د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۴

د محرم لسمه؛ افغانستان کې له امنيتي اندېښنو سره ونمانځل شوه


افغانستان کې د عاشورا مراسمو - ارشيف
افغانستان کې د عاشورا مراسمو - ارشيف

نن د محرم میاشتې لسمه یا د عاشورا ورځ په کابل کې په داسې حال کې ونمانځل شوه چې د امنیتي پېښو وېره هم ورسره مله وه.

د افغانستان شیعه وګړي وايي، سږ کال یې د عاشورا مراسم د پخوا په څېر نه و او د دوی په سیمو کې سره له دې چې ډېرې لارې تړلې وې، مخابراتي شبکو هم کار نه کاوه.

د عاشورا مراسم په داسې حال کې ونمانځل شول چې څو ورځې مخکې په کابل کې د شیعه ګانو څو سیمې په نښه شوې چې ګڼو خلکو ته په‌کې مرګ ژوبله واوښته.

په کابل کې مېشت شیعه وګړي وايي، د نورو کلونو په پرتله سږ کال د عاشورا مراسم متفاوت و او دا مراسم یوازې تر تکیه خانو پورې محدود شوي وو.

د کابل د دشت برچي یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي، طالبان د عاشورا له مراسمو سره اشنا نه و او د دوی لپاره یې د دې ورځې نمانځل سخت کړي و.

نوموړی وايي: "سږ کال د پخوا په پرتله د عاشورا مراسم متفاوت و، له بده مرغه طالبان له دې مذهبي مراسمو سره بیخي نا اشنا و، د کابل ټول سړکونه یې تړلي وو. د ښاري موټرو او دوکانونو د خلاصېدو مخه یې هم ونیوله او خلک په راتګ کې له ‌ډېرو ستونزو سره مخ و."

د نورو کلونو په پرتله سږ کال د عاشورا مراسم متفاوت و او دا مراسم یوازې تر تکیه خانو پورې محدود شوي وو.
د نورو کلونو په پرتله سږ کال د عاشورا مراسم متفاوت و او دا مراسم یوازې تر تکیه خانو پورې محدود شوي وو.

خو د کابل د کارته چهار سیمې یو بل اوسېدونکی چې دا هم امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي، سره له دې چې د شیعه مېشتو سیمو ټولې لارې تړل شوې وې او په عمومي ځایونو کې د دې ورځې د نمانځنې اجازه ور نه‌کړل شوه خو بیا هم په تکیه خانو کې دا ورځ د پخوا په څېر ونمانځل شوه.

نوموړي وويل: "خلکو د تېرو کلونو په څېر ګډون کړی وو او په تکیه خانو کې دا مراسم په ښه ډول وشول خو تر ډېره هڅه شوې وه چې دا مراسم تر تکیه خانو محدود وي او په سړکونو او عمومي ځایونو کې ډېر کم خلک لیدل کېدل."

د طالبانو حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ که څه هم د لارو او مخابراتي شبکو د بندېدو په اړه څه نه وايي خو وايي چې نن ورځ د عاشورا په مراسمو کې کومه پېښه نه ده شوې او دوی یې د شیعه ګانو د استازو په همکارۍ امنیت نیولی و.

نوموړی وايي: "کومه بده پېښه نن ورځ نه لرو، شيعه هېوادوالو خپل مراسم په ډېره ښه توګه ترسره کړل. د دوی د امنیت چارې زموږ د امنیتي ځواکونو او د شیعه هېودوالو د استازو په همکارۍ د ګډ کمېسیون له لوري څارل کېدې."

ښاغلی ځدراڼ همدا راز وايي، دوی په تېرو ورځو کې د هغو حملو مخه نیولې ده، چې غوښتل یې د عاشورا پر مراسمو برید وکړي چې له دې امله د کابل په سرکاریز او پل سوخته سیمو کې په نښتو او چاودنو کې د ۱۶ ملکیانو په ګډون د طالبانو د حکومت د یوې ښځینه پولیسې ترڅنګ ۲ نور امنیتي کسان هم ووژل شول او ۳۸ تنه ټپيان شول.

د عاشورا مراسم سږ کال په داسې حال کې ونمانځل شول چې طالبان په افغانستان کې واکمن دي او د طالبانو د حکومت له دې ادعا سره چې جګړه پای ته رسېدلې ده، بیا هم په دې وروستیو کې د کابل په شیعه مېشتو سیمو کې ګڼ بریدونه وشول چې ډېر ملکیان په‌کې مړه او ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG