د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

اکپس بنسټ: طالبانو په وروستیو لسو میاشتو کې په ملي او ولایتي کچه ۲۸ فرمانونه صادر کړي


ارشیف: په کابل کې یو تړل شوی سینګارتون. د طالبانو له‌خوا په ټول افغانستان کې سینګارتونونه هم تړل شوي دي.
ارشیف: په کابل کې یو تړل شوی سینګارتون. د طالبانو له‌خوا په ټول افغانستان کې سینګارتونونه هم تړل شوي دي.

اکپس بنسټ وايي، د طالبانو حکومت په وروستیو لسو میاشتو کې په ملي او ولایتي کچه ۲۸ فرمانونه صادر کړي.

د اکپس په نوم یو څېړنیز بنسټ وايي، د طالبانو حکومت د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر میاشتې څخه د ۲۰۲۴م کال تر جون میاشتې پورې په ملي او ولایتي کچه ۲۸ فرمانونه او لارښوونې صادرې کړي.

یاد بنسټ د پنجشنبې په ورځ د جولای په ۲۵مه په یوه راپور کې ویلي، دې فرمانونو کار، روغتیا او رسنیو ته لاسرسی او د نړیوالو مرستو حاکمیت اغېزمن کړی او په کې د ټولنۍ د کنترول اقدامات او د ځمکې د حقونو اړوند فرمانونه هم شامل دي چې تر ټولو زیات یې د ټولنۍ د کنترول په برخه کې صادر شوي دي.

د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د کډوالو چارو وزارت ښځینه کارکوونکې له کاره منع شوې چې دوی یې پر وړاندې اعتراض کړی و. د ۲۰۲۲م کال د اکټوبر ۱۸مه
د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د کډوالو چارو وزارت ښځینه کارکوونکې له کاره منع شوې چې دوی یې پر وړاندې اعتراض کړی و. د ۲۰۲۲م کال د اکټوبر ۱۸مه

اکپس، چې یو خپلواک نړویوال څېړنیز بشري بنسټ دی، په ټکو د طالبانو حکومت هېڅ پخواني فرمانونه او لارښوونې بېرته نه دي اخیستي.

په راپور کې راغلي، د طالبانو حکومت دې فرمانونو، کار ته د ښځو او نارینه‌وو لاسرسی لا محدود کړ چې د کورنیو د عاید د کموالي لامل شوی او د افغانستان لا دمخه ستونزمن اقتصادي وضعیت یې، نور هم اغېزمن کړی دی.

اکپس دغه شان زیاته کړې چې دې پرېکړو، د ډېری افغانانو په منځ کې اضطراب او ناهیلي زیاته کړې چې د زیان رسوونکو بدیلو ستراتیژیو لکه جبري کډوالۍ او د رواني روغتیا او رواني ټولنیز ملاتړ د غوښتنو د زیاتوالي لامل شوي.

د دې بنسټ په راپور کې راغلي چې یو شمېر پرېکړو د غیر دولتي موسسو کار ته د مېرمنو لاسرسی نور هم محدود کړی چې له استثنا پرته په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز دوام لري.

هممهاله یو شمېر هغه مېرمنې چې د خپلو کورنیو سرپرستي ورترغاړې ده او د طالبانو حکومت له‌خوا د ښځو پر کار د بندیز له امله په کور ناستې دي، وايي چې اقتصادي وضعیت یې خورا ناوړه دی.

یوه مېرمن وايي: وروسته له دې چې طالبان راغلل موږ ته د کار اجازه نه‌شته او اوس د خپل اولاد یوه مړۍ ډوډۍ ته حیرانه یم.

یوه له دوی څخه چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل: "خاوند نه‌لرم، دې لپاره چې ماشومانو ته مې یوه مړۍ حلاله ډودۍ پیدا کړم خپله به مې له کوره ووتم او کار به مې کاوه، وروسته له دې چې طالبان راغلل موږ ته د کار اجازه نه‌شته او اوس د خپل اولاد یوه مړۍ ډوډۍ ته حیرانه یم، هېڅ مې فکر نه کاوه چې داسې یو وضعیت به راشي."

د ښځو د حقونه فعاله فوزیه وحدت هم وايي، د طالبانو فرمانونه د ښځو پر ژوند او ټولنیزو خدمتونو ته د هغوی پر لاسرسي خورا ناوړه اغېزې لري.

هغه وايي: "په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو له‌خوا کوم فرمانونه چې وضع شوي، د ټولو فرمانونو موخه یواځې د ښځو محدودل دي، تر ۷۰ زیات فرمانونه صادر شوي او دا ټول یو محدودیت دی چې د ښځو پر وړاندې وضع شوی او طبعاً د ښځو پر وضعیت اغېز کولای شي."

د طالبانو حکومت په افغانستان کې له بیا ځلي واکمنېدو وروسته د افغانانو په ځانګړي توګه د ښځو پر وړاندې د بېلابېلو فرمانونو په صادرولو سره د کار، زده‌کړو، ټولنیز او سیاسي فعالیت، تګ راتګ او نورو برخو کې په دوی محدویتونه لګولي دي.

که څه هم بېلابېلو نړیوالو سازمانونو د دې محدیتونو د لرې کولو غوښتنه کړې، خو د طالبانو حکومت تر اوسه په خپل چلند کې کوم نرمښت نه دی ښودلی او نه یې خپلې پرېکړې بېرته اخیستې دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG