د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

تحلیلګران: د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه پرېکړه کې د بزګرو ستونزو ته پام نه‌دی شوی


يو کروندګر
يو کروندګر

تحلیلګران وايي، د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه پرېکړه یو اړخیزه وه او د بزګرو ستونزو ته پام نه‌دی شوی.

په داسې حال کې چې د طالبانو چارواکو د کوکنارو د کښت په مخنيوي او دې کښتونو په ویجاړولو کې خپل اقدامات بریالي بولي او د افغانستان د نشه‌يي موادو د ګواښ ليري کولو په اړه نړیوالو ته ډاډ ورکوي، خو تحلیلګران بیا د کوکنارو د مسئلې په اړه د طالبانو د حکومت میتود غير واقعبینانه بولي.

په دې اړه د ازادي راډيو همکار مرسلین ارسلا له ځمکې پېژندونکي خلیل احمد نادم سره په تېرو دوه نیمو کالو کې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو د حکومت د فعالیتونو د څرنګوالي او موثریت په اړه مرکه کړې ده.

له نادم څخه لومړی پوښتل شوي چې د طالبانو حکومت د کوکنارو د کښت منع کولو په برخه کې د بزګرانو ستونزې څومره په پام کې نيولي دي؟

دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:36 0:00
XS
SM
MD
LG