د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

۱۹بنسټونه: ملګري ملتونه دې د افغان ملکیانو پر وړاندې شوي جنایتونه وڅېړي


پر کابل پوهنتون د برید په پایله کې یو شمېر ټپي محصلین. November 2, 2020
پر کابل پوهنتون د برید په پایله کې یو شمېر ټپي محصلین. November 2, 2020

د ملکیانو پر وړاندې د جرمونو د څېړولو لپاره له ملګرو ملتونو د افغانستان د بشر حقونو له غوښتنې د ۱۹ ملي او نړیوالو بنسټونو ملاتړ وشو.

‎دغو بنسټونو ملګرو ملتونو ته په یو لیک کې ویلي چې د افغانستان د بشر د حقونو غوښتنه پرځای ده او په ‌‌‌‌‌‌ډېریو مواردو کې په دې هېواد کې د ملکیانو پر وړاندې تاوتریخوالی او جنایتونه شوي دي.

‎د ارمان شهر بنسټ مشرې او د بشري حقونو نړیوال فدراسیون نایبې ګیسو جهانګیري ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې دغو ټولو سازمانونو د افغانستان د بشر د حقونو له کمېسیونه خپل ملاتړ اعلان کړی او لازمه ده چې ملګري ملتونه دې په افغانستان کې د ملکیانو پر وړاندې تاوتریخوالی په هر اړخېزه توګه وڅېړي.

جهانګیري زیاته کړه: "د افغانستان د بشر د حقونو کمېسیون چې د حیثیت اعادې د لږکیو په ځانګړي توګه د هزاره ګانو د هدفي وژنو، د بشري حقونو مدافعینو، ښځو او نجونو په اړه له غبرګونه ملاتړ شوی او د ملګرو ملتونو له کمیسارۍ نه غوښتنه شوې چې حقیقت موندونکی پلاوی دې افغانستان ته واستوي."

‎دغه لیک چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې ته استول شوی، د بشر د حقونو نړیوال فدراسیون، د انتقالي عدالت ‌‌‌‌‌‌ډلې، د بشر حقونو نړیوال بنسټ، د بښنې نړیوال سازمان او د بشر حقونو ۱۴ نورو بنسټونو او سازمانونو پرې لاسلیک کړی دی.

‎د دې لیک په یوه برخه کې راغلي چې د افغانستان د بشرد حقونو له کمېسیونه ملاتړ کوي او ویلي یې دي چې د ملګرو ملتونو سازمان اقدام کولای شي په دغه هېواد کې د ملکیانو پر وړاندې د خونړیو حملو مخه ونیسي.

‎د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترېش تازه غوښتنه کړې وه چې افغانستان ته د دغه سازمان د څېړونکو یوه ډله د ملکیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو په اړه د حقیقت موندلو لپاره واستوي.

‎د دغه کمېسیون مرستیال محمد نعیم نظري ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیوته وویل چې دغه څېړنې به وکولای شي په افغانستان کې د بشري جنایتونو د عاملانو په اړه په کافي اندازه اسناد راټول کړي: " نوي پیدا شوي ماشومان، ښځې، میندوارې ښځې، مذهبي ځایونه، پوهنتونونه، ښوونځي او په واټونو کې خلکو باندې حملې شوي، دا ټول په درنو جرمونو کې حسابېږي او اړتیا ده چې ملګروملتونو سازمان دغو پېښو ته رسېدنه وکړي."

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون مرستیا محمد نعیم نظري
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون مرستیا محمد نعیم نظري

‎په ورته وخت کې د افغانستان د بشرحقونو خپلواک کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي:

  • د جنایتونو مستند کول.
  • تر ګواښ لاندې د خلکو خوندي کول.
  • د خسارې جبران.
  • د بشریت پر وړاندې د جنایت درېدل.
  • او اوربند د دغه کمېسیون نورې غوښتنې دي.

‎د بشري حقونو ۱۹ ملي او نړیوالو سازمانونو په دغه ګډ سرخلاصي لیک کې لیکلي:

  • بغلان کې د د هلو ټرسټ په نوم د ماین پاکونې موسسې د کار کوونکو وژنه.
  • په کابل کې د سید الشهدا ښوونځي پر زده کوونکو حمله.
  • د کابل پر پوهنتون حمله.
  • د کابل لویدیځ کې د دشت برچي پر زېږنتون حمله.
  • د کابل شوربازار سیمه کې د سیکهانو پر عبادتځي حمله هغه جدي موارد دي چې د ملکیانو پر وړاندې جنایتونه ښیي.

‎دغه لیک کې راغلي چې د بشرحقونو د مدافعینو، د ښځو د حقونو فعالانو، خبریالانو او د مدني ټولنو پر غړو هدفي حملې په زیاتېدو دي او دغه ټولې پېښې جدي او نړیوالو تخصصي څېړنو ته اړتیا لري.

‎ملګرو ملتونو سازمان تر دې دمه د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون دغو ۱۹ نوربنسټونو د لیکونو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG