د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

د طالبانو حکومت: ګاونډیانو سره مو نږدې ۵۰ وسله والې نښتې شوي؛ شنونکي: نښتې د افغانانو په زیان دي


د سپین بولدک - چمن پوله
د سپین بولدک - چمن پوله

د طالبانو د کورنیو چارو مني، چې په تېرو دوو کلونو کې یې د افغانستان له ګاونډیانو سره په پولو نږدې پنځوس ځله نښتې کړي.

د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع له طلوع نیوز سره مرکه کې ویلي، چې ډېری دا وړې او لویې نښتې له ایران، پاکستان، ازبیکستان او ترکمنستان سره شوي دي.

هغه ادعا کړې، چې شخړه لومړی د افغانستان ګاونډیانو په ځانګړي ډول د راکټونو په را توغولو سره پیل کړې او دوی یې پر وړاندې غبرګون ښودلی دی.

قانع له دې هېوادونو غوښتي، چې د افغانستان ځمکنی او هوايي حریم نقض نه‌کړي.

هاخوا یو شمېر امنیتي کارپوهان وايي، په پوله د نښتو د مخنیوي لپاره باید طالبان هغه سرتېري وګماري چې په سرحدي قواعدو پوه وي.

د امنیتي چارو پوه احمدخان اندړ ازادي راډیو ته وویل، اړتیا ده چې ګاونډي هېوادونه هم نړیوالو سرحدي قوانینو ته غاړه کېږدي.

هغه وایي:

" اړینه ده چې زموږ ګاونډیان د نړیوالو اصولو پر بنسټ عمل وکړي او د افغانستان حکومت"طالبان" هم هغه مسلکي کسان چې ملکي اراضي او نظامي چارو باندې پوهېږي، خپلو لیکو ته جذب کړي، څو له ګاونډیانو سره سرحدي مشکلات نور زیات نه‌شي. "

د ایران - افغانستان ګډه پوله
د ایران - افغانستان ګډه پوله

له تېرو دوو کلونو راهیسې چې طالبان بیا په افغانستان واکمن شوي، د دوی ځواکونو څو ځله له ایراني او پاکستاني ځواکونو سره نښته کړې.

په تېره مې میاشت کې هم د طالبانو او ایراني پوله ساتو ترمنځ نښته وشوه چې په پایله کې یو ایرانی پوله ساتی او یو طالب عسکر ووژل شو او دوه ایراني پوله ساتي ټپیان شول.

له نښتې وروسته دواړو لوریو په یوه او بل د نښتې د پیل پړه اچوله او هغه مهال د ایران د پولیسو عمومي قوماندان وویل، هېواد یې چمتو دی چې له سرحدي اصولو او قواعدو د خبراوي لپاره د طالبانو عسکر وروزي.

خو په غبرګون کې یې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي وو، لومړۍ اړتیا ده چې ایراني عسکر دا ډول زده‌کړه وکړي.

طالب عسکرو همدا ډول د تېر کال په ډسمبر میاشت کې د کندهار په سپین بولدک ـ چمن دروازه کې له پاکستاني عسکرو سره نښته وکړه چې له دې نښتې وروسته هم دواړو لوریو یو او بل د جګړې په پیل تورنول.

هغه مهال پاکستاني چارواکو ویلي و چې په دې جګړه کې ۶ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي او طالبانو هم له خپله اړخه د یوه عسکر د وژل کېدو او لس تنو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

تورخم کې د طالبانو سرحدي ځواکونه
تورخم کې د طالبانو سرحدي ځواکونه

په همدې حال کې شنونکی پوهاند بشیر دودیال ازادي راډیو ته وویل، په سرحدي سیمو کې نښتې د سیمې د استخباراتو د کړنو پایله ده، چې د افغانانو په ګټه نه‌دي.

ښاغلی دودیال وایي:

"د سیمې استخبارات په دې نښتو کې چې په مصنوعي ډول رامنځ‌ته کېږي، ګټه لري. دوی د نورو توجه دې کړکېچونو ته را اړوي، خو دلته ډېر اوږده اهداف لري. دا ډول نښتې د سیمې د استخباراتو په ګټه او د افغانانو په زیان دي. "

د ویلو ده، چې د جمهوري نظام پر مهال هم د مخکنیو افغان پوله ساتو او پاکستاني عسکرو ترمنځ نښتې کېدې.

هغه مهال افغان ځواکونو د دې نښتو لامل د پاکستان له‌خوا په افغان خاوره د توغندیو توغول بلل، خو د ياکستان حکومت له دې کاره انکار کاوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG