د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

د کابل-کندهار پر لاره دوو ترافیکي پیښو۵۰ تنه مړه کړي


غزني‌ کې یوه ترافیکي پیښه، ارشیف
غزني‌ کې یوه ترافیکي پیښه، ارشیف

د کابل-کندهار پر لویه لارو دوه خونړیو ترافیکي پیښو کې لږ تر لږه پنځوس تنه مړه او شل نور ژوبل شوي دي. د طالبانو د ځایي چارواکو په وینا، دواړه پیښې پرون چهارشنبه د مسافر وړونکو بسونو او ټانکرونو د ټکر له کبله شوي دي.

لومړنۍ پیښه د غزني په شاهباز سیمه کې د یوه مسافر وړونکي بس او د ګازو د ټانکر ترمنځ د ټکر له کبله شوې ده.

د طالبانو یوې ځایي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې خپور شي پیښه کې د ۱۷ تنو مړینه او د شپاړسو تنو ټپي کېدل تایید کړي دي.
د غزني له همدې سیمې شاوخوا پنځلس کیلو متره لرې د ناني په سیمه کې دویمه ترافیکي پیښه د یوه بل مسافر وړونکي بس او ټېلر ترمنځ د ټکر له کبله شوې ده.

دغې پیښه کې د ۳۳ تنو د مړینې او څلورو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په افغانستان کې وخت نا وخت پر لویو لارو دغه ډول خونړۍ پیښې کیږي چې لامل یې د لارو خرابوالی، د موټر چلونکو بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه رعایت بلل شوی دی.

XS
SM
MD
LG