو د بیا پیل خبر ورکړل شو.
د حماس ډلې یوه لوړ رتبه چارواکي باسم نعیم ویلي، دغه مذاکرې په غزه کې پر دایمي اوربند او له دغه قملرو څخه د اسرائیلي ځواکونو پر وتلو متمرکزې دي.
قطر، مصر او د امریکا متحد ایالتونه چې د اوربند د هڅو منځګړیتوب کوي له میاشتو راهیسې غواړي د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ مخامخ مذاکرو ته زمینه برابره کړي، خو دغو هڅو په غزه کې د روانې جګړې د ختمولو لپاره لا کومه نتیجه نه ده ورکړې.