افغانستان
شپږیزه؛ امو لوبډلې په روانو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه وګټله
د افغانستان د کورني کرکټ شپږیزه لیګ د نهم پړاو په ۷مې سیالۍ کې امو نهنګانو د ۶ وېکټو په توپیر بُست ساتونکو ته ماتې ورکړه.
یاده سیالي چې نن جمعه د کابل پر وخت سهار ۹:۰۰ بجې پیل شوې وه، بُست لومړۍ پاڼۍ ترسره کړه او د ۱۴۶ منډو هدف یې وټاکه.
د ساتونکو په توپوهونکو کې اعجازاحمدزي ۳۷ او دروېش رسولي ۳۶ منډې وکړې.
د امو په توپ اچونکو کې بیا شرفالدین اشرف ۲ او ذبید اکبري یوه وېکټ واخیسته.
نهنګانو ورکړل شوی هدف د ۴ وېکټو په تاوان په ۱۷م اور کې پوره کړ او پهدې سره یې تر دوو ماتو وروسته په روان ټورنمنټ کې لومړۍ سیالي وګټله.
یادې لوبډلې ته عبدالمالک ۶۲ او شرفالدین ۳۵ منډې وکړې، چې د لوبې غوره لوبغاړی هم اعلان شو.
د ویلو ده چې پهدې سیالۍ کې د امو لوبډلې مشري عظمتالله عمرزي کوله.
د ورځې دویمه سیالي د مس عینک اتلانو او بندا میر ښامارانو ترمنځ پیل شوې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
افغانستان د لومړي ځل لپاره د تیکواندو له آیټيايف جام څخه د سپینو زرو مډال ترلاسه کړ
د افغانستان د سپورت او بدني روزنې ریاست پرون په یوه بیان کې وویل چې، د تیکواندو د آیټياف د نړیوال جام لوبې پرون پای ته ورسېدې.
په بيان کې راغلي، پهدې لوبو کې افغان لوبغاړي امیرعليزاده په ۵۹ کیلوګرامه وزن کې د سپینو زرو د مډال او د نړۍ د نایب اتل د مقام په ګټلو بریالی شو.
پهدې لوبو کې چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکنډ کې ترسره شوې، د نړۍ د ۲۰ هېوادونو لوبغاړو برخه اخیستې وه.
په يادو سیالیو کې بل افغان لوبغاړي رحمتالله حبیبي هم ګډون کړی و، خو د مډال په ګټلو بریالی نهشو.
کرکټ؛ سبا د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ پایلوبه ترسره کېږي
ټاکل شوې چې د افغانستان او بنګلهدېش د کرکټ ملي لوبډلې سبا دوشنبې، په خپلو کې د درېیو، یو ورځنیو لوبو په وروستۍ سیالي کې سره مخامخ شي.
د دې لوبې ګټونکی به د ټول سیریز ګټونکی هم وي.
د سبا ورځې لوبه به هم د متحده عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کې وي او د پلان لهمخې د کابل په وخت د ماسپښین په دوه نیمو بجو به پیل شي.
د افغانستان او بنګلهدېش د لوبلړۍ لومړۍ لوبه افغانستان د چهارشنبې په ورځ د ۹۲ منډو په توپیر وګټله، خو په دوهمه لوبه کې پرون بنګلهدېش افغانستان ته د ۶۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
افغانستان د راروانې ډسمبر میاشتې په ۱۱مه له زیمبابوې سره هم د لوبو یوه لړۍ پیلوي چې درې شل اووریزې، درې یو ورځنۍ او دوه ټېسټ لوبې پهکې شاملې دي.
دا لوبلړۍ به د راروان ۲۰۲۵ کال د جنوري تر ۶مې پورې دوام وکړي.
ملاله يوسفزۍ: نړیوال باید د افغان ښځو د حقونو لپاره د هغوی ترڅنګ ودرېږي
د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې او د نجونو د تعلیم د حق فعاله ملاله یوسفزۍ وايي چې، نړیوال باید د افغان ښځو د حقونو لپاره د هغوی ترڅنګ ودرېږي.
ملالې یوسفزۍ پرون له سکای نیوز چینل سره په مرکه کې وویل، دې له نړیوالو قوانینو سره سم په افغانستان کې د ښځو د حقونو د سیستماتیک خونديتوب لپاره هڅې پیل کړې دي.
ملاله وايي، داسې رهبرانو ته اړتیا ده چې د افغان نجونو او ښځو د حقونو لپاره هڅه وکړي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دا څووم ځل دی چې ملاله د افغان ښځو په ملاتړ غږ اوچتوي.
طالبانو په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې پر ښځو د محدودیتونو کړۍ راتنګه کړې او پهدې ترڅ کې یې د نجونو پر ثانوي او لوړو زدهکړو بندیزونه اعلان کړي دي.
د طالبانو د امربالمعروف او نهي عنالمنکر په هغه نوي قانون کې چې په تېره اګست میاشت کې نافذ شو، په ټولنه کې د ښځو د چلند پر څرنګوالي هم پراخ محدودیتونه وضع شوي دي.
نن او سبا د هېواد په يوشمېر سينديزو حوزو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلابونو اټکل شوی
د هېواد د هواپېژندنې ادارې نن او سبا دوشنبې د هېواد په یوشمېر سیندیزو حوزو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او د سېلونو د راوتلو اټکل کړی دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت پرون پر خپله ایکسپاڼه د هواپېژندنې ادارې په حواله خبر ورکړ چې، د لړم په ۲۰مه او ۲۱مه د سمنګان، مزارشریف، بغلان، کندز، تالقان او بدخشان په سیندیزو حوزو کې د بارانونو او د واورو د ویلي کېدو له کبله د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلونو د راوتلو احتمال شته.
په بیان کې دې سیندونو ته د نژدې سیمو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې، احتیاط وکړي او د کوزنیو سیمو خلک له احتمالي خطرونو خبر کړي.
کرکټ؛ بنګله دېش په دوهمې سیالۍ کې افغانستان ته ماتې ورکړه
د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ سیالي د ۶۸ منډو په توپیر د بنګله دېش په ګټه تمامه شوه.
دغه سیالي چې د شنبې په ورځ د کابل پر وخت ماسپښین په شارجه لوبغالي کې پیل شوې وه، بنګله دېش یې پچه وګټله او توپوهنه یې وکړه.
د بنګله دېش په توپوهونکو کې نجمل حسین شانټو ۷۶، ذاکرعلي ۳۷ ناسوځېدلې او سومیا سرکار ۳۵ منډې وکړې.
د افغان توپ اچونکو په ډله کې دا ځل ننګیالي خروټي ۳، الله محمد غضنفر او راشدخان دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبډلې د هدف په دوام ۱۸۴ منډې وکړې، ۴۳.۳ اورونه یې ولوبول او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.
مخکښ منډه جوړونکی رحمت شاه و چې ۵۲ منډې یې وکړې.
بنګله دېش ته ناسوم احمد ۳ لوبغاړي وسوځول.
د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه افغانستان ګټلې ده.
د ویلو ده چې درېیمه سیالي به د نومبر په ۱۱مه نېټه ترسره شي.
د طالبانو حکومت د کوټې د اورګاډي په تمځای کې شوې چاودنه وغندله
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ وویل چې دوی د بلوچستان د کوټې ښار د اورګاډي په تمځای کې شوې چاودنه غندي او په چاودنه کې د وژلو شویو کسانو کورنیو ته تسليت وايي.
د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د رېلګاډو په یوه تمځای کې د ځانمرګي برید له کبله د وژل شویو شمېر ۲۶ تنو ته لوړ شو.
چارواکو ویلي، په ننني دغه برید کې شاوخوا ۶۲ نور کسان ټپیان شوي دي.
یوه ایالتي چارواکي حمزه شفقت ویلي، حمله داسې وخت وشوه چې نږدې ۱۰۰ کسان رېلګاډي ته په تمه وو چې له کوټې څخه راولپنډۍ ته لاړ شي.
د بلوڅان یوې بېلتونپالې ډلې د بلوچستان د ازادۍ پوځ د دې حملې مسوولیت منلی او په یوه اعلامیه کې یې ویلي چې د پاکستان هغه پوځیان یې په نښه کړي چې د رېلګاډي په تمځای کې راغونډ شوي وو.
په پاکستان کې د پولیسو چارواکي وايي، په وژل شویو کې ۱۴ سرتېري هم شامل دي.
بنګله دېش افغانستان ته د ۲۵۳ منډو هدف ورکړ
د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ سیالۍ هم پیل شوې چې بنګله دېش د خپلې توپوهنې پاڼۍ بشپړه کړه او ۲۵۲ منډې یې وکړې.
دغه سیالي چې نن شنبه د کابل پر وخت ماسپښین په شارجه لوبغالي کې پیل شوې ده، بنګله دېش یې پچه وګټله او توپوهنه یې وکړه.
د بنګله دېش په توپوهونکو کې نجمل حسین شانټو ۷۶، ذاکرعلي ۳۷ ناسوځېدلې او سومیا سرکار ۳۵ منډې وکړې.
د افغان توپ اچونکو په ډله کې دا ځل ننګیالي خروټي ۳، الله محمد غضنفر او راشدخان دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبډله په څو شېبو کې د خپلې توپوهنې پاڼۍ پیل کړي.
د ویلو ده چې د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه افغانستان ګټلې ده.
امريکا د ټرمپ د وژنې د هڅې په تور يو افغان وګړی رسماً تورن اعلان کړ
د امریکا په متحدایالاتو کې څارنوالانو پرون جمعه (د نومبر پر ۸مه) د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ او یوې مشهورې ایرانۍ-امریکایي ژورنالېستې د وژلو د توطيې د ادعا لهمخې د یوه افغان وګړي په ګډون پر تورنو کسانو رسماً تورونه اعلان کړل.
د فرانسې خبري اژانس د خبر لهمخې، د امریکا عدلیې وزارت ویلي چې د ټرمپ د وژلو ناکامه دسیسه د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو لهخوا د قاسم سلیماني د وژل کېدو د غچ اخیستو لپاره پلان شوې وه.
د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو قوماندان جنرال قاسم سلیماني په ۲۰۲۰م کال کې د ټرمپ په امر، چې هغه وخت هم د امریکا ولسمشر و، په یوه برید کې ووژل شو.
د امریکا عدلیې وزارت په یوه بیان کې ویلي، ۵۱ کلن فرهاد شاکري، چې په خټه افغان او ګومان کېږي په ایران کې دی، د سپاه پاسداران لهخوا د ټرمپ د وژلو لپاره "موظف" شوی و.
دوو نورو سړیو ۴۹ کلن کارلیسیل ریویرا او ۳۶ کلن جوناتون لوډ هولټ چې د نیویارک اوسېدونکي دي، په جلا توګه په نیویارک کې د یوې ایراني الاصلې-امریکایۍ مخالفې خبریالې د وژلو دسیسه جوړه کړې وه.
دوی دواړه په توقیف کې دي، چې د پنجشنبې په ورځ محکمې ته حاضر کړای شول.
که څه هم د محکمې په اسنادو کې د ایرانۍ الاصلې امریکايي خبریالې نوم نهدی یاد شوی، خو ګومان کېږي دا به مسیح علي نژاد وي، چې د ایران پر رژیم انتقادونه کوي.
ډونلډ ټرمپ، چې د نوامبر پر پنځمه یې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې کامالا هریس ته ماتې ورکړه، سږکال د وژنې له دوو جلا هڅو سره مخ شوی دی، چې یوه د کمپاین په یوه جلسه کې د هغه د غوږ پر یوه برخه د مرمۍ لګېدل و.
د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې نسبتاً شديده زلزله شوې
د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې د نسبتاً شدیدې زلزلې خبرونه ورکړل شوي دي.
ولکانو ډسکوري (Volcano Discovery) وېبسایټ چې د اورشیندنو او زلزلو په باب خبرونه خپروي نن ویلي، چې د زلزلې مرکز د جرم ولسوالۍ د جنوب په ۷۴ کیلومترۍ کې تر ځمکې لاندې ۱۸۰ کیلومتره ژور و او شدت یې د ریښتر په مقیاس ۴ اعشاریه ۴ درجې ثبت شوی دی.
په دغه زلزله کې د اوښتو مالي او ځاني زیانونو په باب څه نهدي ویل شوي.
له پاکستان او ایرانه افغانستان ته د ۱۸۹ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی دی
باختر خبري اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی نن خبر ورکړی، چې پرون د تورخم له لارې ۲۹ کورنۍ، د کندهار د سپینبولدک له لارې ۳۷، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۹ او د هرات د اسلامکلا له لارې ۸۴ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
په خبر کې نهدي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه که په زوره افغانستان ته ایستل شوي دي.
پاکستان د ۲۰۲۳م کال د نوامبر له لومړۍ نېټې د بېاسناده افغان کډوالو ډلهییز اخراج پیل کړی، ورسره له ایرانه هم د افغان پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ روانه ده.