د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

ملګري ملتونه: په جګړو او شخړو کې تر ټولو لوړه بیه ملکیان پرې کوي


ارشیف: په کابل کې پر یوه تونس ډوله موټر چاودنې مرګژوبله اړولې وه.
ارشیف: په کابل کې پر یوه تونس ډوله موټر چاودنې مرګژوبله اړولې وه.

د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان وایي، په جګړو او شخړو کې تر ټولو لوړه بیه ملکیان پرې کوي.

نن د مې ۱۶مه په سوله کې د ګډ ژوند کولو نړیواله ورځ ده.

د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان د دې ورځې په مناسبت د پنجشنبې په ورځ خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په شخړو او جګړو کې تر ټولو ډېره قرباني عام او ملکي وګړي ورکوي.

دغه سازمان زیاته کړې، جګړې د حل‌لارې نه دي او سولې ته جدي اړتیا ده.

دغه ورځ په افغانستان کې داسې مهال رارسېږي چې پر دغه هېواد د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسته که څه هم جکړې ختمې شوي، خو خلک وايي، بشپړه سوله نه ده تامین شوي.

دوی دا هم وايي چې د جګړو اغېزې یې لا هم په ژوند کې محسوسېږي.

د کندهار ولایت اوسېدونکې چیني ګله وایي، د جانان په نوم ځوان زوی یې چې د سرې میاشتې سیمه‌ییز کارکوونکی وه، د تېر جمهوري نظام پر مهال د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې په دغه ولایت کې وژل شوی دی.

دا وایي چې له زوی څخه یې درې ماشومان ځوانه مېرمن پاتې او اوس له سختو اقتصادي کړاونو سره مخ دي.

چیني ګله وايي: زوی چې مې شهید شو ماته یې د زړه او اعصابو ناروغي راواچوله، له هغې راهیسې موږ ډېر بېوزله سو، هېڅ هم نه لرو، ژوندۍ یم، خو په مرګ مې راضي یم، بل زوې مې د کار نه دی.

هغه زیاتوي: "زوی مې شهید شو، درې اولادونه یې پاتې دي، هغه په سره میاشت کې کار کاوه. دا زوی چې مې شهید شو ماته یې د زړه او اعصابو ناروغي راواچوله، له هغې راهیسې موږ ډېر بېوزله سو، هېڅ هم نه لرو، ژوندۍ یم، خو په مرګ مې راضي یم، بل زوې مې د کار نه دی."

د کابل د موسهي ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې په خبره یې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي په راپور کې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې څه باندې څلور کاله مخکې یې پلار په کابل کې پر ستره محکمې په یوه انتحاري حمله کې ووژل شو.

دی د خپل نوم نوم نور احمد یادوي.

هغه وايي: "زما پلار چې په کابل کې د سترې محکمې یو مامور وه په یوه انتحاري حمله کې ووژل شو، له مرګ نه یې اوس څلور کاله او یوولس میاشتې کېږي، له هغه شپږ تنه د کورنۍ غړي بې سرپرسته پاتې شول."

د وژل شوي نور احمد زوی ادعا کوي چې هغه مهال د دې حملې پړه طالبانو منلې وه.

د یادونې ده چې اوس هم په افغانستان کې کله ناکله چاودنې او انتحاري حملې کېږي چې د طالبانو مخالفې ډلې، ډېر ځله یې بیا د اسلامي دولت ډلې (داعش) خراسان څانګه مسوولیت په غاړه اخلي.

بلخوا د سولې د برخې ځینې افغان فعالان په افغانستان کې اوسني وضعیت ته په اشارې وایي چې سوله یوازې د شخړو او جګړو نشتون نه بلکې، ټولنیز او اقتصادي امنیت او په ټولنه کې د ولس ترمنځ عدالت رامنځته کول دي.

له دې ډلې په تېر جمهوري حکومت کې د امنیت شورا د سولې د برخي رییس انتظار خادم ازادي راډیو ته وویل: "د دایمي سولې لپاره باید ثبات رامنځته شي، کېدای شي سوله مقطعي وي، خو ثبات تل دوامداره وي، سوله له عدالت پرته نه شي راتلی. په ټولنه کې د سولې او ثبات راوستو ته د بخښنې او عدالت پرنسیپ عملي کول په کار دي، اړخونه باید هم د ځان او هم د مقابل لوري لپاره مشخص تعریف پیدا کړي."

په تېر جمهوري حکومت کې د امنیت شورا د سولې د برخي رییس انتظار خادم
په تېر جمهوري حکومت کې د امنیت شورا د سولې د برخي رییس انتظار خادم

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په ۲۰۱۷م کال کې په خپل پرېکړه‌لیک ۷۲/۱۳۰ کې د مې ۱۶مه په سوله کې د ګډ ژوند کولو نړیواله ورځ اعلان کړه چې د سولې، زغم، شمولیت، تفاهم او پیوستون د ودې لپاره په منظمه توګه د نړیوالې ټولنې د هڅولو وسیله ده.

د دې ورځې موخه د سولې، پیوستون او همغږي د پایښت لرونکې نړۍ د جوړولو لپاره په توپیرونو او تنوع کې، د ژوند کولو او عمل کولو هیلې ساتل دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG