د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

نوروز او د نوي لمریز کال پيل؛ یو شمېر افغانان: داسې نه ښکاري چې کال نوی شوی وي


د نوي لمریز کال د اعدادو یو ډیزاین شوی تصویر
د نوي لمریز کال د اعدادو یو ډیزاین شوی تصویر

د نوي لمریز کال لومړۍ ورځ يا نوروز؛ هغه چې په تېرو کلونو کې به دافغانستان د نورو ولایتونو ترڅنګ په پلازمېنه کابل او بلخ ولایت کې ورته پراخ ولسي او دولتي جشنونونه جوړېدل او د افغانانانو ترڅنګ به په‌کې د ګاونډيو هېوادونو خلکو هم برخه اخيسته.

خو د طالبانو له بياځلي واکمنۍ راهيسې دا ورځ په رسمي ډول نه نمانځل کېږي.

خلک وايي، نوی کال د پسرلي د هرکلي، د نوي کال د ښېرازۍ، د تېرو ناخوالو د هېرېدو او د نويو هيلو د ټوکېدو په موخه نمانځي.

تېرو کلونو کې به د دې ورځې د نمانځنې لپاره تر ټولو کمساري او پراخ مراسم د بلخ ولايت مرکز مزارشريف په روضه نيول کېدل او هلته به د نوي کال د هرکلي په موخه د جنډې د پورته کېدو مراسم هم ترسره کېدل.

د دې ورځې په درشل کې به ډلې ډلې خلک له نورو ولايتونو د مزارشريف ښار ته تلل.

خو د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته يوازې دا نه چې د نورو پر نمانځلو او ورته پر چمتووالي بنديز لګېدلی؛ بلکې د طالبانو د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د هر ډول موسيقۍ اورېدل هم بند کړي دي.

په مزار شریف کې د طالبانو ځواکونه د نوروز د نمانځلو د مخنیوي لپاره ښار کې ولاړ دي
په مزار شریف کې د طالبانو ځواکونه د نوروز د نمانځلو د مخنیوي لپاره ښار کې ولاړ دي

کابل او بلخ ولايتونه چې د نوي کال لومړۍ ورځ به په‌کې د نورو ولايتونو په پرتله په پراخ ډول نمانځل کېده، يو شمېر اوسېدونکو يې ازادي راډيو سره خبرو کې وويل، سږ کال هيڅ فکر نه‌کوي چې کال دې نوی شوی وي.

د مزار شريف دوه تنه اوسېدونکي عبدالرحمن او خديجه ساپۍ وايي:

" سږ کال په مزار شريف کې د نوروز جشن نه‌شته، جنډه نه پورته کېږي، خلک هم ورته له اقتصادي اړخه نه‌دي چمتو، تېرو کلونو کې به د جنډې پورته کېدو ډېر اغېز درلود، خلک به روضې ته راتلل، سمنک به يې پخوو، هفت مېوې به يې جوړولې، خو سخت کال هيڅ نه‌شته."

" زه ښار ته تللې وم، ډېره خاموشي وه، د نوي کال هيڅ څرک نه و، د نورو ورځو په څېر هر څوک په خپلو کارونو کې بوخت وو، د هيچا له خولې مو د نوي کال په اړه کومه خبره وانه‌اورېده."

د بلخ دا اوسېدونکي وايي، يوازې د ټولنيزو رسنيو له لارې يې خپلو ملګرو ته د نوي کال د رارسېدو له امله مبارکۍ ورکړي دي.

د کابل يو شمېر اوسېدونکي هم وايي چې د نوي کال لومړۍ ورځ تر دې دمه عادي ده او هيڅ رسمي مراسم او نه هم د خلکو له لوري کومې مېلې جوړې شوې دي.

د کابل اوسېدونکې هما رجبي ازادي راډيو ته وويل:

" له بده‌مرغه تېرو کلونو کې چې به د نوي کال په ورځ کوم جشنونه او مېلې وې، هغه سږ کال نه‌شته، يو خو د طالبانو حکومت اجازه نه ورکوي، له همدې امله هم موږ دا ورځ ونه نمانځله، دويم دا چې سږ کال نوروز د روژې په مبارکه مياشت کې راغی، نو له همدې امله هم څوک مېلو ته نه‌ځي، په لږ شمېر هېودوال شايد مېلو او چکرو ته تللي وي، هغوی هم روژه دي."

خو پر ټولنيزو رسنيو يو شمېر داسې ويډيوګانې هم خپرې شوي، چې په‌کې ليدل کېږي د کابل په کارته سخي کې د خلکو له لوري د نوي کال د لومړۍ ورځې په تړاو جنډه پورته کېږي.

دا چې د نوي کال د پيل لپاره ولې مراسم نه‌دي نيول شوي او ايا خلکو ته د نوروز د نمانځنې اجازه ورکول شوې که نه؛ ومو غوښتل په‌دې اړه د طالبانو وياند ذبيح‌الله مجاهد په‌دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

تېره ورځ د طالبانو د حکومت د کابل ښاروالۍ وياند ورځ نعمت‌الله بارکزي ازادي راډيو ته ويلي وو چې دوی د نوي کال د لومړۍ ورځ د نمانځلو لپاره کوم پلان نه‌لري.

د طالبانو د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت چارواکو هم تېر کال ازادي راډيو ته ویلي وو، نوروز د اسلام په دين کې ځای نه‌لري او له همدې امله يې د دوی حکومت هم نه نمانځي او خلکو ته یې هم سپارښتنه کړې چې دا ورځ ونه نمانځي.

د طالبانو له بیا واکمنۍ مخکې افغانانو په شاندارو مراسمو نوروز جشن نمانځه
د طالبانو له بیا واکمنۍ مخکې افغانانو په شاندارو مراسمو نوروز جشن نمانځه

خو یو شمېر دیني عالمان وايي نوروز نمانځل د افغانانو کلتوري او دودیز جشن دی او اسلام د خلکو په عنعنو او دودونو پورې کار نه لري.

نوروز د افغانانو لرغونی کلتوري او دوديز جشن دی چې د لمريز کال په نوي کېدو يې په خوښۍ، مېلو، يو بل ته د مبارکۍ په ورکولو، د سمنګ پخولو، هفت مېوې په جوړولو او دغه راز په نورو رنګارنګ دوديزو خوړولو په چمتو کولو سره نمانځي.

په تېر جمهوري نظام کې به د کال لومړۍ ورځ د نوروز مراسم، دويمه ورځ به د بزګر جشن او درېيمه ورځ به د نوي ښوونيز کال د پيل په موخه د زنګ په وهلو نمانځل کېدې، خو سږ ۱۴۰۳ کال لومړۍ ورځ د طالبانو حکومت پوهنې وزارت د نوي ښوونيز د پيل په توګه اعلان کړې او د نوروز نمانځلو لپاره يې هيڅ مراسم نه‌دي نيولي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG