د کراچۍ له مرکزي زندانه ۱۳۷ افغانان خوشې شوي، خو ګڼ شمېر افغانان لا هم په زندانونو کې پاتې دي.
د کراچۍ په زندانونو کې د افغان بندیانو یوه مدافع وکیله مُنیزه کاکړ وايي، سلګونه افغانان لا هم په بند کې دي او اکثر یې سره له دې چې د بند مودې یې پوره دي لا نهدي خوشې شوي.
له اغلې کاکړ سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې ده او د تازه خوشې شویو او هلته د شته بندي افغانانو د اندېښنو په اړه یې ځینې پوښتنې ورڅخه کړې دي.
دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ: