افغانستان
د اسيا پارالمپيک لوبې؛ د افغان معلولينو باسکټبال لوبډلې څلورو لوبډلو ته ماتې ورکړې

د افغانستان د معلولو لوبغاړو د ویلچیر باسکتبال ټیم د اسیا پارالمپیک لوبو د غوراوي په دور کې څلورو هېوادونو ته ماتې ورکړې.
افغانستان تر دې دمه د کويټ، فیلیپین، هانګ کانګ او چین تایپه په وړاندې بریا خپله کړې ده.
د افغانستان د پارالمپیک کمېټې مسوول کبیر خوشبین ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبغاړو پرون د چین تایپه پر وړاندې په بریا سره د دې غوراوي دور پایلوبې ته لار پیدا کړې ده.
په پایلوبه کې به افغان لوبغاړي له سعودي عربستان سره مخ شي.
د پارالمپیک اسیايي لوبې سږکال اکتوبر په چین کې ترسره کېږي او اوس د غوراوي دور یې په تایلند کې روان دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په مادرید کې"د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې" غونډه پیل شوه

د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې په نوم فعالانو نن خپله لومړۍ عمومي غونډه د اسپانیا په پلازمینه مادرید کې پیل کړه.
په دې غونډه کې د بشري حقونو کارپوهان، وکیلان، د ښځو د حقونو مدافعان او د مدني ټولنې فعالان ګډون کوي.
د غونډې تنظیموونکي وايي چې د دوی هدف په افغانستان کې قربانیانو، په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته د دې فرصت برابرول دي چې د زده کړې، کار او په ټولنه کې پرګډون د بندیز په ګډون د طالبانو د پراخو محدودیتونو په اړه شاهدي ورکړي.
دا غونډه د بشري حقونو د فعالانو د هغو هڅو یوه برخه هم ده چې د طالبانو مشران مسوول ګڼي او غواړي په افغانستان کې د ښځو د حقونو پراخه سرغړونې مستندې کړي. د دې غونډې شواهد به له بیا کتنې وروسته د هیوادونو رسمي محکمو ته وسپارل شي.
دې ولسي محکمې چې د جنګي جرمونو، سیستماتیکې ځپنې او له بشري حقونو د سرغړونو په څیر قضیې څیړي، له مخکې په ټوله نړۍ کې پنځوس غونډې جوړې کړې دي.
طالبانو یو تن د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې په دُرو وهلی

د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کس د اخلاقي فساد په جرم په عام محضرکې په ۲۵ دُرو ووهل شو.
د خبرپاڼې له مخې مجرم ته دغه راز د یوه کال تنفیذي بند سزا هم ورکړل شوې ده. د بشري حقونو ډلې د طالبانو له خوا په عام محضرکې مجرمینو ته د بدني سزاګانو ورکول له انساني کرامت سره په ټکرکې بولي. د افغانستان د بشري حقونو ځانګړې راپورورکوونکي ریچارډ بینیټ په اګسټ میاشت کې ویلي و چې په روان کې د طالبانو له خوا اعدامونه او بدني سزاګانې دوه چنده شوي او د هغو د فوري دریدو غوښتنه یې وکړه.
ځینې افغانان وايي، د ټولنیزو شبکو په لیدلو کې ورته ستونزې پیدا شوي

په افغانستان کې د ټولنیزو شبکو ځینو کاروونکو ازادي راډیو ته ویلي چې ټولنیزې شبکې، په ځانګړي ډول «انستاګرام» د پخوا په شان په اسانه نه شي لیدلی.
دوی زیاتوي چې د سې شنبې له ماښامه پرته له وي پي این VPN پرته خپلو ټولنیزو شبکو ته داخلېدای نه شي، او نه هم «انستاګرام» او «سنیپچټ» پرانستلی شي.
د طالبانو حکومت تر اوسه د ټولنیزو شبکو د بندېدو یا محدودېدو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.
خو له دې وړاندې د افغانستان په کچه د دوو ورځو لپاره انټرنېټ بشپړ پرچاو شوی و، او تازه راپورونه ښيي چې په کندهار ولایت کې د نوري فایبر انټرنېټ شبکه هم له خنډ سره مخامخ شوې ده.
ازبکستاني شرکتونو د افغانستان د تېلو د استخراج او اکتشاف قرارداد ترلاسه کړ

د ازبکستان د انرژۍ وزیر جوره بېک میرزامحمودوف ویلي چې د ازبکستان شرکتونو د افغانستان له حکومته د هایدروکاربوني سرچینو د پلټنې او تولید رسمي جوازونه ترلاسه کړي دي.
د ازبکستاني رسنیو د پروني راپور له مخې، نوموړی دا څرګندونې د ازبکستان دولتي تلویزیون ته وکړې.
د میرزامحمودوف په وینا، افغان چارواکو ازبک شرکتونو ته اجازه ورکړې چې د افغانستان په خاوره کې د تېلو او ګازو د زېرمو پلټنه او استخراج پیل کړي. د ده په وینا، کار د سپتمبر په نیمايي کې د توتيمیدان د ګازو په حوزه کې، چې د جوزجان ولایت په شمال کې موقعیت لري، له ازبک شرکت ایریل کام Eriell KAM سره د ۲۵ کلن قرارداد پر اساس پیل شوی دی.
میرزامحمودوف زیاته کړه:
دا به لومړی پړاو وي، او د پایلو له مخې به دوی همکاري نورو ځایونو ته وغځوي.
د ده په وینا دا پروژه داسې نوښت ده چې دواړو هېوادونو ته —اقتصادي ګټه رسوي.
د افغانستان د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د توتيمیدان حوزه شاوخوا ۷،۵۰۰ مربع کیلومتره پراخوالی لري او نږدې ۳۰ څاګانې پکې شاملې دي. تمه ده چې ازبکستان به په راتلونکې لسیزه کې هر کال شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي او د ایستلو شوې ګازه به په خپل هېواد کې تصفیه کړي.
د مسکو فارمټ برخوالو د خپلواک او باثباته افغانستان ملاتړ څرګند کړ

د لسو هیوادونو استازو چې د افغانستان په اړه د مسکو د فارمت د مشورتي غونډې په اووم پړاو کې یې ګډون کړی وو، په ګډه اعلامیه کې د یوه باثباته او خپلواک افغانستان ملاتړ څرګند کړی او په دغه هېواد یا د هغه په ګاونډیو کې یې د بهرنیو پوځي اډو له ځای پر ځای کېدو سره مخالفت کړی دی.
دا ناسته پرون (د تلې په ۱۵مه /اکتوبر ۷مه) په مسکو کې جوړه شوه، چې پکې د افغانستان، هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغیزستان، پاکستان، روسیې، تاجکستان او ازبکستان جګپوړي چارواکي او ځانګړي استازي برخهوال وو، او د بیلاروس استازي د مېلمنو په توګه ګډون کړی وو.
دا لومړی ځل و چې د بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متقي په مشرۍ، د طالبانو پلاوي هم په رسمي ډول په دې غونډه کې برخه اخیستې ده.
ګډونوالو څرګنده کړه چې د بهرنیو ځواکونو حضور په افغانستان یا ګاونډیو هېوادونو کې «د منلو نه دی» او ټینګار یې وکړ چې دا ډول اقدامات به «د سیمې د سولې او ثبات په ګټه نه وي». دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځلي ویلي، غواړي د افغانستان بګرام هوايي اډه بېرته ترلاسه کړي — هغه اډه چې په ۲۰۲۱ کال کې امریکایي ځواکونه ورڅخه ووتل.
هندي رسنۍ، متقي هند ته په ۵ ورځني سفر ورځي

هندي رسنۍ وايي، د طالبانو د باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي به د مسکو له سفره وروسته نوي ډیلي ته لاړ شي.
د هند (دي هندو) ورځپاڼې پرون (سې شنبې) د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو په قول راپور ورکړ چې امیرخان متقي به د پنجشنبې په ورځ هند ته په پنځه ورځني سفر ورشي.
دا به د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته هند ته د طالبانو د یوه جګپوړي چارواکي لومړنی سفر وي.
متقي، چې امنیت شورا بهرنیو هیوادونو ته د هغه پر سفر بندیز لګولی، وروسته له دې هند ته ځي، چې د هند په غوښتنه، د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې، په موقت ډول د نوموړي سفر ته اجازه ورکړه.
په کندهار کې پر نوري فایبر انټرنېټ تازه محدودیت

په کندهار کې د نوري فایبر انټرنېټ محدود شوی دی.
د کندهار ځینو اوسیدونکو ازادي راډیو ته تایید کړه چې د دوی د کورونو وای فای کار نه کوي.
تر دې مخکې دوشنبه ناوخته په کندز کې هم نوري فایبر انټرنېټ بند شوی وو چې وروسته بیا د سه شنبې په ورځ بېرته وصل شو.
د طالبانو حکومت تېره اوونۍ د لږ تر لږه ۴۸ ساعتونو لپاره په ټول افغانستان کې انټرنېټ او مخابراتي اړیکې بندې کړې وې.
د مسکو فارمټ اوومه غونډه نن (سې شنبې) په مسکو کې پرانیستل شوه

غونډې ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وویل چې په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو حضور د نویو جګړو اور بلولی شي.
لاوروف، چې اشاره یې د بګرام په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته وه، وویل چې د افغانستان او د د هغه د ګاونډیو هیوادونو په خاوره کې په هره پلمه د درېمګړي هیواد پوځي حضور د منلو نه دی.
په غونډه کې د کوربه هېواد په ګډون د طالبانو د حکومت او د هند، پاکستان، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازي ګډون لري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم، چې پرون ماښام په دې مشورتي غونډه کې د ګډون په هدف مسکو ته لاړ، په دې ناسته کې برخه لري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې دې غونډې ته د بیلاروس یو پلاوی هم بلل شوی دی.
روسي رسنیو له هغې ډلې انټرفاکس ویلي، ګډونوال به د افغانستان پر سیاسي او اقتصادي وضعیت او دغه راز له ترهګرۍ او نشه یي موادو سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړي او د غونډې پای کې به یوه اعلامیه خپره کړي.
مسکو فارمټ ۲۰۱۷ کال کې رامنځته شو چې د غونډو ډېر تمرکز یې له افغانستان سره پر اړوندو مسلو وي.
پاکستان وايي، د افغانستان د ثبات ننګه کوي خو په دې هیواد کې له ترهګرو اندېښنه لري

پاکستان د سې شنبې په ورځ له چین، روسیې او ایران سره یوځای په مسکو کې د څلور اړخیزې ناستې پر مهال د افغانستان له «ثابت او سولهییز» حالت څخه د ملاتړ ژمنه تکرار کړه او په دې هېواد کې یې د «ترهګرو د موجودیت» په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
پاکستاني رسنیو نن (سې شنبې) راپور ورکړ چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان، چې دا مهال په روسیه کې دی، په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې د دې ناستې د جزییاتو په اړه لیکلي:
«ګډون کوونکو هېوادونو په یوه خوله د یوه با ثباته، خپلواک او سولهییز افغانستان د ملاتړ په اړه خپله ژمنه تکرار کړه، او ټینګار یې وکړ چې افغانستان باید له ترهګرۍ او بهرني مداخلې پاک هېواد وي.»
پاکستان تور پورې کوي چې د دغه هیواد وسله وال مخالفان د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د حملو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي خو د طالبانو حکومت د پاکستان تورونه ردوي او وايي، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي.
مالیزیا او پاکستان په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه

مالیزیا او پاکستان پرون، دوشنبې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې او د دغه هېواد د سولې او ثبات په برخه کې یې د خپلې ژمنتیا پخلی کړی دی.
دغه ګډ دریځ د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف او د مالیزیا د صدراعظم انور ابراهیم ترمنځ له کتنې وروسته څرګند شو.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د روان اکتوبر له پنځمې تر اوومې نېټې پورې مالیزیا ته په رسمي سفر نتللی و.
د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، دواړو مشرانو په افغانستان کې د طالبانو له چارواکو سره د دوامدار تعامل پر اړتیا ټینګار وکړ، څو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وشي او د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد د کار اخیستو مخه ونیول شي.
هغوی همداراز د افغان ولس د اساسي حقونو د خوندیتوب او د هېواد د باثباته او ټولګډونه راتلونکې د رامنځته کولو د هڅو د ملاتړ غوښتنه وکړه.