د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

پکتیا کې ماشومانو ته د کیسه لیکلو او رسامۍ کانکور جوړېدل؛ ګډونوال یې له جوړېدو خوښي څرګندوي


په پکتیا کې د لیکلو او رسامۍ کانکور له مراسمو یو انځور
په پکتیا کې د لیکلو او رسامۍ کانکور له مراسمو یو انځور

د افغانستان د ماشوم د ادبیاتو کور په پکتیا ولایت کې ماشومانو ته د کیسه لیکلو او رسامۍ کانکور جوړ کړ.

دا کانکور د افغانستان د ماشوم ادبیاتو کور له‌خوا په میرزکي ولسوالۍ کې درې اوونۍ مخکې پیل شوی و چې پایلې یې پرون د وږي په ۳۱مه اعلان شوې.

لسګونه ماشومانوهم نجونو او هلکانو په دغه سیالیو کې برخه اخیستې وه.

په پکتیا کې د لیکلو او رسامۍ له سیالیو یو انځور
په پکتیا کې د لیکلو او رسامۍ له سیالیو یو انځور

ښوونکي او انځورګر محمدالله مسعود چې دا کانکور یې په زیار جوړ شوی و، ازادي راډیو ته یې وویل: "په دې سیالۍ کې غوره کسانو ته جایزې، کپونه او مډالونه ورکړل شول، البته دا سیالۍ د کبۍ او منوک په نوم جوړې شوې وې، ټولو ۳۴ کسانو ته په کې جایزې ورکړل شوې، په ۲۴ کسانو کې ۱۰ نجونې وې او ۲۴ هلکان وو."

کبۍ او مونوک ماشومانو ته د افغان کیسه لیکوال او ناول لیکوونکي محب زغم د چاپ شوي ناول نوم دی، دا په ناول کې د دوو کرکټرونو نومونه دي چې کبان دي.

مسعود وايي، مخکې یې دا ناول ماشومانو ته لوستی و، هغوی ډېر خوښ کړی و، نو ځکه یې د دې سیالیو نومونه د ماشومانو په خوښه کبۍ او مونوک وټاکل.

د دغه کانکور ګډون کوونکي ماشومان هم د داشان سیالیو له جوړېدو خوښ دي.

له ډلې یې حسیبې او امان‌الله ازادي راډیو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

حسیبه وايي: ما ښه رسم زده‌کړ، ښې کیسې مې په کې وکړې، مونږ ته یې ښې ښې ډالۍ راکړې، مونږ یې تشویق کړو.

حسیبه وايي: "ما ښه رسم زده‌کړ، ښې کیسې مې په کې وکړې، مونږ ته یې ښې ښې ډالۍ راکړې، مونږ یې تشویق کړو، مونږ ډېر خوشحاله یو چې نن د کبۍ سیالۍ کې اعلان شو."

امان‌الله وویل: "مونږ د ماشوم د ادبیاتو له کور څخه ډېره مننه کوو چې مونږ یې وستایلو، ډېر خوشحاله یو چې ستایل کېږو."

د ډېری دی ماشومانو عمرونه له لسو کلونو ښکته وو.

د ماشوم د ادبیاتو کور مسوولان وايي چې په کابل او نورو ولایتونو کې به هم ورته پروګرامونه جوړ کړي.

د دغه کور مشرې خالدې تحسین ازادي راډیو ته وویل: "د ماشوم د ادبیاتو کور هڅه کوي چې د ماشومانو د استعدادونو د ودې په برخه کې ګټور کارونه تر سره کړي، په تېره کې هم دغه کور ورته سیالۍ جوړې کړې وې."

خالده تحسین
خالده تحسین

د ماشوم ادبیاتو کور په ۱۳۹۱ کال په کابل کې خپل فعالیتونه پیل کړي دي.

دغه کور په تېره کې ماشومانو ته د ورته سیالیو د جوړولو تر څنګ د ماشومانو د ادبیاتو د ودې په برخه کې نورې غونډې او سیمینارونه هم جوړ کړي او په چاپي برخه کې یې ورته کار کړی، خو اوس په جلاوطنۍ کې د خپلو ټولنیزو پاڼو له لارې فعالیت لري.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG