د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

د کابل-کندهار په لویه لاره کې په دوو مرګونو ترافیکي پېښو کې د لسګونو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو راپور ورکړل شوی دی


ارشیف: یوه ترافیکي پېښه په غزني کې
ارشیف: یوه ترافیکي پېښه په غزني کې

د طالبانو ویاند وایي، د کابل-کندهار په لویه لار د دوو ترافیکي پیښو په ترڅ کې دوه پنځوس تنه وژل شوي او پنځه شپیته تنه نور ټپیان شوې دي.

ذبیح اله مجاهد په یوه اعلامیه کې چې نن یې په ایکسپاڼه کې خپره کړې ده، ویلي دي چې د دې دوو خونړیو پیښو تحقیقات روان دي.

تر دې مخکې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي وو چې د چهارشنبې په ورځ مسافر وړونکي موټر له ټانکرونو سره ټکر شوې دي.

لومړۍ پیښه د غزني اړوند سیمو کې هغه وخت رامنځته شوه چې یو مسافر وړونکی موټر له یوه ټانکر سره چې ګاز یې لیږدول، ولګید.

دوهمه یوه د غزني د ناني په سیمه کې له لومړۍ یوې نژدې پنځلس کیلومتره لرې هغه وخت پیښه شوه چې یو مسافر وړونکی موټر له یوه ټانکر سره ټکر شو.

XS
SM
MD
LG