د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

تازه څېړنه؛ د چرسو نشه د معتادې مور په ګېډه کې د ماشوم وده ننګوي


د چرس پلورلو یو دوکان - ارشیف
د چرس پلورلو یو دوکان - ارشیف

یوه تازه څېړنه ښيي، چې د چرسو نشه د معتادې مور په ګېډه کې د هغې د ماشوم د ودې مخه نيسي او جسمي شکل يې هم غير منظم کوي.

دا څېړنه چې د امریکا متحده ایالتونو د مشيګان پوهنتون کړې ښيي، د چرسو نشه د دې سبب کېږي، چې د معتادې مور په نس کې ماشوم کافي وزن و نه لري او د بدن ټول غړي، په تېره بیا د سر جمجمې ته يې ډېر زیان رسېږي.

ډاکټران وايي، چې د چرسو نشه د نورو زیانونو تر څنګ د مور ذهني او رواني ناارامي د هغې په ګېډه کې پر ماشوم هم ناوړه اغېزې کوي او نیمګړی پيدا کېږي.

د دې څېړنې نور جزییات د لېنک له کېکاږلو سره په دغه راپور کې واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:57 0:00
XS
SM
MD
LG