د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

د شهزادګۍ هندیه«د افغانستان» مړینه؛ ژوند او هڅو ته یې کتنه


شهزادګۍ هندیه« د افغانستان» - تصویر له ارشیفه
شهزادګۍ هندیه« د افغانستان» - تصویر له ارشیفه

د افغانستان د پخواني پاچا امان الله خان او ملکه ثریا لور، شهزادګۍ هندیه «دافغانستان»، د اکتوبر په ۱۳مه د ماښام شاوخوا ۷ بجې د ایتالیا په روم ښار کې، د ۹۴ کلونو په عمر وفات شوه.

د اغلې هندیې لور، مېرمن ثریا ملک په خپله فیسبوک پاڼه د دې خبر په خپرولو سره لیکلي، چې نوموړې په افغانستان کې په تیرو څلورو لسیزو ګډوډيو کې، تل هڅه کوله چې خپلو هیوادوالو سره مرسته وکړي او د دوی لپاره د نړۍ ملاتړ ترلاسه کړي.

اغلې ثریا ملک لیکلي، د هغو ټپيانو او ناروغانو پالنه کول چې د جهاد په دوره کې روم ته لېږدول کېدل، د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې، د هغوی د ښځو ضد سیاستونو پر وړاندې، د اروپا په بیلابیلو ښارونو کې پرله پسې ویناوې او د جمهوري نظام په دوو لسیزو کې د هغې نه ستړي کیدونکي فعالیتونه، د خپل هیواد او هیوادوالو سره د هغې د مینې بیلګې دي.

هندیې په تیرو څو لسیزو کې بې وزلو ماشومانو او ښځو سره د مرستې لپاره، د بېلابېلو پروژو مشري کوله.

شهزادګۍ هندیه د خپلو همدې هڅو له امله په ۱۳۹۰ کال کې د ازادي راډیو د کال د شخصیت په توګه وپېژندل شوه.

شهزادګۍ هندیه په ۱۳۹۰ کې د ازادي راډیو د کال څېره وه
شهزادګۍ هندیه په ۱۳۹۰ کې د ازادي راډیو د کال څېره وه

نوموړې هغه مهال ازادي راډیو سره په خبرو کې د خپلو فعالیتونو په اړه ویلي وو:

" زه هغه کسانو سره مرسته کوم چې څوک يې غم نه خوري، لکه پوځیان او هغه افغان ماشومان چې روسانو سره د جګړې پر مهال ټپیان شوي و، اروپا او ایټالیا ته به راتلل. ما شاوخوا ٦٥ ماشومان د ١٤ کلونو لپاره وساتل."

افغان لیکوال او شاعر عبدالغفور لېوال وايي، مېرمن هندیې د امان الله خان د کورنۍ، یو له فعالو او هیواد پالو غړو څخه وه.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

" دې د افغانستان د سولې او ملي وحدت په اړه ډیر واضح پیغام درلود، او تل یې په خپلو ویناوو، مرکو او لیکنو کې خپل دا پیغام د افغانستان خلکو ته رسول. "

لیکوال او شاعر عبدالغفور لېوال: شهزادګۍ هندیې د سولې او ملي یووالي واضح پيغام درلود
لیکوال او شاعر عبدالغفور لېوال: شهزادګۍ هندیې د سولې او ملي یووالي واضح پيغام درلود

د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي او د جمهوري نظام د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په خپلو فیس بوک پاڼو د اغلې هندیې د مړیني په خبر، خپله خواشیني څرګنده کړې ده او هغه یې یوه مهربانه، خوش برخورده او په وطن مېنه مېرمن یاده کړې.

هندیه «د افغانستان»، په ۱۹۲۹ کال کې، کله چې شاه امان الله خان او ملکه ثریا، د هند په ممبی ښار کې په جلا وطنۍ کې ژوند کاوه، سترګې نړۍ ته پرانیستې او یواځې د شلو ورځو وه چې له کورنۍ سره یې ایټالیا ته ولاړه.

هندیه د امان الله خان او ملکه ثریا، له نهه ماشومانو څخه یوه وه.

نوموړې خپلې لوړې زده کړې، د روم ښار په «پاپي ګریګوري» پوهنتون کې پای ته ورسولې.

شاه امان الله خان له دې امله چې اغلې هندیه له افغانیت او افغانانو څخه لرې نه شي، «د افغانستان» تخلص پرې ورکیښود.

د اغلې هندیې لور، مېرمن ثریا ملک په خپله فیسبوک پاڼه دا هم لیکلي، چې د مور د جنازې مراسم به یې په روم کې په ډېر مختصر ډول د دوی د کورنیو تر منځ ترسره شي.

XS
SM
MD
LG