د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

په خوست کې "شمله" پنځمه کلنۍ مشاعره جوړه شوه


خوست کې د شملې په نوم مشاعره
خوست کې د شملې په نوم مشاعره

د مارچ په ۱۴مه، شپه مهال د خوست د صبریو او یعقوبیو په ولسوالۍ کې د سلګونو کسانو په ګډون شمله کلنۍ مشاعره جوړه شوه.

په دې مشاعره کې د ځايي شاعرانو او فرهنګیانو ترڅنګ د کوزې پښتونخوا همدارنګه د لوی ننګرهار، لويې پکتیا، کابل او نورو ولایتونو یو شمېر شاعرانو او د شعر او ادب مینه‌والو برخه اخیستې وه.

"نړۍ ته موږ دا ښیو، چې موږ یو قوم یو، موږ څوک نه‌شي بېلولی

په ياده مشاعره کې چې په ازاده فضاء کې ترسره شوه، شاعران او ویناوال د ګډونوالو له‌خوا تر پایه په تودو چکچکو، غورځیو او ګرمو ولولو نمانځل کېدل.

د پکتیا ولایت څخه راغلي شاعر غلام طاهر افغان وویل، شمله په دې ځای کې د لر او بر پښتون قوم د یووالي او امن خوښوونې پيغام لري.

نوموړي زیاته کړه: "نړۍ ته موږ دا ښیو، چې موږ یو قوم یو، موږ څوک نه‌شي بېلولی او نه په موږ کې تقرقې اچولی شي، ان شاالله نننۍ شملې نه به موږ دا پیغام د شعر په ژبه نړۍ ته ورکوو، چې موږ امن پرست، مینه پرست او حسن پرست خلک یو."

خوست کې د شملې په نوم مشاعره ترسره شوه
خوست کې د شملې په نوم مشاعره ترسره شوه

قیصر منیروال چې د کوزې پښتونخوا د صوابۍ څخه شمله مشاعرې ته راغلی و، وايي د پښتو ادب او فرهنګ پرمختیا د دواړو لورو پښتنو ګډو هلو ځلو ته اړتیا لري.

نوموړي د ځوانو فرهنګیانو اوسنیو هڅو ته په کتو وویل، په ځوانانو کې د یووالي مینه او ذوق شته او همدا کار د دې لامل شوی، چې په دا ډول مشاعرو کې لر بر پښتانه شاعران سره یو ځای کېږي.

په اوس وخت کې د افغانستان او پاکستان تر منځ تګ او راتګ هم ستونزمن دی.

د کوزې پښتونخوا یو بل شاعر جاویدشاه درمان وايي، دوی په پیل کې تورخم ته تللي وو، خو چې هلته اجازه نه وه ورکړل شوې، نو بیا د صدې او پاړه چنار له لارې خوست ته راغلل.

نوموړي د دې مشاعرې له تابیا کوونکو مننه وکړه، چې ښه پروګرام يې جوړ کړی او دوی ته يې په‌کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

شاعرانو په ادبي محفلونو کې د لرو برو پښتنو فرهنګیانو تګ راتګ هم ګټور وباله.

د ننګرهار څخه دریو راغلو شاعرانو یارمحمد پردېس، بخت جمال کریمي او عنایت الله فریاد یو ګډ ترنم وکړ، چې د حاضرینو له تودودو احساساتو سره مخامخ شو.
د ننګرهار څخه دریو راغلو شاعرانو یارمحمد پردېس، بخت جمال کریمي او عنایت الله فریاد یو ګډ ترنم وکړ، چې د حاضرینو له تودودو احساساتو سره مخامخ شو.

خوستی شاعر ستوری سروري وویل: "دواړو خواو ته پښتانه اوسیږي او بیا پښتانه ډېر ښه شاعران لري، که چېرې د دواړو لوريو حکومتونه ادبپالو ملګرو ته د ناستې ولاړې موقع ورکړي، نو هغه مشکل چې د ولسونو په منځ کې واقع کېږي، په دې تګ او راتګ سره به دا ستونزې او فاصلې ختمې شي."

"دواړو خواو ته پښتانه اوسیږي او بیا پښتانه ډېر ښه شاعران لري

د کوربنو او مشرانو میلمنو له لنډو ویناوو وروسته ازاده مشاعره پیل شوه او ګڼو شاعرانو په‌کې خپل او ځینو هم د نورو شاعرانو شعرونه، غزلې او بیتونه وړاندې کړل.

د ننګرهار څخه دریو راغلو شاعرانو یارمحمد پردېس، بخت جمال کریمي او عنایت الله فریاد یو ګډ ترنم وکړ، چې د حاضرینو له تودودو احساساتو سره مخامخ شو.

شمله په خوست کې د چنار له دودیزې کلنۍ مشاعرې وروسته دویمه لویه مشاعره ده، چې د دې ولایت په لیرې پرته سیمه صبریو او یعقوبیو کې د دې سیمې د ځوانو فرهنګیانو په نوښت او د ځايي خلکو په مالي همکارۍ جوړیږي او سلګونه کسان په‌کې برخه اخلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG