د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

ځينې معتادین ويره لري چې د درملنې په پلمه به په څلورو دېوالو کې اوسېږي


يو شمېر پر نشه روږدي کسان، ارشيف
يو شمېر پر نشه روږدي کسان، ارشيف

اختر بي بي له اتلسو کالو راهيسې نشه کوي، څو میاشتې کېږي چې دا له خپل کور او اولادونو څخه لرې له خپل معتاد خاوند سره په غزني ښار کې له ستونزو ډکې شپې سبا کوي.

اختر بي بي چې د غزني ښار تر يوه پله لاندې نشه کوي وويل، د اعتیاد او کورنۍ له پاشل کېدو له امله يې ژوند تريخ شوی دی.

نوموړې وايي: "اتلس کاله کېږي چې معتاده یمه، تاسې يې وينئ چې زه په څنګه ځای کې ژوند کوم. زما د کورنۍ پنځه غړي معتادان دي. نور به څه درته ووایم، تر دې ډېرې خبرې نه‌شم کولای."

د طالبانو د حکومت ځايي چارواکو اختر بي بي ته ويلي چې د درملنې لپاره يې کابل ته استوي.

که څه هم اختر بي بي خوشحاله ده چې د درملنې اسانتیا ورته برابرېږي، خو دا اندېښنه لري چې کابل ته تر تګ وروسته به په څلورو دېوالو کې اوسېږي او له بچیانو څخه به لرې وي.

اختر بي بي وايي: "د نشو پرېښودل، خو ډېر ښه دی چې يو مناسب ځای وي، خو داسې ځای نه چې زندان ته يې وږی تږی ورواچوه. د نشې پرېښودلو له پاره يو مناسب ځای وي، ولې نه، د نشې پرېښودل، خو ډېر ښه کار دی، دا ژوند مو ښه دی که پخوانی ژوند مو ښه و."

يو شمېر پر نشه روږدې مېرمنې، ارشيف
يو شمېر پر نشه روږدې مېرمنې، ارشيف

د طالبانو حکومت په ۱۴۰۱ کال په کابل کې د معتادینو د ساتنې او پالنې پنځه زره بستريز مرکز جوړ کړ، دې مرکز ته يې د کابل د معتادینو تر څنګ د هغو ولایتونو معتادین هم بېول چې هلته د معتادینو د درملنې مرکزونه نه‌شته.

په غزني کې د طالبانو د حکومت له نشه يي موادو سره د مبارزې امر مولوي ګل احمد وايي، دوی په غزني کې ځينې معتادین ثبت کړي او په پام کې ده چې د درملنې لپاره کابل ته ولېږل شي.

نوموړی وايي: "موږ غواړو چې سل بې سرپناه معتادې ښځې راټولې کړو او تر هغه وروسته يې له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت ته واستوو. په کابل کې په درې سوه بستريز روغتون کې د دوی له پاره ځای جوړ شوی دی، په دې مرکز کې د غزني د معتادینو له پاره د سلو نفرو ځای شته."

د طالبانو له دوهم ځل واکمنۍ سره، په افغانستان کې د معتادینو د درملنې له ۸۴ مرکزونو څخه تر څلوېښتو ډېرو مرکزونو د امکاناتو د نشتوالي له امله خپل فعالیتونه درولي دي.

د طالبانو حکومت تازه اعلان کړی چې له دې مرکزونو څخه ځينو مرکزونو خپل فعالیتونه بیا پيل کړي، خو د دې مرکزونو کارکوونکو ازادي راډيو ته ويلي، څو مياشتې کېږي چې دوی معاشونه نه‌دي اخیستي او د بستر شویو معتادینو له پاره هم کافي خواړه او روغتيايي امکانات نه‌لري.
---------------------------
راپور: حبیب‌الرحمن تاثیر

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:24 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG