د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۰

روغتیا نړیوال سازمان: له ایران او پاکستانه راستنېدونکي افغان کډوال جدي روغتیايي ستونزې لري


په داسې حال کې چې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د جبري ستنونې لړۍ په چټکۍ سره روانه ده، د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، ډېرې دغه کورنۍ د شدیدو تنفسي انتاناتو، خوارځواکۍ او د پوستکي د ناروغیو په ګډون له جدي روغتیايي ننګونو سره مخ دي او روغتیايي اسانتیاوو ته اړتیا لري.


ډبلیو ایچ او د مۍ ۱۹ ناوخته په خپله ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه د یو ویډیويي پیغام په خپرولو سره ویلي، دا سازمان او شریکان یې له ایران او پاکستانه راستنېدونکو کورنیو ته په تورخم، اسلام‌کلا او سپین بولدک کې ژوند ژغورونکي روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

په همدې حال کې، له پاکستان او ایرانه یو شمېر ستنې شوې کورنۍ وايي، له یوې خوا اقتصادي ستونزو او له بلې خوا د دوی په ماشومانو او لویانو کې بیلابیلو ناروغیو، دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

له پاکستانه تازه ستون شوی مدثر، چې اوس مهال له خپلې لس کسیزې کورنۍ سره په جلال‌اباد کې مېشت دی، وايي:

"دا یوه یا یوه نیمه میاشت وشوه چې له پېښوره مو کډې راوړې دلته جلال‌اباد ته، دلته مریضي ډېره شوې ده، ماشومان ناروغان پراته دي، اسهالات او تبې کوي، کار روزګار شته دی نه، او پیسې موږ دومره نه لرو چې شخصي روغتونو ته ناروغان یوسو، خو په دولتي روغتونو کې امکانات نشته، ډېر په بد وضعیت کې یو."

له ایران څخه یو ستون شوی کډوال، سردار اغا، چې په کابل کې مېشت دی، د روغتیايي اسانتیاوو له نه شتون شکایت لري. دا وايي د اته کسیزې کورنۍ سرپرستي ور‌په‌غاړه ده او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی:

"دا دوه میاشتې وشوې له کله چې له ایران نه راستانه شوي یوو، ماشومانو ته مو بیلابیلې ناروغۍ لکه د ستونې درد، تبې او شری یا سرخکان پیدا شوي دي، په روغتونو کې هم امکانات نشته او موږ یې په شخصي روغتونو کې د تداوۍ وسه نه لرو، ځکه دلته نه کار شته نه روزګار. همدا اوس زه په کرایې کور کې اوسیږم چې کرایه یې هم نه شم پیدا کولای."

له دې وړاندې هم یو شمېر ستنې شویو کډوالو له ازادي راډیو سره په خبرو کې په افغانستان کې د روغتیايي اسانتیاوو له کمښت شکایتونه کړي وو.

د یادونې ده، چې ډبلیو ایچ او وار له مخه، په تېرې اپرېل میاشت کې د مارچ په پرتله، د شري، نس ناستي، کانګو، ډینګي او ملاریا په مثبتو پېښو کې د اندېښنې وړ زیاتوالي راپور ورکړی دی.

د مۍ په ۱۹، دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي، چې په اپرېل میاشت کې د دغو ناروغیو څه باندې ۱۶۳ زره مشکوکې پېښې ثبت شوې، چې په ټوله کې یې له ۳۸۰ زیات کسان مړه کړي دي.

د راپور له مخې، تنفسي ناروغیو او شري افغانان ډېر اغېزمن کړي، چې نږدې ۱۴۷ زره مشکوکې مثبتې پېښې یې او له ۳۷۰ زیاتې ورنه د مړینې پېښې ثبت شوې دي.

له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د جبري ستنونې لړۍ لا هم په چټکۍ سره روانه ده، او هره ورځ لسګونه کورنۍ خپل هېواد ته ستنېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې په تېره اپرېل میاشت کې له ایران او پاکستانه ۲۵۰ زره کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي، چې له دوی څخه یو لک او ۷ زره یې په جبري ډول له دواړو هېوادونو ایستل شوي دي.

په بیان کې راغلي، چې راستانه شوي کډوال په اندېښنه او رواني فشار کې، په افغانستان کې له ناڅرګندې راتلونکې سره مخ دي.

دا اندېښنې په داسې حال کې دي، چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلي واکمنۍ وروسته، د نړیوالو د مرستو د کمېدو له امله، د دې هېواد کمزوری روغتیايي سیستم له لا نورو ننګونو سره مخ شوی.

د روغتیا نړیوال سازمان د روانې مۍ په لومړیو کې خبرداری ورکړی و، چې د ۲۰۲۵ میلادي کال تر پایه به د افغانستان د څه باندې زر روغتیايي مرکزونو له ډلې، نیمایي یې وتړل شي.

د دغه سازمان د افغانستان د څانګې مشر، ایډوین سینیزا سلوادور، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي و، چې د روان کال له پیل راهیسې، چې امریکا له افغانستان سره مرستې ځنډولي، تر اوسه درې میلیونه افغانان له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې شوي دي.

نوموړي دا هم ویلي و، چې په افغانستان کې د موجوده ۱۰۶۸ روغتیايي مرکزونو له ډلې، چې دوی سره ثبت دي، ۳۶۴ تړل شوي او ویره شته، چې د کال تر پایه ۲۲۰ نور مرکزونه هم وتړل شي.

XS
SM
MD
LG