د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۹

له حقوقي دوسیو سره-سره ډونالډټرمپ بیا د امریکا منتخب ولسمشر شو


ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

اته اویا کلن ډونالډ ټرمپ د امریکا ۴۷م ولسمشر شو.

د ډونالډټرمپ لنډه پېژندنه

ډونالډټرمپ په ۱۹۴۶ میلادي کال کې د نیویارک په یوه بډایه کورنۍ کې وزېږېد.

ټرمپ د فرېد ټرمپ زوی او د هغه د پنځو اولادونو په ډله کې څلورم دی.

د ټرمپ پلار په نیویارک کې د املاکو او جایدادونو یو کاروباري و چې خپل زوی ډونالډټرمپ ته یې میلیونونه ډالره پور ورکړ، چې خپله سوداګریزه امپراطوري پرې پيل کړي.

ټرمپ په تنکۍ ځوانۍ کې د نیویارک پوځي اکاډمۍ کې شامل شو.

نوموړیپه ۱۹۶۸ کال کې د وارټون په نوم سوداګریز ښونځي نه فارغ شو.

ټرمپ په ۱۹۷۷کال کې د هغه مهال د چک او سلواکیا له یوې اوسېدونکې ایوانا زلنیچکوا سره واده وکړ. که څه هم هغوی ګډ ژوند ته دوام ورنه‌کړ او سره جلا شول، خو درې ماشومان یې پيدا شول.

ټرمپ بیا په ۱۹۹۳کال کې له موډلې مرلا مپلس سره واده وکړ. دوی ۱۹۹۹ کال کې یو له بله طلاق واخیست او یوه لور یې پاتې شوه.

ډونالډټرمپ په ۲۰۰۵ کال کې د سلوینیا له یوې موډلې میلانیا کنوس سره واده وکړ او ۲۰۰۶ کال کې یو زوی وشو.

میلانیا لا هم ټرمپ سره ګډ ژوند ته دوام ورکړی او د یوې بلې دورې لپاره به هم د امریکا د لومړۍ مېرمنې په توګه پاته وي.

ټرمپ څنګه تر بیا ولسمشرۍ را ورسېد؟

ډونالډ ټرمپ چې د غچ اخیستنې په فکر سره ولسمشریزو سیالیو ته ودانګل، یو ځل بیا د امریکا ولسمشر شو.

ټرمپ د نومبر د پنځمې نېټې په ټاکنو کې له بریا سره خپل، یعنې د جمهوري غوښتونکو ګوند له پاشل کېدو وژغوره او پر هغو حقوقي قضیو غالبه شو چې د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۱ کال ترمنځ د هغه د لومړۍ دورې ولسمشرۍ پورې تړلې دي.

د ټرمپ پلار په نیویارک کې د املاکو او جایدادونو یو کاروباري و چې خپل زوی ډونالډټرمپ ته یې میلیونونه ډالره پور ورکړ، چې خپله سوداګریزه امپراطوري پرې پيل کړي.
د ټرمپ پلار په نیویارک کې د املاکو او جایدادونو یو کاروباري و چې خپل زوی ډونالډټرمپ ته یې میلیونونه ډالره پور ورکړ، چې خپله سوداګریزه امپراطوري پرې پيل کړي.

اته اویا کلن ټرمپ د امریکا تر ټولو مسن یا زړو سیاستوال دی چې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې یې وګټلې.

تر دې وړاندې جوبایډن په ۲۰۲۰ کال د ۷۷ کلنۍ په عمر ټاکنې ګټلې وې.

ډونالډ ټرمپ چې ټاکل شوې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په شلمه نېټه لوړه وکړي، د امریکا ۴۷م ولسمشر شو او هغه د متحده ایالتونو ۴۵م ولسمشر هم پاتې شوی دی.

ټرمپ د امریکا په تاریخ کې دویم ولسمشر دی چې، له یوې څلورکلنې وقفې وروسته یې بیا ټاکنې وګټلې.

تر دې ۱۳۰ کاله وړاندې ګرور کلیفلنډ ( Grover Cleveland ) چې د امریکا ۲۲م او ۲۴م ولسمشر و، همداسې له یوې څلور کلنې وقفې وروسته د ولسمشرۍ دویم پړاو بشپړ کړ.

د ټرمپ په وړاندې حقوقي دوسیې

ټرمپ د امریکا لومړنی ولسمشر و چې د خپلې لومړنۍ دورې پر مهال دوه ځله استیضاح شو او دغه راز لومړنی ولسمشر و چې په جرم محکوم شو.

ټرمپ داسې مهال د خپلې ولسمشرۍ دویمه دوره پيلوي چې لا هم د هغه په وړاندې دوه جنایي دوسیې د تعلیق په حالت کې دي.

یوه دوسیه په ۲۰۲۰ کال د هغې ادعا په اړه ده چې ویل کېږي، ټرمپ هڅه کوله جوبایډن ته د واک د سوله‌ییز انتقال پروسه ګډه وډه کړي او بله دوسیه په جورجیا ایالت کې د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې د ده د لاس‌وهنې په اړه ده.

د هغه درېیمه حقوقي دوسیه چې تېره جولای میاشته کې رد شوه، په ناقانونه توګه د محرمو اسنادو د ساتلو په اړه وه.

د ټرمپ ګڼ‌شمېر پلویان او مینه‌وال له هغه سره په‌دې خبره کې یوه خوله وو چې د بایډن په وړاندې یې د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې ناکامي نه منله.

د ټرمپ پلویانو د نوموړي د هغه دریځ ننګه هم کړې چې د خپلو سیاسي مخالفانو په ضد یې سوزونکې خبرې کړي او د ځان په وړاندې حقوقي دوسیې یې "د شیشکو ښکار" بللی دی.

د کډوالو په وړاندې د ټرمپ توند دریځ

د هغو نظر پوښتنو له‌مخې چې له رایه ورکونکو څخه ترلاسه شوي، ټرمپ د کډوالۍ په وړاندې د توند دریځ او دغه راز د خوراکي موادو او د کورونو د لوړو بیو او کرایو له کبله امریکایانو ته لومړۍ درجه د باور وړ نوماند و.

ټرمپ د ټاکنیزو منډوترړ پر مهال خپل ځان د امریکا د اصلاح لپاره یو غوره نوماند باله او ادعا یې کوله چې امریکا ناقانونه کډوالو تسخیر کړې ده.

د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د هغه یو شعار چې د مینه‌والو زړونه یې ګټلي و، دا و چې "امریکا به یوځل بیا لویوي."

د ټرمپ هغو ژمنو هم هغه مهال ډېر مینه‌وال پيدا کړل چې ویلې يې و، ښه سوداګریز تړونونه به رامنځته کړي او د نړۍ په کچه د امریکا د درناوي د بیا ژوندي کولو لپاره به پوځي بودجه زیاته کړي.

ډونالډ ټرمپ چې په خپل تخلص سره د نړۍ په کچه مشهورې اسمان څکې ودانۍ او هوټلونه لري د امریکایانو ترمنځ یې دا جمله هم مشهوره ده چې خپله ټلوېزیوني خپرونه کې به یې ویل "تاسو له دندې ګوښه یی."

ډېری کسان په‌دې باور دي چې ټرمپ به د فساد هغه جرړې هم وباسي چې، د ده د ادعا له‌مخې واشنګټن کې حکومت ورسره مخامخ دی.

دا ځل نو ټرمپ له سیاسي ډګر بهر کوم سیاستوال نه‌دی، بلکې هغه کس دی چې توپانونه یې له سره تېر کړل او ثابته یې کړه چې د نړۍ په کچه یو سرسخته رهبر دی.

د افغانستان په اړه د ټرمپ تګ‌لاره

د ډونالډ ټرمپ د لومړنۍ واکمنۍ یوه جنجالي معامله له طالبانو سره هغه هوکړه وه چې، له‌‌مخې یې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو مهال‌وېش وټاکل شو.

د ټرمپ مخالفانو هغه هوکړه واک ته د طالبانو د بیا رسېدو پيلامه وبلله، خو خپله ډونالډ ټرمپ بیا پر مخکېني ولسمشر جوبایډن او د هغه مرستیاله کامالا هریس تورنه کړه چې وضعیت یې سم مدیریت نه‌کړ.

د ټرمپ په خبره د همدې خراب مدیریت له کبله خبره دې ته ورسېده چې روسیه ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین یرغل وکړي.

ډونالډټرمپ د اوکراین او منځني ختیځ د جګړو د پای ته رسولو ژمنه هم کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG