د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

محمدخان: د نشې له امله مې د لور په جنازه کې ګډون و نه‌کړای شو


ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر معتادین
ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر معتادین

د لغمان ولایت اوسېدونکی محمد خان له پنځلسو کالو راهیسې د هيرويينو نشه کوي.

دی چې د څپلۍ جوړولو تکړه استاد و او تر نشې مخکې یې د څپلۍ جوړولو کارخانه او شاګردان درلودل وايي چې، د میاشتې مې څلوېښت زره افغانۍ ګټلې، خو کله چې معتاد شوم دوکان مې له لاسه ووت او ټوله سرمایه مې پر نشو راڅخه ولاړه.

دا چې دی ولې معتاد شو او د اعتیاد له امله نور له څه ډول ستونزو سره مخ شوی دی؟ په‌دې اړه یې د زړه خواله کړې ده.

د یادونې وړ ده چې محمد خان دا مهال د معتادینو په یوه روغتون کې بستري دی.

د هغه مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:35 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG