د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

اسراییلو یوځل بیا د غزې پر تړانګه هوايي حملې وکړې


پر غزې د اسراییلو له لوري د شویو بریدونو انځور
پر غزې د اسراییلو له لوري د شویو بریدونو انځور

اسراییلو نن یوځل بیا د غزې پر تړانګه هوايي حملې وکړې.

اسراییلو نن وویل چې ځواکونو یې له غزې سره پر ګډه پوله بېرته ولکه ټینګه کړې او د غزې پر تړانګه یې داسې بمباري کړې چې د منځني ختیځ په ۷۵ کلن کړکېچ کې یې ساری نه دی لیدل شوی.

د حماس ډلې وسله وال د شنبې په ورځ د اسراییل خاورې ته ننوتل او هلته یې اسراییلي وګړي په کورونو کې پر لارو او واټونو او د نڅا په یو محفل کې ووژل.

اسراییل له دې برید وروسته ژمنه وکړه چې ډېر سخت غچ به واخلي.

اسراییلي پوځ خپل سلګونه زره احتیاطي پوځیان راوغوښتل او د غزې تړانګه یې چې ۲،۳ میلیون اوسیدونکي لري، له هرې خوا کلابنده کړې ده.

د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې د حماس په برید کې د وژل شویو اسراییلیانو شمېر چې د چارواکو په وینا ډېری ملکیان دي، ۹۰۰ تنو ته لوړ شوی دی.

همداراز لسګونه کسان یرغمل شوي او غزې ته بیول شوي دي.

په غزه کې د چارواکو په وینا د اسراییلو په ځوابي حملو کې تراوسه نژدې ۷۰۰ فلسطینیان وژل شوي او څو ولسوالۍ یې په بشپړ ډول ویجاړې شوې دي.

د ملګروملتونو د راپور له مخې د غزې شاوخوا ۱۸۰ زره خلک بې کوره شوي چې ډېره برخه په ښوونځیو کې یا پر واټونو اوسېږي. نن سهار د غزې آسمان په لوګي پوښلی و، او پر سړکونو د اسراییلي الوتکو د بمباریو له کبله خلکو ته د روغتیايي مرستو د رسولو چاره له ستونزو سره مخامخ ده.

په عین حال کې د اسراییلي پوځ ویاند ریچارد هیخت نن خبریالانو ته وویل چې د حماس ډلې د نژدې یونیم زر تنه وسله والو مړي د اسراییل په خاوره کې دننه موندل شوي دي.

په غزه کې ځایي اوسېدونکي د ویجاړ شویو کورونو څخه د تېرېدو پر مهال لیدل کېږي.
په غزه کې ځایي اوسېدونکي د ویجاړ شویو کورونو څخه د تېرېدو پر مهال لیدل کېږي.

بل خوا د اسراییلو پوځ د غچ اخیستونکو اقداماتو په ترڅ کې پر غزې خوراکي مواد، اوبه،د سونګ توکي او نور اکمالات بند کړي دي. حماس ډلې خبرداری ورکړی چې که اسراییل پر ملکیانو حملو ته دوام ورکړي یرغمل شوي اسرایلیان به ووژني.

دې ډلې ګواښ کړی چې د هر کور د ویجاړېدو په بدل کې به یو اسراییلی یرغمل ووژني.

د حماس برید او د اسراییلو ځوابي اقداماتو په منځني ختیځ کې د ډيپلوماتانو هڅې پر اوبو لاهو کړې ځکه د راپورونو له مخې اسراییل له سعودي عربستان سره د اړیکو د عادي کولو لپاره یوې موافقې ته ډېر نژدې شوی و.

لوېدیځ هېوادونه د اسراییلو کلک ملاتړ کوي خو په عربي او اسلامي هېوادونو کې بیا د فلسطین په ملاتړ پراخې مظاهرې روانې دي.

ایران چې د حماس ملاتړ کوي پر اسراییلو د دې ډلې د حملې ستاینه کړې.

لوی مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي نن وویل چې ایران پر اسراییل د دې برید د تنظمیوونکو لاسونه مچوي خو نوموړي ټینګار وکړ چې هغوی چې فکر کوي په دې کار کې د ایران لاس و، تېروتي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG