د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

په موچيتوب د کورنۍ د لګښتونو برابرول؛ کوڅه په کوڅه د صديق‌الله د موچي‌ګرۍ کیسه


ارشیف: په کابل کې یو موچي
ارشیف: په کابل کې یو موچي

موچيتوب یا د څپلکو او بوټانو ګنډل په افغانستان کې له ډېرو زړو کسبونو بلل کېږي چې لا هم ګرم بازار لري.

صدیق‌الله له ۹ کلونو راهیسې په کابل ښار کې د بوټانو د ګنډلو کاروبار کوي.

دی وایي، د رخصتیو په ورځو کې یې کاروبار ښه وي او ډېرې پیسې ګټي.

صدیق‌الله له سهاره تر ماښامه د کابل ښار په واټونو او کوڅو کې ګرځي او د بوټانو د ګنډلو او رنګولو ترڅنګ د بوټانو د رنګ پلورولو له لارې هم یوه اندازه پیسې ګټي.

د ازادي راډیو خبریال ورسره خبرې کړې او په دې اړه یې راپور چمتو کړی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:53 0:00
XS
SM
MD
LG