د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

د هلمند اوسېدونکي: د مخابراتي شبکو د ټيټ کيفيت له امله له ستونزو سره مخامخ يو


د مخابراتي شبکو پایې
د مخابراتي شبکو پایې

د هلمند خلک وايي چې، په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو ستونزې لاهم پر ځای دي او شبکې د معیاري خدماتو د وړاندې کولو توان نه‌لري.

دوی وايي، د انټرنيټ ټیټ کیفیت، د اړیکو پرله‌پسې پرې کېدل او د خدماتو لوړ لګښت هغه ستونزې دي چې د خلکو ورځنی ژوند یې اغېزمن کړی.

د ښار یو اوسېدونکی حاجي عبدالله وايي: "هر ځل چې موږ انټرنيټ ته اړتیا ولرو، کیفیت یې ډېر خراب وي. موږ پیسې ورکوو، خو د انټرنيټ سرعت دومره ټیټ وي چې زموږ اړتیاوې نه‌‌‌شي پوره کولی."

یو بل اوسېدونکی شاولي شکایت کوي او وايي چې، زیات وخت ورڅخه شبکې پیسي غلا کوي.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "د افغان بیسیم شبکه زموږ ډېرې پیسې اخلي، خو کله چې اړیکې ونیسو، یا کار نه‌‌‌‌کوي یا هم غږ ډېر خراب وي. موږ د دې ستونزې حل غواړو."

د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکی عزیزالله وايي: "په هلمند کې انټرنيټ د نورو ولایتونو په پرتله ډېر ګران او بې‌‌‌کیفیته دی. د مخابراتو ریاست باید دا ستونزه په جدي ډول تعقیب کړي."

خلک وايي، د انټرنيټ بيې لوړې، خو کيفيت يې ټيټ دی
خلک وايي، د انټرنيټ بيې لوړې، خو کيفيت يې ټيټ دی

په هلمند کې اوس‌‌‌مهال روشن، افغان بیسم، ايم‌ټي‌اين، اتصالات او سلام مخابراتي شبکې فعالیت لري.

که څه هم دې شبکو د خلکو اړتیاوې ځینو برخو کې پوره کړې دي، خو د انټرنيټ ټیټ کیفیت، د پیسو غیر عادلانه اخیستل او د اړیکو کمزورتیا هغه ستونزې دي چې خلک یې له‌‌‌دې شبکو ناخوښه کړي دي.

د هلمند اوسېدونکي له حکومت او د مخابراتي شبکو له مسوولینو غوښتنه کوي چې د نورو هېوادونو په‌‌‌څېر دې په ارزانه بیه انټرنيټ او غږیزې اړیکې وړاندې کړي.

دوی وايي، که دا ستونزې ژر حل نه‌‌شي، نو خلک به لا زیات د ستونزو سره مخامخ شي.
د هلمند د ولایت لپاره د طالبانو د مخابراتو ريیس ملا امان‌الله شبیر د دې ستونزو په اړه وايي: "موږ د مخابراتي شبکو له مسوولینو سره په تماس کې یو او هڅه کوو چې په‌‌‌دې برخه کې ښه‌‌‌والی راولو. د خلکو شکایتونه پر ځای دي او موږ به هڅه وکړو چې د انټرنيټ قېمتونه راکم او کیفیت یې لوړ کړو."

د افغانستان د مخابراتو وزارت مسوولینو په تازه څرګندونو کې ویلي چې، په هېواد کې به د انټرنیټ، غږیزو اړیکو او پیغامونو (میسجونو) بیې ۳۰سلنه ټیټې شي.

د دې اقدام موخه د مخابراتي خدمتونو د لاس‌رسي پراخول او خلکو ته د اسانتیاوو برابرول دي.

د مخابراتو وزارت په وینا، دا پرېکړه د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي او د مخابراتي خدماتو د پراختیا لپاره شوې ده او تمه ده چې په هېواد کې د ټکنالوژۍ او اړیکو په برخو کې مثبت بدلون راولي.

XS
SM
MD
LG