دغې کمیټې د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې افغانستان لا هم د ناچاودو توکو په وړاندې یو زیان ګالی هیواد دی.
بلخوا په ماینونو او خطرناکو چاودېدونکو توکو کې ژوبل شوي افغانان وایي په خپل ژوند کې له بیلابیلو ستونزو سره مخ دي.
"د بم په چاودنه کې مې دواړه پېښې پرې شوې"
دا د ننګرهار د اوسېدونکی رحیم د خبرو یوه برخه ده چې اوس په لکړو ګرځي او وايي په خپل ژوند کې له بیلابیلو ستونزو سره مخ دی." معذوره یم، له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ یم، زه خپله د یوې لوېې کورنۍ سرپرست هم یم، د کار کولو بل څوک هم نه لرم، په ډېرې سختۍ مې کورنۍ او ماشومانو ته خواړه برابروم."
د کابل ښار اوسېدونکي نور اغا هم ورته کیسه لري "د ماین په چاودنه کې زما دواړه پښې پرې شوي او یوه سترګه مې ژوبله شوې، ما سره دې ماین چاودنه کې څو نور ملګري هم ټپیان شول، دلته خو موږ له ډیرو زیاتو ستونزو سره مخ یو، معلول انسان ته نه په ټولنه کې او نه په دولت کې څوک حقونه ورکوی، زموږ پر وړاندې اقتصادي ستونزې او د تعلیم دي او زموږ د تګ راتګ برخې کې ډېر ننګونې موجودې دي."
دا په داسې حال کې ده چې د سره صلیب نړیوالې کميټې “ای سي ار سي” د سه شنبې په ورځ (د ډسمبر په ۳۱مه) د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې په ټول افغانستان کې د ماینونو او ناوچادو توکو په چاودنه کې ۴۵۵ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دغې کمیټې ویلي دا مرګ ژوبله د ماینونو او ناچاودیدونکو توکو په ۲۳۴ پېښو کې رامنځته شوې ده.
د سره صلیب نړیوالې کميټې که څه هم نه دي ویلي چې په دې شمیر کې څومره کسان وژل شوي او څومره یې ټپیان دي خو زیاته کړې یې ده چې د قربانیانو له ډلې ۳۵۹ یې یوازې ماشومان دي.
خو د کميټې په خبره دوی په تېر یو کال کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د چاودېدونکو توکو د خطرونو په اړه ۲۴۰ زره افغانانو ته چې ډېری یې ماشومان دي، د عامه پوهاي پروګرامونه وړاندې کړي.
آی سي آر سي په افغانستان کې د ښځو، ماشومانو او معلولینو په ګډون د زیان ګالو ډلو د وضعیت په اړه هم اندیښنه څرګنده کړه او له نړیوالو یې اړمنو خلکوسره د اوږدمهالو مرستو پر رسولو ټینګار کړی دی.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د ماین پاکۍ د یو شمیر موسسو مسوولین وایي سره له دې چې په دې برخه کې لا زیات کار ته اړتیا ده خو د بودجې له کمښت سره مخ دي.
(MATC) چې په افغانستان کې د ماین پاکۍ د ټولو کورنیو او نړیوالو موسسو څارونکې او همغږي کوونکې اداره ده، یو مسوول یې محمد یوسف یوسفي ازادي راډیو ته وویل "اوس مهال د بودجې له کمښت سره ډېر مخ یو، ځکه ډونران (ملاتړي) د تېرو وختونو په شان مرستې نه کوي، که چېرې ډونران مرستې وکړي موږ به له ماینونو ډکې هغه ساحې چې لومړیتوبونو کې مو دي، پاکې کړو، تر څو وکولای شو لږ تر لږه دا ملکي مرګ ژوبلې راکمې کړو،خو که دې موسسو ته بودجه ورنه کړل شي کېدای شي دا تلفات تر ډېرو کلونو دوام وکړي."
د ښاغلي یوسفي په خبره دا مهال په ټول افغانستان د ماین پاکۍ ۹ موسسې فعاله دي چې ۳ یې بهرنۍ او ۶ نورې یې کورنۍ موسسې دي.
د ده په خبره دا موسسې ۲۵۰۰ کارکوونکي لري. پخوا تر دې داسې هم ویل شوي و چې افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ماین پاکۍ د کارکوونکو شمېر د پام وړ کم شوی دی.
د یادونې ده چې د ځمکنیو ماینونو د بندیز نړیوال کمپاین د تېرې نومبر میاشتې په ۲۰ مه په خپل یو راپور کې افغانستان له میانمار او سوریې وروسته دریم هېواد یاد کړی چې تېر ۲۰۲۳ کال کې د ماینونو له امله یې خلکو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې وه.
دغې نړیوالې ادارې ویلي، چې تېر۲۰۲۳ کال کې ځمکنیوماینونو په افغانستان کې ۶۵۰ کسان وژلي او ټپیان کړي دي.
د یادونې ده چې افغانستان له لسیزو راهیسې په دومداره توګه له جګړه ځپلو هېوادونو دی چې هم د جګړو د چاودېدونکو توکو پاتې شونو او هم له وړاندې خښ شوي ماینونه یې وخت په وخت وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.