د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

ځینې افغانان اداري فساد د پاسپورټ ریاست مشرتابه کې د بدلون لامل بولي


ارشیف: د طالبانو حکومت اړوند پاسپورټ ریاست کې د بایومټریک له بهیره یو انځور
ارشیف: د طالبانو حکومت اړوند پاسپورټ ریاست کې د بایومټریک له بهیره یو انځور

د طالبانو حکومت عبدالکریم حسیب پرون د پاسپورټ ادارې د نوي رییس په توګه معرفي کړ.

په تېر یوه کال کې درې ځله د پاسپورټ ریاست رییسان تبدیل شول چې د دې تبدیلیو په اړه د کابل ښاریان بېلابېل نظرونه لري.

د کابل اوسېدونکی عبدالحق ادعا کوي چې د طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست کې فساد د دې لامل شوی چې مشران یې ډېره موده په دنده کې پاتې نه شي.

هغه وویل: "د پاسپورټ اداره له فساده ډکه ده. د پاسپورټ اخیستل ډېر سخت شوي او تر هغو چې پیسې ورنه کړې، یا څوک په کې و نه پېژنې نه شې کولای پاسپورټ واخلې. فکر کوم طالبان هم په دې پوه شوي او نوی رییس یې وګوماره."

خو د کابل اوسېدونکې سوما چې خپله یې د پاسپورټ اخیستلو لپاره هڅې کړي وايي، د پاسپورټ په څېر په یوه مهمه اداره کې دا مقررۍ سلیقوي او د روابطو پر بنسټ دي.

نوموړې وویل: "زما په نظر دا خلک د یوه ټاکلي وخت لپاره مقررېږي، خو کله یې چې په خوښه عمل ونه کړي، بل کس یې پر ځای راولي، ځکه وایم چې دا ګومارنې تر ډېره سلیقوي دي."

تازه د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت عبدالکریم حسیب د پاسپورټ ریاست د رییس په توګه وګوماره.

تر دې مخکې مولوي عبدالحکیم حمدي د علم ګل حقاني پر ځای چې د طالبانو په حکومت کې د پاسپورټ ادارې لومړنی رییس و، ګومارل شوی و.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ ریاست په رهبرۍ کې د تبدیلیو په اړه شوې ادعاګانې ردوي او په دولتي ادارو کې تبدیلي د خپل نظام یو اصل بولي.

د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډيو ته وویل: "څنګه چې تاسې ته معلومه ده، تغییر او تبدیل په نظام کې یو اصل دی. تېره ورځ یوازې د پاسپورټ رییس نه دی ګومارل شوی، بلکې د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې او لوجستيک ریاستونو لپاره هم رییسان ګومارل شوي دي. د پاسپورټ مخکېنی رییس عبدالحکیم حمدي یو ځواکمن شخص و او د سیستم په جوړولو او د فساد په له منځه وړلو کې یې ښه رول درلود."

خو ټکور د پاسپورټ ریاست د مخکېني رییس د لرې کېدو د لامل په اړه څه ونه ویل.

ارشیف: په خوست کې د پاسپورټ سمه ییز دفتر مخته د متقاضیانو انځور
ارشیف: په خوست کې د پاسپورټ سمه ییز دفتر مخته د متقاضیانو انځور

طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست څو ورځې مخکې د پاسپورټ د وېش لړۍ ودروله او لامل یې په تخنیکي برخه کې د ځینو مثبتو بدلونونو رامنځته کول وښودل.

د دې ریاست په اعلامیه کې ویل شوي چې په ورځ کې له ۴ تر ۵ زره جلده پاسپورټونو د وېش له امله د چاپ ماشينونو او نور تخنیکي وسایلو کیفیت ورځ تر بلې خرابېږي او بېرته رغولو یا بدلولو ته یې اړتیا ده.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته تر اوسه څو ځله د پاسپورټونو د وېش لړۍ درېدلې ده او زرګونه هغه کسان چې غواړي پاسپورټ واخلي، د پاسپورټ اخیستلو له اوږدې پروسې شکایت کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG