د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

اکبري: طالبان یوه ډله نه‌ده، ځکه یې پرېکړې متفاوتې دي


يو شمېر طالب چارواکي، انځور - ارشيف
يو شمېر طالب چارواکي، انځور - ارشيف

ځینو مؤسسو ویلي وروسته له هغې چې د طالبانو چارواکو ورته په غیردولتي مؤسسو کې د ښځو کار ته د اجازې ورکولو ډاډ ورکړ، دوی خپل ځینې فعالیتونه بېرته پیلوي.

ځینو ادارو له دې جملې پاملرنې، د ژغورنې نړیوالې کمېټې او د ناروې د کډوالو شورا د خپلو فعالیتونو د پیل خبر ورکړی دی.

وروسته له هغې چې د طالبانو اقتصاد وزارت تېره میلادي میاشت په غیردولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، ګڼو بهرنیو مؤسسو په افغانستان کې خپل فعالیتونه یا په بشپړ ډول، یا هم د خپلو فعالیتونو یوه برخه وځنډوله.

زموږ همکار، په کاناډا کې له مېشت تحلیلګر، ظاهر اکبري سره پر همدې موضوع مرکه کړې ده.

لومړی یې دا پوښتنه ورڅخه کړې، چې د طالبانو په دریځ کې څه بدلون راغی چې پاملرنې او ځینو نورو غیردولتي مؤسسو خپل ځینې فعالیتونه بیا پیل کړل؟

د ښاغلي اکبري مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:31 0:00
XS
SM
MD
LG