د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

د اوکراین د زاپوریژیا اټومي بټۍ وروستی ریکټر هم غیرفعال شو


د زاپوریژیا اټومي بټۍ
د زاپوریژیا اټومي بټۍ

د اوکراین د جنوب د زاپوریژیا د اټومي بټۍ په شاوخوا کې د توغندیو د لګېدو له راپورونو وروسته د دې بټۍ شپږم او وروستی ریکټر هم غیرفعال شو.

د زاپوريژیا د اټومي بټۍ چلوونکی شرکت انرهو اټوم اعلان کړی چې په دې بټۍ کې د برښنا شپږم او وروستی ریکټر یې د یو توغندي د لګېدو او ورپسې د اور د بلېدو له پېښې وروسته غیرفعال کړی دی.

انرهو اټوم وویل دا ریکټر به هغه مهال بیا ولګوي چې اور مړ شي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي پر روسیې ځواکونو تور ولګاوه چې دا توغندی یې ویشتلی دی.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي

زیلینسکي بېګا ناوخته په یوه وینا کې ویل، د زاپوريژیا د اټومي بټۍ وروستی کېبل چې د اوکراین د برښنا له سیسټم سره وصل دی، د روسي ځواکونو د یو بل توغندي د لګېدو له کبله له منځه ولاړ.

خو له هغه مهاله چې د زاپوریژیا لانجه پیل شوې کییف او مسکو تل پر یوبل تورونه لګولي چې د اروپا تر ټولو لویه اټومي بټۍ له خطر سره مخامخ کوي.

زیلینسکي په خپله وینا کې خبرداری ورکړ چې دا بټۍ د اټومي وړانګو د خپرېدو له ګواښ څخه یوازې یو ګام لیرې ده.

د زاپوریژیا اټومي تاسیسات د اوکراین د شپږ میاشتنۍ جګړې په لومړیو کې د روسیې د پوځ لاس ته ولوېدل.

زیلینسکي زیاته کړه چې د زاپوریژیا په اټومي بټۍ کې د ملګروملتونو د څارونکي ماموریت د راپور د خپراوي په درشل کې د دې حملې وخت د مسکو اهداف جوتوي چې د زیلینسکي په وینا د نړیوالې ټولنې پرېکړې هېڅ ورته مهمې نه دي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل پرون پر مسکو تور ولګاوه چې د زاپوريژیا د اټومي بټۍ په مسئله کې بې پروايي کوي.

جوزیپ بوریل
جوزیپ بوریل

دا په داسې حال کې ده چې د دې لانجې له راپورته کېدو وروسته په ټوله اروپا کې د چیرنوبیل په څېر د یوه بل اټومي ناورین د رامنځته کېدو وېره په زیاتېدو ده.

په پام کې ده چې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د مفتشانو پلاوی چې تېره اونۍ د زاپوریژیا اټومي بټۍ ته د څارنې لپاره ورغلی و، د خپلو څېړنو نتایج نن خپاره کړي.

دا راپور به د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګراسي د ملګروملتونو امنیت شورا او نړیوالو ته وړاندې کړي.

ګراسي تېره اونۍ سیمې ته د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د مفتشانو له رسېدو وروسته وویل چې د زاپوریژیا بټۍ په جګړو کې ویجاړه شوې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG