د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

شپږیزې لیګ ښه ارزول؛ افغان څارونکي: په دغو سیالیو کې ځوانانو ته ډېر د لوبېدو چانس ورکړل شو


د عظمت‌الله عمرزي په لوبډلشمرۍ امو نهګانو لوبډلې د دې سیالیو اتلولي خپله کړه او په دې سره دا لومړی وار شو چې دا لوبډله په پای لوبه کې بریا خپلوي.
د عظمت‌الله عمرزي په لوبډلشمرۍ امو نهګانو لوبډلې د دې سیالیو اتلولي خپله کړه او په دې سره دا لومړی وار شو چې دا لوبډله په پای لوبه کې بریا خپلوي.

د کرکټ یو شمېر افغان څارونکي د شپږیزې سږنی لیګ ښه ارزوي او وايي، ځوانانو ته په کې د ډېر لوبېدو چانس ورکړل شو.

د عظمت‌الله عمرزي په لوبډلشمرۍ امو نهګانو لوبډلې د دې سیالیو اتلولي خپله کړه او په دې سره دا لومړی وار شو چې دا لوبډله په پای لوبه کې بریا خپلوي.

دا د شپږیزې لیګ نهم پړاو و چې د افغانستان د ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو په کې برخه واخیسته.

د کرکټ یو شمېر افغان څارونکي همدې ته په کتو د شپږیزې سږنی لیګ ښه ارزوي او وايي، د مشهورو او تکړه لوبغاړو ترڅنګ د ځوانو استعدادونو لوبېدل د افغان کرکټ د راتلونکې لپاره یو ښه زېری دی.

د کرکټ افغان څارونکی سمیع‌الله هلال ازادي راډيو ته وویل، که څه هم له اقتصادي اړخه ښايي د شپږیزې سږنی لیګ د کرکټ بورډ لپاره ښه نه و، خو ځوانو استعدادونو ته د چانس ورکولو او د دوی د ځلېدا له اړخه د افغان کرکټ د راتلونکې لپاره یو ښه زېری و.

د شپږیزو له سیالیو یو انځور
د شپږیزو له سیالیو یو انځور

هلال وویل: "سږ کال شپږیزه کرکټ لیګ کې ستوري لوبغاړي له ځوانو لوبغاړو سره یو ځای ولوبېدل، او همدا و چې یو شمېر ځوان لوبغاړي د ښه کارکردګۍ سره د لېستونو په سر کې راغلل، ذبید اکبري، الله محمد غضنفر، وفي‌الله ترخېل او صدیق اتل هغه ځوان لوبغاړي وو چې سږ کال لیګ کې ښه ولوبېدل او ښې لاسته راوړنې یې درلودې."

د کرکټ بل افغان څارونکی قسیم هلال هم سږنی سیزن ښه ارزوي او وايي، اوس نو د افغان کرکټ بورډ مسوولیت دی چې له رامنځته شویو استعدادونو د کرکټ په بېلابېلو فارمټونو کې ګټه واخلي.

هلال وايي: "که چېرې دغه سیالۍ نه وروسته په ځوانانو کار وشي او دوی په بهرنیو لوبغالو کې وروزل شي او بیا ملي لوبډلو ته راوستل شي، بیا به دوی د افغانستان لپاره ښې لاسته راوړنې ولري."

خو دی وايي، د نندارچیانو او مینه‌والو له اړخه سږنی لیګ خوندور نه و او لامل یې دا ګڼي چې د دغه سیالیو لپاره له وړاندې کمپاین نه و شوی.

بل کرکټ پوه ابراهیم مومند هم د شپږیزې لیګ مدیتریتي ستونزو ته اشاره کوي او وايي، لوبغاړو ته په وخت د دغه لیګ په اړه معلومات نه ورکول، د لوبغاړو په اړه د لوبډلمشرانو پوره معلومات نه درلودل او د کابل کرکټ لوبغالي کې ستونزې هغه څه وو چې دا لیګ یې یو څه پیکه کړی و.

مومند ازادي راډيو ته وویل د دغه ډول سترو لیګونو له پیل وړاندې اړتیا ده چې کرکټ بورډ پوره تیاری ونیسي.

مومند وايي: په دغه ډول لیګونو چې څومره لګښتونه کېږي باید له اوله ښه منظم شي، لوبغاړو ته په وخت معلومات ورکول شي او دقیقې نېټې ورته وښودل شي او دا د کرکټ بورډ مسوولیت دی.

هغه زیاتوي: "تاسو ولیدل چې د دغه سیالیو لپاره هېڅ ډول تمریناتي کمپونه ونه شول، لوبډلمشرانو د خپلو لوبغاړو په اړه معلومات نه درلودل، لوبډلمشران ډېر وروسته پوه شول چې د لوبډلو توازن برابر کړي. په دغه ډول لیګونو چې څومره لګښتونه کېږي باید له اوله ښه منظم شي، لوبغاړو ته په وخت معلومات ورکول شي او دقیقې نېټې ورته وښودل شي او دا د کرکټ بورډ مسوولیت دی."

په دې اړه د افغانستان کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

شپږیزه کرکټ لیګ چې د پنځو لوبډلو تر منځ د اګست میاشتې په ۱۲مه پیل شوې و، پرون د اګست په ۲۴مه پای ته ورسېد.

که څه هم د سږ کال په سیالیو کې کوم بهرني لوبغاړي برخه نه وه اخیستې، خو د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي چې ډېری وخت په بهرنیو لیګونو کې بوخت وي، په دې سیالیو کې یې برخه اخیستې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG