د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

کاج ښوونیز مرکز د زده کوونکو پرمخ بېرته پرانیستل کېږي


کاج ښوونیز مرکز له برید وروسته
کاج ښوونیز مرکز له برید وروسته

په کاج ښوونیز مرکز له خونړي برید ۹ ورځې وروسته د دې مرکز مسوولان وايي، چې سبا د دوشنبې په ورځ ته درسي بهیر بیا پیلوي.

د کابل په لوېدیځ کې د کاج په ښوونیز مرکز چې د تلې میاشتې په اتمه نېټه پرې ځانمرګی برید وشو، مسوولان یې وايي، د دې مرکز درسي بهیر بېرته پیلوي.

د کاج ښوونیز مرکز مسوول غلام رضا امېد د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، پرېکړه یې کړې ده چې د دوشنبې په ورځ خپل مرکز بېرته پرانېزي.

امېد وویل: "د ټولو ټپيانو غوښتنه دا ده چې په افغانستان کې د زده کړو د دوام په خاطر باید درسونه ونه درېږي. له ۵۰ تر ۵۵ سلنه زموږ زده کوونکو د ټلیفون او مجازي شبکو له لارې اړیکې نیولې دي او د کاج د بیا پرانیستو غوښتنه یې کړې ده. زموږ پلان هم دا دی چې سبا ته تدریس بیا پيل کړو."

امېد زیاتوي، د کاج ښوونیز مرکز د امنیت ساتلو په خاطر د دې مرکز د امنیتي کمېسیون لخوا تدابیر نیول شوي دي او د طالبانو لخوا هم ډاډ ورکړل شوی چې د دې مرکز او زده کوونکو امنیت به ساتي.

د کاج ښوونیز مرکز یوه زده کوونکې زهرا هم وايي، غواړي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او په دې خاطر یې هېڅ ګواښ مخه نه شي نیولای.

هغې وویل: "زه خپله د ټپیانو له ډلې یم چې د کاج کورس په پېښه کې مې لاس ټپي شو خو زه له خپل هدفه نه راګرځم او خپلې لارې ته دوام ورکوم."

په ورته وخت کې د کابل په لوېديځ کې د یو شمېر زده کوونکو کورنۍ له امنیتي بنسټونو غواړي چې د ښوونیزو مرکزونو او ښوونځيو امنیت دې وساتي.

په کاج ښوونیز مرکز کې د وژل شوې نرګس پلار سخي داد په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "زه د شهیدې نرګس پلار یم چې لور مې د کاج په پېښه ووژل شوه، خو له حکومته غواړم چې د ټولو افغانانو امنیت وساتي."

د کابل د لوېديځ یوې اوسېدونکې فاطمې محمدي وویل: "دا د افغانستان د دولت مکلفیت دی چې د دوی امنیت تضمین کړي او د دې هېواد د وګړو په توګه دا د دوی حق دی چې امنیت یې تامین شي."

کابل لپاره د طالبانو حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د کابل د لوديځ اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې امنیت به یې ټینګ شي.

ځدراڼ وویل: "موږ له مخکې له هغوی سره په مستقیم ډول ناستې لرو، بیا هم که په کوم مورد کې هغوی اندېښنه لري، باید له امنیتي ادارو سره یې شریکې کړي چې امنیتي ځواکونه یې تشویش لرې کړي. زموږ ډاډ هغوی ته دا دی چې بیا به د بدې پېښې شاهدان نه وي."

په کاج ښوونیز مرکز کې د تلې میاشتې په ۸مه نېټه هغه وخت ځانمرګی برید وشو چې زده کوونکو یې د کانکور ازمایښتي ازموینه ورکوله.

دې برید په کور دننه او بهر غبرګونه له ځان سره درلودل .

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د راپور پر بنسټ په دې برید کې ۵۳ تنه وژل شوي او ۱۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG