د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

روغتیا وزارت: بنګله دېشي ډاکټران د شونډو چاک لرونکي افغان ماشومان په وړیا ډول عملیاتوي


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د طالبانو د حکومت د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتي، څو د هغو ماشومانو د وړيا عمليات لپاره نوم‌ليکنه وکړي چې د شونډو چاک لري.

تېره ورځ د ياد وزارت پر ايکس‌پاڼه خپره شوې خبرتيا کې ويل شوي، د روانې کب مياشتې له شپږمې تر اتمې نېټې د کابل په صحت طفل روغتون کې د دغه ډول ماشومانو چې شونډې يې پیدایشي پرې وي، نوم‌ليکنه کېږي او بيا د لسو ورځو په موده کې ياد ماشومان د بنګله‌دېشي ډاکټرانو د يوې ډلې په مرسته عمليات کېږي.

بل پلو د کابل د صحت طفل روغتون سرطبيب ډاکټر محمد اقبال نن ازادي راډيو ته وويل، درې بنګله‌دېشي ډاکټران راغلي او د لسو ورځو په موده کې به د دوی د روغتيايي ټيم په ملتيا ثبت شوي لب چاک ماشومان په وړيا ډول عمليات کړي.

هم‌مهاله يو شمېر هغه کورنۍ چې ماشومان يې د شونډو چاک لري وايي، د اقتصادي ستونزو له امله دوی نه‌شي کولی خپل ماشومان په شخصي لګښت عمليات کړي.

دوی خوښ دي چې ماشومان يې په وړيا ډول عمليات کېږي.

همايون يعقوبي چې د سجاد احمد په نوم يې خپل لس مياشتنی زوی چې د شونډو چاک لري او نن يې د عمليات کولو په موخه ورته نوم‌ليکنه کړې وايي:

" موږ ډېر کوښښ وکړ چې په شخصي ډول يې عمليات کړو، خو دا چې د عملياتو لګښت زيات وو، نه مو شول کولی چې عمليات يې کړو، اوس چې مو مالومات وکړل، په صحت طفل کې دا عمليات وړيا کېږي، ډېر خوشاله شولو، موږ ته هم د دې ماشوم د عمليات کولو زمينه برابره شوه."

د عبدالغفار غیور په نوم یو افغان ډاکټر هم څه موده مخکې د لسګونه ورته افغان ماشومانو د وړیا عملیات خبر ورکړ
د عبدالغفار غیور په نوم یو افغان ډاکټر هم څه موده مخکې د لسګونه ورته افغان ماشومانو د وړیا عملیات خبر ورکړ

بهار کټوازی چې د لوګر اوسېدونکی دی وايي، د محمد نعيم په نوم وراره يې چې د درې کلونو دی د شونډو چاک لري او د وړيا عمليات کولو لپاره يې د کابل صحت طفل ته راويستی دی.

هغه ازادي راډيو ته وويل:

" موږ ډېره مننه کوو، دا ماشوم مو په شخصي لګښت نه‌شو عمليات کولی، اوس چې يې صحت طفل کې په وړيا توګه درملنه کېږي، موږ ډېر خوښ يو، له ډاکټرانو مننه کوو."

دا خلک داسې مهال د اقتصادي ستونزو له امله په شخصي لګښت د لب چاک ماشومانو د نه عمليات کولو خبره کوي چې د روان لمريز کال د سلواغې په اوومه نېټه يو افغان ډاکټر عبدالغفار غيور چې له ترکيې افغانستان ته راغلی و ازادي راډيو ته يې وويل، د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې يې شاوخوا ۵۰۰ هغه ماشومان چې لب چاک او کام چاک يې درلود، په وړيا ډول عمليات کړل.

د ډاکټرانو په خبره په شخصي ډول د شونډو چاک عمليات باندې تر ۶۰زره افغانيو پورې لګښت راځي چې ډېری خلک يې د ورکولو توان نه‌لري.

دا چې افغانستان کې د لب چاک ماشومانو کره شمېر څومره دی، د طالبانو د حکومت د عامې روغتيا وزارت چارواکو په‌دې اړه زموږ پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو د ډاکټرانو په وينا د اميندوارۍ پر مهال د ډاکټر له مشورې پرته د درملو کارول، مناسبو خوړو ته نه لاس‌رسی او پر وخت روغتيايي مرکزونو ته نه رسېدنه، هغه لاملونه دي چې تر زېږون وروسته ماشوم د شونډو چاک لري.

XS
SM
MD
LG