د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو د ایران د تسنیم اژانس خوشې کړی خبریال له هېواده وتو ته نه پریږدي


د ایران د نیمه دولتي خبري اژانس( تسنیم) لوګو
د ایران د نیمه دولتي خبري اژانس( تسنیم) لوګو

د افغان د خبریالانو مرکز د ایراني رسنیو په حواله خبر ورکړی، چې د افغانستان د نیمه دولتي خبري اژانس تسنیم، عکاس محمد حسین ولایتي د طالبانو له لوري ممنوع‌الخروج اعلان شوی او له افغانستانه وتو ته نه پرېښودل کیږي.

محمدحسین ولایتي، چې د اسد په ۲۸مه د طالبانو له خوا د کابل په هوایی ډګر کې له کوم څرګند دلیل پرته نیول شوی و، د تېرې جمعې په شپه بېرته خوشې او په کابل کې د ایران سفارت ته وسپارل شو.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د اړیکو اوعدالت غوښتنې کمېټې مشرې سمیه ولیزاده ازادي راډیو ته وویل، چې د ښاغلي ولایتي ممنوع‌الخروج کول د بیان له ازادۍ سرغړونه ده.

نوموړې وويل:

" حسین ولایتي څو ورځې مخکې د طالبانو له منګولو خوشې شو، خو له بده مرغه د هغه په وتلو بندیز ولګېده، دا له ژورنالیستیکي قانون سرغړونه ده، د بیان د ازادۍ خلاف کار دی، کوم معلومات چې موږ له ایراني رسنیو څخه ترلاسه کړي دي، د دې خبریال د ممنوع‌الخروج کېدو خبره تاییدوي "

د مېرمن ولیزاده په وینا، د افغان خبریالانو مرکز د محمدحسین ولایتي د خوشې کېدو هرکلی کوي او له طالبانو غواړي چې نور خبریالان او فعالان چې لا هم په بند کې دي، خوشې کړي.

د ایران مهر خبري اژانس د سې شنبې په ورځ د ځینو سرچینو په حواله راپور ورکړ، چې محمد حسین ولایتي له خوشې کېدو وروسته له افغانستان څخه له وتلو منع شوی دی.

د محمدحسین ولایتي د ممنوع الخروج کېدو د خبرې د معلومولو او د خبریالانو او د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د اندېښنو په اړه مو د طالبانو حکومت ویاند له ذبیح الله مجاهد وپوښت ، خو ځواب یې رانه کړ.

تسنیم خبري اژانس مخکې اعلان کړی و، چې دغه کمره مین په یوه غیر کاري سفر افغانستان ته راغلی و.

تسنیم خبري اژانس د ایران نیمه دولتي رسنۍ ده، چې د ایران د سپاه پاسداران له قدس ځواک سره تړاو لري.

افغان الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي هم له څو میاشتو راهیسې طالبانو سره بندي دی
افغان الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي هم له څو میاشتو راهیسې طالبانو سره بندي دی

دا مهال ۷ سیمه ییز افغان خبریالان، چې په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا نیول شوي او افغاني الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي د طالبانو په زندان کې دي.

په افغانستان کې د طالبانو له خوا د خبریالانو نیول او د رسنیو پر کار د دوی نورو محدودیتونو د خبریالانو او د رسنیو د ملاتړو بنسټونو اندېښنې راپارولې دي.

یوې ښځینه خبریالې، چې ویې نه غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې خپور شي،ازادي راډیو ته وویل، چې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې زیاتیدونکي محدودیتونو او نیونو په دې هېواد کې راپور ورکول ستونزمن کړي دي.

دغې خبریالې وویل:

" په افغانستان کې د بیان د ازادي او ژورنالیستیکي کار د هرې ورځې په تېرېدو سره ستونزمن او پېچلی کېږي، د نارینه او ښځینه خبریالانو پر وړاندې دغه محدودیتونه د معلوماتو فضا تنګوي، او ښځینه خبریالانو ته د پروګرامونو د پوښښ اجازه نه ورکول اطلاعاتي بنسټونه له منځه وړي. "

په ورته وخت کې يو نارينه خبريال، چې نه غواړي نوم يې په راپور کې واخيستل شي، شکایت کوي، چې طالبان ځواب ورکونکي نه دي.

دا خبریال وایي:

" په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته یو شمېر خبریالانو یا خپلې دندې له لاسه ورکړي، یا د دوی رسنۍ تړل شوي او بیکاره شوي، او ځینې ژورنالیستان چې غواړي معلوماتو ته لاسرسی ومومي مسولین ځواب نه ورکوي "

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره( نی)
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره( نی)

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې مشر ظریف کریمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې وضعیت دوام د بیان له ازادۍ سره په ټکر کې یاد کړ .

نوموړی وایي:

" دا کار د دې لامل شوی، چې خبریالان په ویره کې خپل کار ته دوام ورکړي. که دا وضعیت دوام وکړي، ممکن د خبرونو او معلوماتي پروګرامونه د پوښښ لپاره خپلواکه او مستقله رسنۍ پاتې نه شي. "

خو د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر څه موده مخکې د « ملت ته د حکومت د حساب ورکونې» په نوم غونډه کې ادعا وکړه، چې د نیول شویو خبریالانو اکثره یې جرمي او شخصي دوسیې لري.

د خبریالانو او رسنیو د ملاتړو مسوولینو په وینا، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې تاوتریخوالی او محدودیتونه زیات شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG