د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

'فریډم‌نو' بیا د مطیع‌الله ویسا د ژر خوشې کېدو غوښتنه کړې


د قلم لار بنسټ مشر مطیع الله ویسا چې دا مهال د طالبانو په بند کې دی.
د قلم لار بنسټ مشر مطیع الله ویسا چې دا مهال د طالبانو په بند کې دی.

د بشري حقونو بنسټ 'فریډم نو' یوځل بیا د قلم لار بنسټ مشر مطیع‌الله ویسا د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د قلم لار بنسټ د مشر مطيع‌الله ويسا د خوشې کېدو لپاره يو ځل بيا د طالبانو پر حکومت غږ وشو.

یاد بنسټ تېره ورځ په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "موږ نه‌شو کولای مطیع‌الله ویسا د زده کړې هغه زړور فعال هېر کړو چې په افغانستان کې یې د نجونو د زده کړو ملاتړ کاوه."

د فریډم نو نښان
د فریډم نو نښان

'فریډم نو' زیاته کړې، مطیع‌الله ویسا چې پرته له کوم دلیله په ناحقه نیول شوی، د څلور میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې دی.

د يادونې ده چې په تېرو څلور مياشتو کې د قلم لار بنسټ د مشر او د زده کړو برخې د فعال مطیع‌الله ویسا د خوشې کېدو لپاره بېلابېلو بنسټونو، سازمانونو، مدني فعالانو او د نوموړي کورنۍ د طالبانو له حکومت غوښتنې مطرح کړي، خو نوموړى لا هم د طالبانو په بند کې دى.

په همدې حال کې د قلم لار بنسټ یوه غړې او د ښځو د حقونو فعاله مرضیه حفیظي ازادي راډيو سره په خبرو کې يو ځل بيا د طالبانو له حکومت وغوښتل چې ويسا راخوشې کړي.

مرضیه حفیظي
مرضیه حفیظي

هغې وویل: "زموږ هیله دا ده چې په دې اړه حاکمه ډله یا اداره ژر تر ژره پرېکړه وکړي تر څو له کومې ناامېدۍ او بې‌باورۍ سره چې افغان مدني فعالان مخ دي او د هغوی پر فعالیتونو او کارونو باندې یې منفي اغېزې کړي دا له منځه ولاړ شي او ویسا بېرته خپلې کورنۍ او کارونو ته راوګرځي. زموږ غږ پر طالبانو دا دې چې په دې مورد یو وروستی تصمیم ونیسي."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او مرستیال یې بلال کریمي د مطیع‌الله ویسا د خوشې کېدو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو د طالبانو حکومت پخوا ویلي وو چې نوموړی د خپل‌ سرو او مشکوکو فعالیتونو له امله نیول شوی.

د ویسا همکاران او کورنۍ بیا وايي، هغه هېڅ ډول سیاسي او خپلسري فعالیتونه نه درلودل او یوازې یې د زده‌ کړو په برخه کې فعالیت کاوه.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته دوی یو شمېر خبریالان، د بشري حقونو او د زده کړې فعالان نیولي چې ځینې یې خوشې شوي، خو ځينې یې لا هم د طالبانو په بند کې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG