د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۳

هلمند کې خلک د لويو لارو د رغېدو او د بنسټيزو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي


هلمند کې ولسواليو ته ډېری لارې په دښتونو کې غځېدلي دي، چې ډېری وخت په‌کې چلوونکو او خلکو ته ستونزې هم پيدا کېږي.
هلمند کې ولسواليو ته ډېری لارې په دښتونو کې غځېدلي دي، چې ډېری وخت په‌کې چلوونکو او خلکو ته ستونزې هم پيدا کېږي.

د هلمند باغران، بغني، موسی‌کلا، واشېر، نوزاد، دېشو، خانشین، بهرامچه او ګرمسېر اوسېدونکي وايي چې، یا یې له لښکرګاه سره نښلېدونکې لارې خرابې دي یا هيڅ مشخص سړکونه نه‌‌‌لري.

"کله چې زموږ د کورنۍ غړي ناروغ شي او موږ یې لښکرګاه ته وړو، نو ډېر وخت کېږي چې هغه د لارې په اوږدو کې د ژوند له ګواښ سره مخ شي.
د سيمې يو اوسېدونکی

د دغو سیمو اوسېدونکي وايي، کله چې څوک ناروغ شي یا د نورو عاجلو حالتونو سره مخامخ شي، د لښکرګاه تر ښار پورې د رسېدو لپاره د سړکونو د خرابوالي له کبله زیات وخت ضایع کېږي او ډېری وخت ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د موسی‌کلا ولسوالۍ اوسېدونکي رحیم‌الله ازادي راډيو ته وويل: "کله چې زموږ د کورنۍ غړي ناروغ شي او موږ یې لښکرګاه ته وړو، نو ډېر وخت کېږي چې هغه د لارې په اوږدو کې د ژوند له ګواښ سره مخ شي. سړکونه دومره خراب دي چې حتی له لښکرګاه پورې د رسېدو لپاره مو ساعتونه وخت ضایع کېږي."

د هلمند د بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکي همدارنګه وايي چې، د ژوند د لومړنیو خدماتو لکه روغتیا او تعلیم په برخه کې د حکومت له‌‌خوا هيڅ جدي هڅې نه‌‌دي شوي.

هلمند کې د يوې لارې انځور
هلمند کې د يوې لارې انځور

دوی د حکومتي ادارو او مرسته کوونکو مؤسسو څخه غوښتنه کوي چې د بیا رغونې پروژې پلي کړي او د دې سیمو د سړکونو او روغتیايي خدماتو شرایط ښه کړي.

داوود، د خانشین ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی دی چې وایي: "موږ ځینې وختونه داسې حالتونه لرو چې په یوه ورځ کې یو څو ناروغان د لښکرګاه تر ښار رسولو ته اړتیا لري، خو د سړکونو خرابوالی د دوی ژوند ته خطر جوړوي. زموږ خلک له‌‌دې ستونزو سره نږدې هره ورځ مخامخ دي."

د هلمند د ټولګټو چارو ریاست د پلان او رغنیزو چارو امر ندامحمد نصرت بيا وایي: "موږ پوهېږو چې دې سیمو کې خلک له سختو ستونزو سره مخامخ دي. موږ هڅه کوو چې د سړکونو او نورو زېربناو د رغونې لپاره هلې ځلې وکړو، خو د تېرو ۲۰ کلونو جګړو له کبله ډېری پروژې ځنډېدلي دي."

هلمند د تېرو شلو کلونو جګړو له امله زیات ځپل شوی او د دې ولایت ډېری سیمې د جګړو له کبله تخریب شوي دي.

په ټولیزه توګه، د هلمند د ولسوالیو اوسېدونکي له حکومت څخه غواړي چې د دې سیمو د سړکونو د بیا رغونې لپاره جدي اقدامات وکړي.

د سړکونو د خرابوالي او د زېربناو د کمبود له امله، د دې ولایت خلک له بې‌شمېره ستونزو سره مخامخ دي، په ځانګړې توګه د ناروغانو لپاره چې د لښکرګاه تر ښار رسېدل پرې ستونزمن او ځنډېدلی وي.

XS
SM
MD
LG