د طالبانو حکومت په سوریه کې تازه واک ته رسېدلې هیئت تحریرالشام ډلې ته سپارښتنه کړې چې د عمومي عفوې تګلاره غوره کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سوریې د سقوط او واک ته د هیئت تحریرالشام ډلې په مشرۍ د باغي ځواکونو د رسېدو په اړه د مبارکۍ پیغام ورکړی دی.
په هغه اعلامیه کې چې یاد وزارت یکشنبه ناوخته خپره کړې، د تحریرالشام ډلې ته یو لړ سپارښتنې هم شوي چې تر ټولو مهمې یې د عمومي عفوې تګلاره، له نړۍ سره مثبت تعامل او د ټولو په خوښه د نظام جوړول دي.
پر طالبانو د نړیوالې ټولنې او افغان فعالانو لهخوا کلکې نیوکې کېږي چې د عمومي عفوې له اعلان سره سره یې سلګونه پخواني نظامیان بندیان، صحرايي محاکمه یا وژلي دي.
د طالبانو حکومت که څه هم ادعا کوي چې نظام یې د خلکو په خوښه دی او ټول پهکې دي، خو دوی په حکومت کې د چارو واګې خپلو غړیو ته ورکړي.
د طالبانو حکومت همداراز په سوریه کې له ټولو ښکېلو بهرنیو اړخونو غوښتي چې په خپل منځ او هم له نویو واکمنو سره مثبت تعامل او همکاري ولري څو سوریه ښه حکومتولي، ثبات او امنیت ته ورسېږي.
د ابومحمدجولاني په مشرۍ هیئت تحریرالشام ډلې باغي ځواکونه یکشنبه د سوریې پلازمېنه دمشق ونیوه او د اسد د کورنۍ څه باندې نیمه پېړۍ واکمني یې پای ته ورسوله.
په خواله رسنیو د طالبانو ځینې پلویان د بیرغ، اسلامپالې نظریې او ځینو مشابهاتو ته په پام د هیئت تحریرالشام باغي ځواکونو په لاس د سوریې سقوط په اړه مثبت نظریات ورکړي او هرکلی یې ترې کړی دی.
د هیئت تحریرالشام ډلې مشر ابو محمد جولاني کلونه په سوریه کې د القاعدې مشر وو او د امریکا د ترهګرو په لیسټ کې دی او د هغه پر سر یې د لسو میلیونو ډالرو انعام ټاکلی.
طالبانو هم له القاعدې سره نږدې اړیکې پاللي او د القاعدې پخوانی مشر ایمن الظواهري د طالبانو په دویمه واکمني کې د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۳۱مه په کابل کې د امریکا په یوه ډرون برید سره ووژل شو.
د طالبانو او هیئت تحریرالشام تر منځ له القاعده سره د نږدې اړیکو د مخینې، تقریباً یو ډول بیرغونو، اسلامپاله نظریاتو او څو نورو شباهتونو سربېره ځینې ښکاره تفاوتونه هم شته.
د هیئت تحریرالشام په بریا سره سلګونه سوري کورنۍ له ترکیې بېرته خپلو اصلي مېنو ته کډې بار کړي او په لوېدیځو هېوادونو کې مېشتو زرګونو سوریایانو هم د اسد د رژیم د ړنګېدو په سبب ښادۍ او جشنونه کړي.
د افغانستان د جمهوري نظام په ړنګېدو سره بیا برعکس سلګونه زره خلک له افغانستانه وتښتېدل.
په سوریه کې د هییت تحریرالشام ډلې مشر ابومحمدجولاني په لومړۍ ورځ دمشق ته ورسېد او هلته یې په یوه جومات کې د خپلو ځواکونو د بریا په اړه وینا وکړه.
که څه هم د طالبانو د واکمنۍ څه باندې درې کاله وشول، خو لا نږدې ټولو عامو خلکو د دوی رهبر ملا هیبتالله اخندزاده نه له نږدې لیدلی او نه یې کوم نوی عکس یا ويډیو په رسنیو خپره شوې.
د هیئت تحریرالشام ډلې مشر احمد حسین الشرع چې په خپل مستعار نوم ابومحمد الجولاني مشهوره دی، د دمشق تر نیولو مخکې له سيایناین سره په یوه مفصله مرکه کې ژمنه وکړه چې راتلونکی حکومت به د سوريې د ولس په خوښه وي او د دوی جګړه د واک لپاره نه وه.
جولاني دا هم ویلي چې د بیان ازادۍ ته ژمن دی او خپلو کسانو ته اجازه نه ورکوي چې څوک وځوروي.