د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

د افغانستان لپاره د ماشومانو د نړیوالې ورځې لمانځل څه معنی لري؟


مدني فعال او د ټولنیزو مسایلو شنونکی فیصل نوابي
مدني فعال او د ټولنیزو مسایلو شنونکی فیصل نوابي

یونېسف وایي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې هلکان ښوونځيو ته ځي، خو نجونې لا هم اجازه نه لري، چې تر شپږم ټولګي پورته نور تعلیم وکړي.

د یونېسف یوې چارواکې د ماشومانو نړیوالې ورځې په مناسبت د ټولو ماشومانو پرمخ د ښوونځیو د پرانیستل کېدو غوښتنه وکړه. د یونېسف د ارتباطاتو مسوولې سم مورټ په یو څو ټویټونو کې ویلي نن د نومبر ۲۰مه د ماشومانو نړیواله ورځ ده، چې په ۱۹۸۹م کال کې د ماشومانو د حقونو کنوانسیون لاسلیک لمانځل کېږي.

د نړۍ هېوادونو د دغه کنوانسیون په لاسلیک سره د تعلیم د حق د ساتنې په ګډون د ماشومانو د حقونو د ملاتړ ژمنه وکړه. د یونېسف دغې چارواکې ویلي، په افغانستان کې باید ټول ماشومان وکړای شي، ښوونځیو ته لاړ شي.

صالح محمد صالح له مدني فعال او د ټولنیزو مسایلو له شنونکي فیصل نوابي څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې، چې یونیسف وايي د ماشومانو نړیوالې ورځې پر مهال په افغانستان کې ګڼ ماشومان ښوونځیو ته نه شي تللی، د افغانستان لپاره د دې ورځې لمانځل څه معنی لري؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:41 0:00
  • 16x9 Image

    صالح محمد صالح

    صالح محمد صالح (Salih Mohammad Salih) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او ویندوی دی، چې له ۲۰۰۶م کال راهیسې له دې راډیو سره کار کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG