د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

د پاکستان په لویو ښارونو کې سوداګرو اعتصاب کړی


په پاکستان کې یو تړل شوی بازار
په پاکستان کې یو تړل شوی بازار

په پاکستان کې نن سوداګرو اعتصاب کړی دی.

دوی په ټولو لویو ښارونو کې د برښنا د بیو د زیاتېدو او پر دوکانونو د نویو مالیاتو د وضع کېدو له امله په دې اعتراض لاس پورې کړی دی.

د صدراعظم شهباز شریف حکومت په تدریجي توګه د برښنا بیې زیاتې کړي دي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف

اسلام‌اباد وروسته تر دې دا پرېکړې وکړې چې تېره میاشت یې د پیسو له نړیوال صندوق یا "آی‌ایم‌ایف" سره یوه تړون لاسلیک کړ چې نورې اووه میلیارډه ډالر پور ترلاسه کړي.

اسوشېټېډپرېس اژانس لیکي چې په پاکستان کې د قیمتونو لوړوالي په پراخه کچه ناخوښي رامنځته کړې او لاریونونو ته یې لار هواره کړې ده.

په ټول پاکستان کې نن عامه بازارونه بند دي، یوازې درملتونونه او هغه دوکانونه چې لومړني خوراکي مواد پلوري پرانیستې دي.

د اعتراض کوونکو یوه مشر کاشف چوهدري وویل، هغو کسانو چې خپل دوکانونه نه دې تړلي علت یې دا دی چې عام خلک په تکلیف نه شي.

دوکانونه په پلازمېنه اسلام‌اباد کې بند شوې دي، اسلام‌اباد ته نژدې په راولپنډۍ کې هم دوکانونه تړل شوي، همداراز په لاهور او کراچۍ کې دا اعتصاب روان دی.

د دې اعتراض غوښتنه د پاکستان د جماعت اسلامي مشر نعیم‌الرحمان کړې او د سوداګرو اکثرو ټولنو او اتحادیو یې ملاتړ کړی دی.

په خیبرپښتونخوا کې د سوداګرو د ټولنې عمومي مشر احسان‌الله باچا امریکا غږ ته وویل چې په خیبیرپښتونخوا کې بازارونه په بشپړ ډول تړل شوي دي.

د ده په وینا، یوازې په لویو ښارونو کې نه، په کلیو کې لا دوکاونه بند شوي دي.

احسان الله باچا زیاته کړه، که چېرته حکومت مالیات لرې نه کړي د دوی کاربندیز به دوې ورځې نور دوام وکړي.

د دې اعتصاب هدف دا دی چې حکومت اړ کړي چې د برښنا په بلونو کې وروستی زیاتوالی او هغه جنجالي مالیه بېرته لغوه کړي چې له "آی‌ایم‌ایف" سره له وروستیو خبرو اترو وروسته رامنځته شوي دي.

د پیسو نړیوال صندوق له پاکستانه غواړي چې د پور د ورکړې په بدل کې مالیات زیات او منسجم کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG