د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

پر سوريه د اسراييل بريد؛ د ۱۴ کسانو د وژل کېدو او تر ۴۰ د ډېرو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی


پر سوريه د اسراييل د يو بريد انځور
پر سوريه د اسراييل د يو بريد انځور

د سوریې چارواکي وايي، چې د اسراییلو په برید کې ۱۴ کسان وژل شوي او تر ۴۰ زیات نور ټپیان دي.

د سوریې دولتي خبري اژانس سانا ویلي، اسراییلو د سوریې د حما ولایت مصیاف ښار په څنډو کې پرون هوایي بریدونه کړي.

د بریدونو له امله یوه لار تخريب شوې او ګڼو کسانو ته مرګ‌ژوبله رسېدلې ده.

د یوه روغتون مشر فیصل حیدر ویلي، د ۱۴ کسانو مړي ور وړل شوي او ۴۳ نور ژوبل دي.

د سوریې دولتي اژانس یک‌شنبه لومړی ویلي وو، ځینې پوځي اهداف ویشتل شوي.

هم‌مهاله رویټرز ویلي، په‌دې بریدونو کې د کیمیاوي وسلو د څېړنې یو مرکز چې ایراني کارپوهان په‌‌کې په کار بوخت وو هدف ګرځېدلی.

ایراني چارواکو دوشنبه دا ادعا رد کړې.

په لندن کې مېشت د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې ویلي، په وژل شویو کې لږ تر لږه څلور ملکیان شامل دي.

دې ډلې ویلي، لږ تر لږه څلور هوايي بریدونه د مصیاف ښار په څنډو کې شوي، چې ځینو سیمو کې یې له امله اور هم لګېدلی.

اسراییل په وروستیو کلونو کې د سوریې دننه بریدونه کوي او اکثر د سوریې پوځیان یا د ایران ملاتړي ګروپونه په نښه کوي، خو ډېر کم د خپلو دغو بریدونو یا عملیاتو په اړه خبرې کوي.

مصیاف باندې مخکې کلونو کې هم اسراییلو ځینې بریدونه کړي.

تېر کال د اسراییلو یوې څېړندوی ډلې ویلي وو، چې ایران د سوریې د پوځي صنایعو د کنټرول په لټه کې دی.

د غزې د جګړې له پیل راهیسې، په سوریه کې پر ځینو سیمو باندې اسراییلو ته منسوب بریدونه زیات شوي او هغه سیمې چې ویل کېږي د ایران او یا د سوریې د هوایي مدافعې سره تړلې ملېشې په‌کې دي، څو ځلې په نښه شوي دي.

تېره میاشت سپاه‌ پاسداران اعلان وکړ، چې د دغه پوځي سازمان د هوايي ځواک یو افسر احمدرضا افشاري په سوریه کې د یوه هوايي برید له کبله ژوبل او بیا یې وروسته ساه ورکړه.

سږ کال بیا د اپرېل په لومړیو کې په دمشق کې د ایران په کونسلګرۍ په برید سره چې، پړه یې پر اسراییل اچول شوې څو ایراني پوځیان له هغې ډلې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو یو جګپوړی قومندان محمد رضا زاهدي ووژل شول.

د دغه برید په ځواب کې ایران د اپریل په ۱۳مه نیمه شپه پر اسرايیلو د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه وکړل.

XS
SM
MD
LG