د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۰

افغان سفیر: له بلغاریا څخه افغانستان ته د جسدونو د لېږد پروسه په بشپړېدو ده


د سلواغې یا دلوې پر ۲۸مه په بلغاریا کې دغه لارۍ وموندل شوه چې د دغو افغانانو مړي په کې پیدا شول.
د سلواغې یا دلوې پر ۲۸مه په بلغاریا کې دغه لارۍ وموندل شوه چې د دغو افغانانو مړي په کې پیدا شول.

په بلغاریا کې د افغانستان سفارت وايي، هېواد ته د هغو افغانانو د اجسادو د لېږد پروسه په بشپړېدو ده.

په بلغاریا کې د افغانستان سفیر وايي، افغانستان ته د مړو شویو افغانانو د مړو لېږدولو پروسه بشپړېدو ته نږدې شوې ده.

ډاکټر فاضل سیفي پرون له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د مړو شویو افغانانو کورنۍ کولای شي د دوی د هویت د تثبیت لپاره کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته ورشي.

هغه زیاته کړه: "ټوله پروسه په بشپړېدو ده. یوازې یې د هویت تثبیت پاتې دی. موږ یې اسناد کابل ته لېږلي. محترمې کورنۍ کولای شي د بهرنیو چارو وزارت د قونسلګرۍ برخې ته ورشي، د عکسونو په مرسته خپل عزیزان وپېژني، چې لېست یې بېرته ژر موږ ته راشي او موږ یې د بلغاریا حکومت ته وسپارو، څو د محکمې کارونه په چټکۍ ترسره شي."

د سلواغې یا دلوې پر ۲۸مه په بلغاریا کې یوه لارۍ وموندل شوه، چې د دغو افغانانو مړي په کې پیدا شول.

د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت ویلي، په دې لارۍ کې ۴۰ پناه غوښتونکي روان وو چې اتلسو یې د اکسیجن د کموالي له کبله ساه ورکړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي تر اوسه د ۱۷ کسانو هویت تثبت شوی او د پاتې بل کس د هویت د تثبیت په باب څېړنې روانې دي.

په بلغاریا کې د افغانستان سفیر وايي، دوی په دې اړه چې اجساد په ښه ډول کابل ته ولېږدول شي، هر ډول پلانونه سنجول شوي او هرڅه به په وړیا ډول ترسره کېږي چې یوه برخه یې د بلغاریا حکومت ورکوي.

پر دې پېښه د اتو ورځو له تېرېدو وروسته هم د مړو د هویت ثبیت نه دی بشپړ شوی او معلومه نه ده چې ولې په دې برخه کې اقدامات دومره ټکني وو.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته ګڼو ځوانانو اروپايي هېوادونو د تګ په هیله پر خطرناکو لارو سفر ته ملا تړلې ده.

XS
SM
MD
LG