د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳۰ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۵

خبرونه

پاکستاني جټ الوتکو په افغانستان کې دننه بریدونه کړي دي

د راپورونو له مخې پاکستانۍ جټ الوتکو په افغانستان کې دننه د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي پرمشکوکو پټنځایونو بریدونه کړي دي. ویل شوي چې دغه بریدونه د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د دې ډلې د وسله والو پرپټن ځایونو شوي دي.

تراوسه پورې د پاکستان د حکومت او د طالبانو د حکومت چارواکو په دې اړه رسمي څرګندونې ندي کړي خو د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سې شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې ویلي چې که په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د درنوهوایي بریدونه لومړني راپورونه سم وي نو ښایي طالبان یې ځواب ورکړي. هغه ویلي چې د جګړې پرځای دواړه هیوادونه یوې داسې موافقې ته اړتیا لري چې دا مسله واضح کړي چې هیڅ یوبه اجازه نه ورکوي چې افراد یا ډلې یې له خاورې د بل د امنیت ګواښلو لپاره کارواخلي او پرهغې ودریږي.

ښاغلي خلیلزا همدارنګه ویلي چې د پاکستان استازی په کابل کې دی اوآیا جنرال منیربه هغه ته اجازه ورکړي چې دا خبرې اترې پیل کړي؟ د ښاغلي خلیلزاد اشاره د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ته ده چې کابل ته په سفرکې یې د سې شنبې په ورځ د طالبانو د حکومت د کورنیو او بهرنیو چارو له سرپرست وزیرانو سره لیدنې کتنې ترسره کړې. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې ولیکل چې د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني او د صادق خان ترمنځ کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د لا ښه والي او د موجودو ستونزو د حل لپاره پرمهمو موضوعاتو خبرې وکړې او ښاغلي حقاني غوښتنه وکړه چې د امنیتي او سیاسي ستونزو د حل لپاره دې ګډې هڅې چټکې شي. پاکستاني چارواکو په کراتو کراتو ادعا کړې چې د تحریک طالبان ډلې وسله وال د افغانستان له خاورې پرپاکستان د بریدونو لپاره کاراخلي، هغه ادعا چې افغان طالبانو تل ردکړې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د عدالت نړیواله محکمه نن پریکړه کوي چې اسراییل غزې ته د نړیوالو مرستو د رسیدو په برخه کې کوم مسولیتونه لري

د ملګرو ملتونو لوړ پوړې محکمه به د چهارشنبې په ورځ د هغو ادارو په وړاندې د اسراییل د مکلفیتونو په اړه پریکړه وکړي چې په غزه کې فلسطینیانو ته بشري مرستې چمتو کوي. دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې له نافذ شوي اوربند وروسته مرستندویه ادارو دې ځپل شوې سیمې ته د زیاتو مرستو د لیږدولو هڅې تیزې کړې دي.

په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې ICJ له قاضیانو څخه د "مشورتي نظر" غوښتنه شوې چې په غزه کې د مرستو رسولو د اسانتیا لپاره د اسراییل مسولیت واضح کړي.

ملګرو ملتونو له ICJ څخه وغوښتل چې بې له خنډه د فلسطینیانو د بقا لپاره د اړینو بیړنیو اړتیاو چمتو کولو او اسانه کولو د یقیني کولو په ګډون د اسراییل مسولیتونه، د یوه اشغالګرځواک په توګه د ملګرو ملتونو او نورو ادارو په وړاندې روښانه کړي.

د ICJ دا مشورتي نظر به اجرایي بڼه نه لري خو د محکمې په باورهغه له قانوني او د اخلاقي اعتبار له پلوه دروند وزن لري.

د ۲۰۲۴ کال په جولای کې د عدالت نړیوالې محکمې یو بل مشورتي نظر هم ورکړی و چې پکې ویل شوي وو په فلسطیني سیمو کې د اسراییل اشغال "غیرقانوني" دی او باید ژر تر ژره پای ته ورسیږي.

د عدالت نړیوالې محکمې قاضیان همدارنګه هغه ادعاوې هم اروزی چې د جنوبي افریقا لخوا دې محکمې ته وړاندې شوې او وایي، اسراییل په غزه کې په خپلو کړنو سره د ۱۹۴۸ کال د ملګرو ملتونو د نسل وژنې کنوانسیون ترپښولاندې کړی دی.

پر اوکراین د روسیې په تازه بریدونو کې لږترلږه شپږ تنه وژل شوي

پر اوکراین د روسیې په هوايي بریدونو کې د دووماشومانو په ګډون لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي دي.

د اوکراین ولسمشرولودمیرزیلینسکي دغه بریدونه "ناوړه " بللي او ویلي یې دي چې د پلازمینې په ګډون په لږترلږه لسو سیمو کې دغو بریدونو د انرژۍ او ملکي تاسیساتو ته زیان رسولی دی.

زیلینسکي پرخپله ایکس پاڼه لیکلي، "یوه بله شپه دا ثابتوي چې روسیه له جګړې څخه د وتلو لپاره کافي فشار نه احساسوي.... د ډيپلوماسۍ په اړه د روسیې خبرې ترهغه وخته پورې هیڅ معنی نه لري چې د روسیې مشرتابه د ستونزي جدي احساس ونه کړي."

نوموړي دغه څرګندونې سویډین ته تر سفردمخه وکړې چیرې چې دواړه هیوادونو به خپل ترمنځ د دفاعي همکاریو په اړه خبرې وکړې.

د ویلنیوس هوایي ډګر بیرته فعالیت پیل کړ

د لیتوانیا په پلازمینه ویلنیوس هوايي ډګر کې الوتنې نن چهارشنبې سهار وختي بیا پیل شوې.

د رویټرزخبري آژانس د راپورله مخې د هوایی ډګر چارواکو په یوه بیان کې د هوایي ډګر د فعالیت د بیا پیل اعلان وکړ.

د لیتوانیا د بحران د مدیریت ملي مرکز ویلي، هوایی ډګر د سه شنبې په ماښام وروسته له هغه وتړل شو چې د ګاونډي بیلاروس څخه د قاچاق وړونکو لسګونوبالونونه د پلازمینې فضا ته ننوتل.

دې هوایي ډګرته تلونکې ډیرې الوتنې نورو هوایي ډګرونو ته منحرفې شوې او ځینې بهر ته تلونکې الوتنې لغوه شوې.

دغو محدودیتونو چې د سه شنبې په ورځ په سیمه ایز وخت د شپې په ۱۰:۲۳ بجو لګول شوي و، ۳۰ الوتنې او له ۴۰۰ څخه ډیر مسافر اغیزمن کړل.

د اوکتوبر ۲۴ د پولیو نړیواله ورځ؛ GPEI: "د بودیجې له کمښت سره سره د پولیو له منځه وړل ممکن دي"

نړیوالو روغتیایي چارواکو د سې شنبې په ورځ وویل، سره له دې چې د پولیو د له منځه وړلو د هڅو په تمویل کې د پام وړ کمښت راغلی خو لاهم په نړۍ کې د پولیو له منځه وړل ممکن دي.

د پولیو د له منځه وړلو د نړیوال نوښت GPEI چې د روغتیا نړیوال سازمان او د ګیټس بنسټ پکې شامل دي، بودیجه به په ۲۰۲۶ کې ۳۰ سلنه کمه شي چې تر ۲۰۲۹ پورې به یې تمویل ۱،۷ ملیارډ ډالره له کمښت سره شي. د دې پروګرام یوه ویاند وویل چې د پولیو د له منځه وړلو د هڅو بودیجه ځکه کمه شوې چې د متحدو ایالتونو په ګډون یوشمیرهیوادونو پرمرستو لاس نیولی دی.

د دې پروګرام شریکان وايي، دوی پلان لري چې په هغو سیمو کې په څارنې او واکسین کولو ډیر تمرکز وکړي چیرې چې د پولیو د لیږد له لوړ خطر سره مخ دي.

د GPEI په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې، په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ۳۶ مثبتې پیښې ثبت شوې دي. دواړو هیوادونو کې لا هم د پولیو ویروس له منځه نه دي تللي.

د پولیو د له منځه وړلو نړیوال نوښت د بودیجې د کموالي خبره داسې مهال کوي چې بل سبا جمعه د اوکتوبر۲۴ د پولیو نړیواله ورځ ده. له پولیو د خلاص افغانستان بنسټ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي، دا ورځ د دې لپاره یوفرصت دی چې له پولیو څخه د افغانستان د خلاصیدو ملي هڅو ته پام زیات شي او هرچېرې، هرماشوم ته د پولیو واکسین ورکړل شي.

روانه اونۍ د افغانستان د ختیځو، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو په یوشمیرسیمو کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو د واکسین کمپاین ترسره شو.

روسیې تېره شپه پر اوکراین د بې پېلوټه الوتکو بریدونه کړي

د روسیې هوايي بریدونو د اوکراین په پلازمېنه کییف کې لږ تر لږه دوه تنه وژلي دي.

د کییف ښار یوه چارواکي تیمور تکاچنکو نن (چهارشنبې) وویل چې دا بریدونه د اوکراین د برېښنايي زېربنا پر ضد وو.

تکاچنکو په خپل ټیلیګرام کې ولیکل:

«د پلازمېنې د قربانیانو شمېر دوو تنو ته رسېدلی»،

په داسې حال کې چې نورو چارواکو هم د بې‌پیلوټه الوتکو د پراخو بریدونو خبر ورکړی دی.

د اوکراین د انرژۍ وزیرې، سویت‌لانا ګرینچوک، په فیسبوک کې تایید کړه چې روسیې تېره شپه د اوکراین د انرژۍ پر اساسي تأسیساتو ستر بریدونه کړي دي.

د کییف ښاروال، ویتالي کلیچکو، په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د چهارشنبې په سهار وختي پر پلازمېنې د بې پېلوټه الوتکو بریدونه شوي، چې له امله یې یو شمېر کسان ټپیان شوي او د استوګنې ودانیو ته زیان رسېدلی دی.

اوکرایني چارواکو همداراز ویلي چې د زاپوریژیا په ګډون لږ تر لږه په درې نورو ولایتونو کې ورته بریدونه شوي، چې له امله یې یو شمېر کسان ټپیان شوي او برېښنا پرچاو شوې ده.

دا بریدونه په داسې وخت شوي چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مسکو او کییف دواړو څخه غوښتي چې د اوسنیو کرښو په اوږدو کې جګړه ودروي.

ټرمپ د سې شنبې په ورځ وویل چې له ولادیمیر پوتین سره یې د بوداپست پلان شوې لیدنه لغوه کړې، ځکه نه یې غوښتل چې په داسي ناسته کې برخه واخلي چې نتیجه نه لري.

هند په کابل کې خپل تخنیکي ټیم د سفارت کچې ته لوړ کړ

هند پرون (سې شنبې) اعلان وکړ چې په کابل کې یې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړ کړ.

هندي رسنیو د هند د بهرنیو چارو وزارت په قول ویلي چې دا ګام د دوو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په هدف اخیستل شوی دی.

هند ته د طالبانو د باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي د وروستي سفر پر مهال پرېکړه وشوه چې هند به په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت سطحې ته لوړوي.

له دې وړاندې، د اکتوبر په ۱۰مه د هند د بهرنيو چارو وزير اېس. جې. شنکر اعلان کړی و چې د هند تخنيکي ماموريت به د بشپړ سفارت کچې ته لوړ شي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امیرخان متقي د اکتوبر په ۹مه د يوې اوونۍ په مخه هند ته لاړ. د متقي دغه سفر، چې تر اکتوبر ۱۶مې دوام وکړ، د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته — کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شول — هند ته د طالبانو د یوه جګپوړي چارواکي لومړنی سفر و.

د هند د باندنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په کابل کې به د دوی سفارت د افغانستان په هراړخیز پرمختګ، بشري مرستو او د ظرفیت جوړولو په طرحو کې ونډه واخلي.

هند په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له واک ته رسیدو سره هممهاله خپل دیپلوماتان له کابله وایستل.

قطر د افغانستان لپاره سفیر وټاکه

د قطر امیر، د افغانستان لپاره د خپل هېواد نوی فوق‌العاده او باصلاحیته سفير ټاکلی دی.

د قطر د امير، شيخ تميم بن حمد الثاني، د رسمي اعلاميې له مخې، چې د سې‌شنبې په ورځ خپره شوه، ميردف القاشوطي، چې دا مهال په کابل کې د قطر د سفارت يو لوړپوړی ديپلومات دی، له ۱۷ کلونو څخه زياته ديپلوماتيکه تجربه لري.

نوموړي په ۲۰۰۸ کال کې د قطر له بهرنيو چارو وزارت سره خپله دنده پيل کړه او له هغه وروسته يې په باکو، اوټاوا، بروکسل، او دوحه کې مهمې دندې ترسره کړې دي، چې د دوه اړخيزو او څو اړخيزو ډيپلوماتيکو چارو په برخه کې پراخه تجربه لري.

القاشوطي د متحدو ايالتونو او طالبانو ترمنځ په هغو خبرو اترو کحې هم ښکېل و چې په پایله کې یې د دوحې تړون لاسلیک شو.

هغه د سيمه‌ييزو منځګړيتوبونو او شخړو د حل په هڅو کې هم فعاله برخه لرلې ده.

تر دې وړاندې قطر په افغانستان کې سفر نه درلود.

القاشوطي په داسې وخت کې ټاکل شوی چې قطر لا هم د افغانستان د طالبانو له حکومت سره د ديپلوماتيکو اړيکو، بشري مرستو، سياسي خبرو اترو، او سيمه‌ييز ثبات په برخه کې محوري رول لوبوي.

افغانستان د زیمبابوې په وړاندې د ټیستلوبې درېیمه ورځ او دوهمه أتڼۍ پیلوي

ارشیف- پخوانی عکس
ارشیف- پخوانی عکس

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله، نن د زیمبابوې په وړاندې د ټیستلوبې درېیمه ورځ او خپله دوهمه پاڼۍ په داسي حال کې پیلوي چې پرون یې د یوه لوبغاړي له بایللو وروسته ۳۴ منډې وکړې.

افغانستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې یوازې ۱۲۷ منډې وکړې خو په مقابل کې یې زیمبابوې ۳۵۹ منډې وکړې.

اوس زیمبابوې په داسي حال کې تر افغانستان ۱۹۸ منډې وړاندې دی، چې یوه پاڼۍ هم لري.

پرون افغان لوبغاړي ضیاالرحمن د زیمبابوې ۷ لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان په ټیستلوبه کې له ابراهیم ځدراڼ، حشمت الله شهیدي او رحمان الله ګوربز پرته نور داسي لوبغاړي غوره شوي چې د ملي لوبډلې په نورو فارمټونو لکه پنځوس اوره او شل اوره کې نه لوبېږي.

اوچا وايي، په افغانستان کې د وچکالۍ خطر جدي شوی

د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د روان میلادي کال په اوږدو کې په ټول افغانستان کې د باران کچه د متوسط له عادي اندازې ټیټه پاتې شوې، او د هېواد په شمال، شمال ختیځ، مرکزي او لوېديځو سيمو کې د وچکالۍ خطر جدي شوی دی.

اوچا په خپل تازه راپور کې، چې پرون یې خپور کړی، ويلي، اوسنی حالت د ۲۰۱۸ کال د وچکالۍ له وضعیت سره ډېر ورته والی لري؛ هغه کال چې پکې تر ۳۰۰ زره زيات خلک د وچکالۍ له امله بې‌ځايه شوي وو او شاوخوا ۳.۶ ميليونه کسان د خوړو له سختې بې‌وسۍ سره مخامخ وو.

په راپور کې راغلي چې افغانستان دا مهال له څو هممهاله بحرانونو سره مخامخ دی — لکه د هېواد په ختيځو سيمو کې مرګوني زلزلې، له ګاونډيو هېوادونو څخه د کډوالو د بېرته راستنېدو څپې، او د بشرپالو مرستو د بودجې سخت کموالی.

اوچا خبرداری ورکړی چې نژدې نيمايي افغانان د بقا لپاره فوري مرستو ته اړتيا لري.

اوچا زياتوي چې افغان ښځې او نجونې د ټولنيزو محدوديتونو او له زده‌کړې او کار څخه د محروميت له امله له سختیو کړېږي، او بشرپاله مرستې لا هم د دوی د ژوند د ژغورنې یوازینۍ لار بلل کېږي.

دغه راپور زياتوي چې بېرته راستنېدونکي افغانان داسې مهال هېواد ته راګرځي چې د خدمتونو زيربناوې محدودې، فقر سخت، او وچکالي پراخه شوې ده، چې دې ټولو د بشري وضعيت کړکېچ لا پسې ژور کړی دی.

کابل او شاوخوا سیمې زلزلې ولړزولې

یوې نسبتاً زوروې زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په حساب ۵ اعشاریه یو درجې و، د کابل په شمول د افغانستان یو شمېر سیمې ولړزولې.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اروپا د مديترانې د زلزلو د څېړنې مرکز (EMSC) ویلي، دا زلزله په هندوکش غرونو کې د مځکې له سطحې ۲۴۴ کیلومتره لاندې ثبت شوې ده.

د امریکا د جیالوجیکي سروې ادارې بیا ویلي چې دا زلزله د افغانستان د شپې په ۱۰ بحې او ۱۴ دقیقې وشوه او مرکز یې د بدخشان ولایت له فیض اباد څخه ۴۲ کیلومتره لیرې په اشکاشم ولسوالۍ کې و.

په کابل کې او شاوخوا سیمو کې زلزلې خلک وبیرول او له کورونو څخه راوتلو ته یې اړ ایستل.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG