د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸

په افغانستان کې د زنداني مېرمنو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د دوو ادارو نوی پلان


یو شمېر ښځینه زندانیانې - تصویر له ارشیفه
یو شمېر ښځینه زندانیانې - تصویر له ارشیفه

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه او د مخدرو موادو او جنایاتو د مخنیوي اداره د افغانستان په زندانونو کې د بندي ښځو لپاره هم هغه مهال چې بندیانې دي او هم له زندانه تر خلاصېدو وروسته د ملاتړ د یوه تازه ګډ اقدام خبر ورکوي.

د ملګروملتونو د ښځو څانګې پرون- د لړم ۲۹مه پر خپله وېبپاڼه خبر ورکړ چې د افغان مېرمنو لپاره د دې سازمان ځانګړې استازې الیسون داویدیان Alison Davidian او د مخدروموادو او جنایاتو د مخنیوي د ادارې استازې انوبها سود Anubha Sood په کابل کې له بندي مېرمنو سره د کتنې پرمهال په دې برخه کې د ګډې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د دې پلان له مخې، ملګري ملتونه به د حبس پرمهال او له زندانونو او د معتادانو د درملنې له مرکزونو تر وتلو وروسته د افغان مېرمنو د خوندیتوب، هغوی ته د اساسي روغتیايي خدماتو د برابرولو او په ټولنه کې د د دوی د بیاګډون په برخو کې په خپلو کې همکاري سره کوي.

که څه د ملګرو ملتونو د دې دوو ادارو ترمنځ په دې برخه کې د همکارۍ سند په مارچ میاشت کې په نیویارک کې لاسلیک شوی و، خو د دې سازمان د ښځو څانګې پرون وویل چې د دوی استازو په خپلو کې همکاري د کابل په ښځینه زندان کې د ښځو د خبرو په اورېدو سره عملا پیل کړه.

د راپور له مخې، زنداني مېرمنو د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې استازې ته ویلي چې غواړي بېرته خپلو کلیو کورونو ته ستنې شي، خو په عین حال کې ځینې یې وېرېږي چې د دوی او د دوی د ماشومانو راتلونکې به څنګه کېږي او دا اندېښنه هم ورسره ده چې ایا کورنۍ به یې بېرته ومني که نه.

دوی دا هم ویلي چې غواړي نوي مسلکونه زده کړي څو خپلو کورنیو ته ګټه راوړي.

د مخدروموادو او جنایاتو د مخنیوي د ادارې استازې ویلي، هغو ښځو چې دې د کابل په ښځینه زندان او توقیف خونه کې ورسره وکتل ډېرو یې کوم لوی جرم نه دی کړی، خو په زندان کې د پاتې کېدو له کبله یې ذهني او بدني روغتیا زیانمنه شوې او د بدنامۍ له کبله له ټولنیز ژوند څخه څندې ته شوې دي.

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې - شینکۍ کړوخېل
د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې - شینکۍ کړوخېل

د ښځو د حقونو فعاله او د جمهوری نظام پرمهال د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل وايي، په افغانستان کې د ښځو د حقونو د دفاع لپاره د یوه میکانیزم نشتوالی د ښځو لویه ستونزه ده خو له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې مېرمن کړوخېل زیاتوي چې ملګري ملتونه دا ستونزې حل کولای شي.

نوموړې وایي:

" لویه ستونزه داده چې دا مېرمنې له مالي پلوه زیانګالې دي او یو سیسټم هم نشته چې د دوی دفاع وکړي څو برائت واخلي او هغه کسان چې د دوی پر حقونو یې تېری کړی مجازات شي. زه فکر کوم چې قانون او داسې یو میکانیزم نه شته چې له مېرمنو سره همکاري وکړي خو دا ادارې باید له اوسني حاکمیت سره داسې یو سیسټم جوړ کړي چې ښځې له هغه ادرس څخه د خپلو مشروع حقونو دفاع وکړي او وژغورل شي."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې د ځانګړې استازې مېرمن داویدیان په وینا د ګدې همکارۍ د پلان لوی هدف دا دی چې دا خبره یقیني شي چې باید له دې ښځو سره په زندان کې د استوګنې پرمهال او وروسته په ټولنه کې د هغو له ګډون سره د مرستې په برخو کې تر وسې وسې کار وکړو.

د جمهوریت د سقوط په شپو ورځو کې د پلچرخي په ګډون د افغانستان تقریبا ټول محبسونه له زندانیانو څخه تش شول، خو د طالبانو په واکمنۍ کې معلومه نه ده چې په کوم شمېر ښځې په زندانونو کې دي.

ملګرو ملتونو هم په خپل پروني راپور کې د ښځینه بندیانو شمېر نه دی ښودلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG