د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۸

ملګري ملتونه: روسيې د اوکراين د جګړې له پيل سره خپله مدني ټولنه هم ځپلې ده


په روسيه کې د يوه مخکیني لاريون تصوير
په روسيه کې د يوه مخکیني لاريون تصوير

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې روسیې د اوکراین د جګړې له پيل راهیسې په سیستماتیک ډول مدني ټولنه ځپلې ده.

د روسیې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې راپورترې ماریانا کتزروا په خپل دې راپور کې روسي چارواکي په پراخه کچه د جګړې د منتقدانو په ناقانونه نیول کېدو تورن کړي دي.

په راپور کې راغلي چې نیول شوي کسان " د دوامداره شکنجې او بد چلند" له کبله د مرګ له خطر سره مخامخ دي.

رویټرز خبري اژانس لیکلي، په تېرو شپاړسو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دغه سازمان د پنځو دایمي غړو له ډلې په یوه هغه کې د بشري حقونو وضعیت ارزوي.

روسیه، امریکا، فرانسه، چین او بریتانیا د ملګرو ملتونو دایمي غړي دي چې په امنیت شورا کې دایمي څوکۍ لري.

د ملګرو ملتونو څیړونکو په روسیه کې هغه قانوني محدودیتونه مستند کړي چې د مدني ټولنې د ځپلو او د بشري حقونو د فعالانو یا نورو هغو کسانو ته د سزا ورکولو په خاطر لګول شوي چې د جګړې منتقدان دي.

په راپور کې راغلي چې دغه قوانین تر ډېره په تاوتریخجنه بڼه عملي شوي چې ورسره په سیستماتیک ډول مدني ټولنه ځپل شوې او د ازادو رسنیو فعالیت یې درولی دی.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين لا له وړاندې د خپلو منتقدانو په ځپلو تورن و، خو هغه دغه ادعاوې بې اساسه بللي
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين لا له وړاندې د خپلو منتقدانو په ځپلو تورن و، خو هغه دغه ادعاوې بې اساسه بللي

د راپور له مخې، پر اوکراین د روسیې د یرغل له پيله مسکو د خپلو مخالفانو او د دوی په ټکو خاینانو د سزا لپاره پیاوړي قوانین جوړ کړي دي.

د روسیې لپاره د ملګرو ملتونو راپورترې چې د شویو څیړنو مشري یې کړې تور پورې کړی چې د ماموریت پر مهال یې روسیې د مخنیوي هڅې کړي دي او دا د دې په خبره د بشري حقونو ژمنتیا ته د سیاسي ارادې کموالی ښيي.

مسکو له وړاندې ویلي و چې د بشري حقونو د وضعیت معلومولو له دغې څیړنې سره همکاري نه کوي.

د کریلمین ویاند دیمتري پیسکوف د دوشنبې په ورځ ویلي چې دی د ملګرو ملتونو د راپور په اړه تبصره ځکه نه کوي چې تراوسه یې لوستلی نه دی.

مسکو تر دې وړاندې د دوی د بشري حقونو په تړاو نیوکې بې بنسټه بللي او په اوکراین کې یې د ملکیانو د هدف ګرځولو راپورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG