د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

يو اسټراليايي سرتېري افغانستان کې د يوې قضيې په خاطر خپل کار له لاسه ورکړ


په افغانستان کې اسټرالیايي سرتېري د ماموریت پر مهال. 31Jul2002
په افغانستان کې اسټرالیايي سرتېري د ماموریت پر مهال. 31Jul2002

د اسټرالیا د ځانګړیو هوایي خدماتو یو پخوانی سرتېری چې په خپل هېواد کې د اتل په سترګه ورته کتل کېږي، د افغانستان د یوې قضیې په خاطر کار له لاسه ورکړ.

وروسته تر دې چې محکمې اعلان وکړ چې بین رابرټز سمېت په افغانستان کې د اسټرالیایي ځواکونو د موجودیت په وخت څلور تنه وژلي په اسټرالیا کې دا غوښتنې زیاتې شوې چې له ده څخه هغه مډالونه باید بېرته واخیستل شي چې د پوځي خدمت په ترڅ کې یې ترلاسه کړې دي.

د اسټرالیا په پارلمان کې د زرغون ګوند غړي ډیویډ شوبریج وویل: "زه فکر کوم چې په دې باید وپوهېږو چې کله د افغانستان د جګړې د حقیقت په اړه او په دې جګړه کې د اسټرالیا د پوځ د ونډې په اړه غږېږو. خصوصي رسنۍ باید ډېر سخت کار ترسره کړي، باید هغه ټول حقایق بربنډ کړي چې په افغانستان کې پېښ شوې دي. د اسټرالیا حکومت باید عملي ګام واخلي او هغه نندارتون لرې کړي چې د بن رابرټز سمېت لپاره پرانیستی دی. د اسټرالیا د جګړې د څلي دا مکلفیت دی چې په افغانستان کې د اسټرالیا د پوځی مامویت په اړه ټول حقایق بیان کړي."

رابرټز سمېت نږدې یوه لسیزه مخکې د اسټرالیا د ځانګړیو هوایي ځواکونو د خدماتو له قطعاتو څخه تقاعد شو او د جمعې په ورځ یې د محکمې تر اعلان وروسته د اووه لوېدیځ په نوم د رسنۍ مشري پرېښوده.

د اسټرالیا ځانګړي ځواکونه په ارزګان کې د عملیاتو پر مهال. 18Nov2010
د اسټرالیا ځانګړي ځواکونه په ارزګان کې د عملیاتو پر مهال. 18Nov2010

د اسټرالیا درېیو ورځپاڼو په ۲۰۱۸م کال کې په افغانستان کې د اسټرالیایي ځواکونو د پوځي خدمت په ترڅ کې د شپږو بې وسلو افغان بندیانو په وژلو کې د بن رابرټز سمېت د لاس لرلو په اړه یو شمېر راپورونه خپاره کړي وو.

هغه مهال بن رابرټز سمېت د دې ورځپاڼو راپورونه رد کړل او ویې ویل چې دی یې د داسې کس په ډول معرفي کړی چې د پوځي عملیاتو اخلاقي او حقوقي قوانین یې تر پښو لاندې کړې دي.

بین رابرټز سمېت ته په اسټرالیا کې د ګڼو پوځي مډالونو د ترلاسه کولو په خاطر د یوه اتل په سترګه کتل کېږي.

ده د نورو پوځي خدماتو ترڅنګ په افغانستان کې له ۲۰۰۶م تر ۲۰۱۲م کلونو پورې د شپږو دورو خدمت لپاره هم مډال ترلاسه کړی دی.

په افغانستان کې د ناټو د پوځي ماموریت په ترڅ کې ۳۹ زره اسټرالیایي سروتېرو خدمت وکړ او د شاوخوا دوو لسیزو په ترڅ کې یو څلوېښت اسټرالیایي عسکر په افغانستان کې وژل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG